د اعتکاف ثواب او اړوند مسایل یې

له حسين رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول ا لله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د روژې په مياشت کې لس ورځې اعتکاف وکړي – داسې ده لکه دوه حجونه او دوه عُمرې يې چې کړې وي .   ( البيهقي في شُعَبِ الإيمان )

ابن عباس رضي الله عنه يوه ورځ   په مدينه منوره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې اعتکاف وو ، يو سړی ورته راغی سلام يې پرې واچولو او ورسره کښېناست ، ابن عباس رضي الله عنه پوښتنه ور څخه وکړه چې : ای فلانيه ! ماته غمجن ښکاري ، څه خبره ده ؟ هغه ځواب ورکړو چې : هو ، غمجن يم ، ای د رسول الله د تره زويه ! د فلاني سړي حق دی را باندې ، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک قبر ته يې اشاره وکړه چې : د دې قبر والا په عزت مې قسم چې زه د دې حق له ادا کولو څخه عاجز يم ، نه شم کولی چې ادا يې کړم . حضرت ابن عباس رضي الله عنه ورته اوويل چې : ښه نو زه هغه سړي ته در سره لاړ شم ؟ هغه ورته اوويل : څنګه چې ستاسو خوښه وي ! ابن عباس چې دا خبره واورېدله نو پڼې يې په پښو کړې او له مسجد څخه د باندې   او وتلو . هغه سړي ورته اوويل چې : له تاسو نه خپل اعتکاف هېر شو ؟  هغه ورته اوويل : نه ، اعتکاف مې ندی هېر شوی ، بلکه ما له دې قبر والا څخه اورېدلي دي ، او تر اوسه پورې لا وخت هم دومره ډېر ندی تېر شوی – لدې خبرې سره د ابن عباس له سترګو اوښکې راغلې – هغه فرمايل : څوک چې د کوم مسلمان ورور د ضرورت لپاره ورسره وګرځي او کوښښ وکړي – دا د ده لپاره د لسو کلونو له اعتکاف څخه غوره دی .

او څوک چې يوه ورځ د خدای د رضا لپاره اعتکاف وکړي نو   الله جل جلاله به د ده او جهنم تر منځه درې خندقونه جوړ کړي ( يعنې له جهنم څخه به يې دومره لرې کړي ) دا هر خندق د ځمکې او اسمان د منځ له مسافې نه ډېر لوی وي . رواه الطبراني في الأوسط و البیهقي و اللفظ له و الحاکم مختصرا و قا ل صحیح الاسناد ک‍ذا في الترغيب و الترهيب ، و قال السیوطي في الدر : صححه الحاکم و ضعفه البيهقي )

فائده : رسول الله صلی الله عليه وسلم به همېشه اعتکاف کولو ، کله پوره مياشت او کله د شلو او اکثره د آخري لسو شپو ، د علماوو په نزد سنت مؤکد د آخري لسو شپو اعتکاف دی ، په کوم کال چې وفات کېدلو شل شپې اعتکاف وو ، له نورو فائدو سره د اعتکاف يو ستر مقصد د ليلة القدر لټون وي ، او دا مطلب په اعتکاف سره ډېر ښه تر لاسه کېږي ، ځکه چې د اعتکاف په حالت کې که څوک ويده هم وي نو په عبادت کې حسابېږي .

د ليلة القدر د مَيَنانو لپاره اعتکاف ډېره ښه وسيله ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به په ټوله مياشت کې ډېر عبادت کولو ، په خاص ډول بيا په وروستيو لسو ورځو کې خو به يې ډېرکوښښ کولو .

د آخيري لسو روژو په شپو کې به په خپله هم ويښ وو او د کور خلک به يې هم را پورته کول ، لکه د بخاري اومسلم په روايتونو کې چې راغلي دي ، همداسې د مسلم په يو روايت کې راغلي چې عايشه رضي الله عنها فرمايي : د روژې په وروستيو لسو شپو کې به رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل لنګ کلک وتړلو ( يعنې خپلو بيبيانو ته به نه ور نږدې کېدولو ) او ټوله شپه به ويښ وو ( عبادت به يې کولو ) او د خپل کور خلک به يې هم را ويښول . ( فضائل رمضان للشيخ زکريا رحمة الله تعالی )

د اعتکاف ځای او وخت : اعتکاف د روژې د ۲۰ په مازديګر کې له لمر ډوبېدو څخه مخکې شروع کېږي ، د اختر تر سهاره پورې .

د اعتکاف لپاره ښه ځای حرم شريف دی ، بيا مسجد نبوي ، بيا مسجد اقصی بيا د خپلې سيمې جامع مسجد او بيا د خپل کلي مسجد .         له مسجد سره چې کومه لګېدلې کوټه وي ، چې امام ،طالبان يا د مسجد خادمان پکې اوسېږي ، په هغې کې اعتکاف نه کېږي . ( فتاوی محموديه )

مسئله : د اعتکاف لپاره بلوغ شرط ندی ، د نابالغو اعتکاف هم سم دی . ( فتاوی محموديه )

د ښځو اعتکاف : ښځې هم اعتکاف کولی شي ، د دوی او سړيو په ثواب کې هېڅ فرق نشته ، د ښځو لپاره د اعتکاف ځای د هغوی د کور مسجد دی ، که په کور کې يې مسجد نه وي ، بيا دې يوه کوټه کې کښينې او د اعتکاف نيت دې وکړي .

د ښځو لپاره خو اعتکاف ډېر اسان وي ، چې په يوه کوټه کې ناستې وي په فارغو وختونو کې خپل عبادت کوي او د کار په وخت کې له همغه ځای څخه د کار څارنه هم کولی شي ، په لږ لږ خبرو اعتکاف ته تاوان نه رسېږي ، لکه خپلو اولادونو ته د کوم کار امر کول يا له هغوی څخه کوم شی را غوښتل او داسې نور. مطلب دا چې د ښځو لپاره اعتکاف ډېر اسان وي خو بيا هم له بده مرغه ډېرې ښځې له دې ثواب څخه بې برخې پاتې کېږي ( فضائل رمضان للشيخ زکريا رحمة الله عليه )

هغه کارونه چې بايد په اعتکاف کې ونشي : د روژې او نذر په اعتکاف کې په مُعْتَکِفْ باندې دا څو کارونه حرام دي : اول – له ضرورت نه پرته د اعتکاف له ځای مسجد يا کوټې څخه د باندې وتل ، د ضرورت لپاره وتلی شي ، طبعي ضرورت وي لکه : د جنابت غسل که په مسجد کې ځای نه وي ، د وړو يا غټو متيازو لپاره تشناب بيت الخلا ته تلل .

يا شرعي ضرورت وي لکه : د جُمُعې لمانځه ته د لمر له کږېدلو زوال نه وروسته تلل ، يا د اذان لپاره له مسجد نه وتل ، که د اذان ځای له مسجد نه د باندې وي ، يا د اختر لمانځه ته تلل .

د جُمُعې لمانځه ته به دومره مخکې اوځي چې يواځې لمانځه او خطبې ته ور ورسېږي ، او له لمانځه وروسته هلته څلور يا شپږ   رکعتونه وکړي او بس . نور به بېرته خپل ځای ته راځي .

خو که په جامع مسجد کې له لمانځه نه وروسته ډېر وخت پاتې شو ( لکه يوه شپه يا ورځ يايې هغلته اعتکاف پوره کړو ( رد المحتار ) نو اعتکاف يې نه ماتېږي ، خو دا عمل مکروه ده تنزيها . ( در مختار )      او که يو ساعت بې له ضرورت نه د اعتکاف له ځای څخه د باندې اووتلو نو اعتکاف يې ماتېږي ، او قضا يې پرې واجب ده   . ( در مختار )

دوهم ـ که څوک په اعتکاف کې مريض شو او اووتلو نو هم اعتکاف يې ماتېږي .

درېم : که يې له خپلې ښځې سره د شپې يا ورځې کوروالی وکړو نو هم يې اعتکاف ماتېږي   .

څلورم : د اعتکاف په حالت کې له خپلې ښځې څخه هر قسم ګټه اخستل حرام دي . او که پدې حالت کې يې انزال وشو نو اعتکاف يې ماتېږی . ( در مختار )

وبطل بوطء في فرج ) أنزل أم لا ( ولو ) كان وطؤه خارج المسجد( ليلا ) أو نهارا عامدا ( أو ناسيا ) في الأصح لأن حالته مذكرة ( و ) بطل ( بإنزال بقبلة أو لمس ) أو تفخيذ ولو لم ينزل لم يبطل وإن حرم الكل لعدم الحرج ولا يبطل بإنزال بفكر أو نظر ولا بسكر ليلا ولا بأكل ناسيا لبقاء الصوم ( الدر المختار )

پنځم  – که په ښځه باندې حيض راشي نو هم اعتکاف يې ماتېږی .                 ( رد محتار )

شپږم  – که څوک د کوم محتاج مرستې ته ورشي ، يا په اوبو کې د غرقېدونکي مرستې يا د مريض پوښتنې   ته ور شي ، نو هم اعتکاف يې ماتېږي ، خو ګناهګار به نه وي ، ځکه چې يو ښه کار ته وتلی دی .

خو که د ده اعتکاف د روژې نه ، بلکه د نذر اعتکاف وي ، او د نذر په وخت کې يې دا شرط ايښی وي چې : د مريض پوښتنې او د علم زدکړې ته به اوځم نو دا شرط يې سم دی ، بيا داسې کولی شي . ( در مختار )

اووم -د اعتکاف په ورځو کې د مريض پوښتنې او جنازې ته هم نشي تللی ، که د دې لپاره اووتلو نو اعتکاف يې ماتېږي . ( محموديه ) یفسد لو لعيادة مريض أو شهود جنازة ، و إن تعين عليه , إلا أنه لا يأثم كما في المرض . ( شامي : ۲ / ۱۳۳ , رشيديه )

اتم – له کلي نه ښار ته د جُمُعې د لمانځه لپاره نشي تللی ، ځکه چې د کليو په خلکو باندې جُمُعه فرض ندی ، که لاړلو نو اعتکاف يې ماتېږي . ( محموديه )

په اعتکاف کې جائز کارونه :

د اعتکاف کوونکي لپاره خوراک څښاک ، خوب ، او د ځان يا کور او ماشومانو لپاره اخستل جائز دي ، خو که د تجارت لپاره اخستل کوي نو مکروه دي ( در مختار ) ځکه چې ځان يې پدې ورځو کې خدای ته خاص کړی دی ، نو مناسبه نده چې په دنياوي شیانو کې اخته شي .         ( رد محتار )

خو کوم شی چې اخلي يا يې خرڅوي مسجد ته د هغې راوړل حرام دي .( در مختار ) ( و کره ، أي : تحريماإحضار مبيع فيه . ( الدر المختار )

په اعتکاف کې مُباح کارونه : دا يو څو کارونه مباح دي يعنې اعتکاف کوونکی يې د ضرورت په وخت کې کولی شي او بې له ضرورت څخه نه .که د يو شرعي عذر د جمُعې د لمانځه يا د کوم انساني ضرورت له امله   بهر ته اووځي او د مريض پوښتنه وکړي ، يا د جنازې لمونځ وکړي نو اعتکاف يې نه ماتېږي ، يعنې كه د اعتکاف له ځای نه د کوم ضرورت لپاره اووځي بیا نو بهر   وخت تېرول هغه مهال تاوان   رسوي چې په مسجد يا د مريض په پوښتنه کې نه وي ، او که داسې وي نو تاوان نه رسوي . ( رد المحتار ) قوله ( لأنه محل له ) أي مسجد الجمعة محل للاعتكاف ، وفيه إشارة إل الفرق بين هذا وبين ما لو خرج لبول أو غائط ودخل منزله ومكث فيه حيث يفسد كما مر . وفي البدائع : وما روي عنه من الرخصة في عيادة المريض وصلاة الجنازة : فقد قال أبو يوسف : ذلك محمول على اعتكاف التطوع ، ويجوز حمل الرخصة على ما لو خرج لوجه مباح كحاجة الإنسان أو الجمعة وعاد مريضا أو صلى على جنازة من غير أن يخرج لذلك قصدا وذلك جائز اه .

وبه علم أنه بعد الخروج لوجه مباح إنما يضر المكث لو في غير مسجد لغير عيادة .    ( رد المحتار: ۲/ ۴۴۶ )

د جنابت د غسل لپاره وتلی شي ، خو که د ګرمۍ ختمولو لپاره غسل کوي نو مناسبه خبره داده چې د دې لپاره را ونه اوځي ، بلکه چې کله د ضرورت پوره کولو لپاره بهر ته اووځي نو د استنجا په وخت کې دې غسل هم وکړي . ( محموديه )

که د کومې ستونزې له امله ، له مسجد نه بل مسجد ته لاړو ، او پاتې اعتکاف يې هلته پوره کړو نو جائز دی ، لکه په مسجد کې شخړه پېښه شي ، يا مسجد وران شي . ( محموديه )

که د چا عادت وي چې له خپل کور نه پرته په بل ځای کې اودس او استنجا نشي کولی نو که د اودس لپاره کور ته ځي ، روا ده . (محموديه )

د ښځو د اعتکاف يو څو مسئلې : ښځه به د خپل کور په مسجد کې اعتکاف کوي ، ( در مختار ) د کور مسجد هغه ځای ته وايي چې د لمانځه او عبادت لپاره ځانګړی شوی وي . ( رد محتار )

خو که په کور کې يې مسجد نه وي او د اعتکاف شروع کولو په وخت کې يوه کوټه د لمانځه او عبادت لپاره وټاکي نو سمه ده . ( رد محتار ) و ينبغي أنه لو أعدته للصلاة عند إرادة الاعتكاف أن يصح . ( رد المحتار )

خو چې په کومه کوټه کې يې اعتکاف وکړلو نو بيا به له ضرورت نه پرته له هغې کوټې څخه نه اوځي . ( در مختار ) و لا تخرج من بيتها إذا اعتكفت فيه . ( الدر المختار ) يعنې همدا کوټه د دې لپاره داسې شوه لکه د نارينه لپاره مسجد ، لکه سړی چې بې له شرعي ضرورت څخه له مسجد نه نشي وتلی ، ښځه هم همداسې له خپلې کوټې څخه نشي وتلی .

د ښځو د اعتکاف لپاره شرط دادی چې له حيض او نفاس څخه به پاکې وي . ( در مختار )

ښځې چې اعتکاف ته د کښېناستلو اراده وکړي نو له مخکې نه دې حساب وکړي ، که د اعتکاف په شپو کې مرض نه پرې راځي بيا خو سمه خبره ده – د اعتکاف لپاره دې کښينې ، او که مرض پرې راځي بيا دې نه کښينې ، ځکه چې په مرض سره يې روژه او اعتکاف دواړه ماتېږي ، او دا مسئله ده چې د چا اعتکاف مات شي نارينه وي او که زنانه نو بيا به د ا اعتکاف له لس ورځو روژو سره را ګرځوي .

مسئله : ښځه بايد د اعتکاف لپاره له خپل خاوند څخه اجازه واخلي ، چې خاوند يې اجازه ورته وکړي ، بيا دې اعتکاف ته کښيني ، خو له اجازې نه وروسته بيا خاوند ته جائز نده چې کوروالی ورسره وکړي , او چې يو وار يې اجازه ورته وکړه بيا يې منع کولی نشي . ( رد محتار ) او که د اعتکاف په شپو ورځو کې يې کوروالی ورسره وکړو نو د ښځې اعتکاف مات شو . قال في السراج : و لا ينبغي لها الاعتكاف بلا إذنه , و ليس لزوجها أن يطأها إذا أذن لها لأنه مَلَّكها منافعَها , فإن منعا بعد الإذن لا يصح منعه . ( رد المحتار )

اسانه اعتکاف : علامه شعراني په کشف الغُمة کې دا روايت نقل کړی دی چې : څوک د ماښام له لمانځه څخه وروسته د ماسخوتن تر لمانځه پورې اعتکاف وکړي نو الله جل جلاله به د ده لپاره په جنت کې يو کور جوړ کړي . ( فضائل رمضان للشيخ زکريا رحمه الله )

او امام محمد رحمه الله فرمايي چې : په شپه يا ورځ کې يو ساعت نفلي اعتکاف هم کېږي . ( در مختار ) داسې چې مسجد ته ننووځي د اعتکاف نيت وکړي ، يا په خپل کور کې د عبادت په ځای کې کښيني او د اعتکاف نيت وکړي ، نو رب به د اعتکاف ثواب ورکړي .

يو ساعت : د امام محمد رحمه الله پدې قول کې د يو ساعت اعتکاف جواز او ثواب معلوم شو ، لدې يو ساعت څخه دغه اوسنی د ۲۴ ساعتونو يو ساعت مراد دی او که څه ؟        پدې هکله علامه رافعي رحمة الله عليه د علامه سندي قول نقل کړی   چې :   په شريعت کې د همدې ۲۴ ساعتونو د اندازې تأييد شته . في السندي : و قد ورد ما يؤيد ما ذهب إليه أهل الميقات من تقدير الأربع و العشرين من الساعات في الليل و النهار , و ذلك فيما أخرجه أبوداؤد و النسائي :عن جابر بن عبد الله : عن رسول الله صلى الله عليه و سلم أنه قال : يوم الجمعة اثنتا عشرة ساعة و لا يوجد عبد مسلم يسأل الله شيئا إلا أتاه الله فالتمسوها آخر الساعة بعد العصر . ( تقريرات الرافعي في آخر المجلد الثاني من رد المحتار , ( لفظ هذا الحديث للحاكم في المستدرك , و قال : هذا حديث صحيح على شرط مسلم , وقال الذهبي : على شرط مسلم )

د اعتکاف قضا : که د چا اعتکاف مات شي ، يا د کوم عذر له امله پاتې شي نو احتياط پدې کې ده چې بيا به يې قضا را ګرځوي ، او لس ورځې اعتکاف به کوي ، او پدې اعتکاف کې به د ورځې روژې هم   نيسي . ( فتاوی محموديه : ۱۰ / ۲۵۵ , إدارة الفاروق )

د اعتکاف په هکله زمونږ د ځوانانو غفلت : د اعتکاف دومره ستر ثواب دی ، د وه حجونه او دوه عمرې ، خو بيا هم زمونږ ځوانان لدې ثواب څخه ډېر لرې وي ، او په ځينو سيمو کې خو خلک دا فکر کوي چې اعتکاف يواځې د بوډاګانو عمل دی ، چې د افسوس خبره ده .

بايد ځوانان د روژې دا لس ورځې غنيمت وګڼي ، او اعتکاف ته کښيني ، چې د تربيت مطالعې تلاوت او نورو تربيوي اعمالو لپاره يو موزون عمل دی .

د اعتکاف په هکله د محترمو امامانو دنده : زمونږ محترم امامان بايد ځوانان دې ستر عمل ته وهڅوي ، او د دې شپو او ورځو ثوابونو ته يې تشويق کړي ، بيا چې کوم ځوانان اعتکاف ته کښيني ، د هغوی لپاره دې ورځني درسونه وټاکي ، او پدې لسو ورځو کې دې وخت په وخت ضروري مسائل ، فضائل او اعمال ور زده کړي ، کيدای شي الله جل جلاله پدې ځوانانو د اعتکاف او نورو تربيوي درسونو له امله روحي اوښتون راولي  .

لیکوال : مفتي محمد شریف راشد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب