د اصحابو په هكله پوښتني او ځوابونه

د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د اصحابو کرامو په باره کی ځینی پوښتنې او دهغوی ځوابونه:
۱.هغه صحابی څوک وه چی په یمامه جنګ کی بیرغ ورسره وه؟
حضرت زید بن خطاب رضی الله تعالی عنه

۲. حضرت ابوطلحه رضی الله تعالی عنه د حنین په ورځ څو نفره مشرکان ووژل؟
شل نفره
۳. حضرت سعد بن ربیع رضی الله تعالی عنه په څومره غزاګانو کی شرکت کړی؟
بدر،احد، عقبه
۴.په حضرت سعد بن معاذ رضی الله تعالی عنه او حضرت اسید بن حضیر رضی الله تعالی عنه کی کوم یوه لومړی اسلام راوړ؟
حضرت اسید بن حضیر رضی الله تعالی عنه له حضرت سعد بن معاذ رضی الله تعالی عنه څخه یو ساعت مخکی ایمان راوړ.
۵.د حضرت معاذ بن جبل رضی الله تعالی عنه عمر څو کاله وو؟
دری دیرش کاله
۶.د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروستنی وصیت حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه ته څه وو؟
د حضرت اسامه بن زید رضی الله تعالی عنه لښکر تاسو ولیږی.
۷.حضرت ابودحداح رضی الله تعالی عنه په کومه غزا کی شهید شو؟
احد
۸.د موته د غزا په ورځ د حضرت خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه په لاس کی څو دانی توری ماتی شوی؟
نهه توری
۹.په حضرت زبیر رضی الله تعالی عنه باندی رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم نوم ایښی وو؟
حواری رسول الله صلی الله علیه وسلم
۱۰.هغه کوم صحابی وو چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د کم عمری له وجی جهاد ته پری نښود؟
حضرت عمیر بن ابی وقاص رضی الله تعالی عنه
۱۱. حضرت سعید بن زید رضی الله تعالی عنه ولی د بدر په غزا کی حاضر نشو؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه سریه کی د قریشو د حال معلومولو لپاره لیږلی وو.
۱۲.رسول الله صلی الله علیه وسلم دا جمله د کوم صحابی په باره کی ویلی‌‌‌‌‌ (خالص له زړه څخه له الله جل جلاله سره مینه لری)؟
حضرت سالم مولی د ابی حذیفه رضی الله تعالی عنه
۱۳.سیف الله د کوم صحابی لقب وو؟
حضرت خالد بن ولید رضی الله تعالی عنه
۱۴.هغه صحابی څوک دی چی له خپل پلار څخه یی وړاندی ایمان راوړی؟
حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله تعالی عنه
۱۵.هغه کوم صحابی وو چی د احد په ورځ یی د توری د حق د ادا کولو په خاطر له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه توره واخیستله؟
حضرت ابودجانه سماک بن خرشه رضی الله تعالی عنه
۱۶.هغه کوم صحابی وو چی رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه څخه خبر ورکړ چی پس له مرګ څخه یی داسی وویل (یا ربه! زه دا ارزو لرم چی زما روح په بدن کی بیرته واچوی تر څو دنیا ته لاړ شم او بیا ستا لاره کی مړ شم)؟
حضرت عبدالله عمرو بن حرام رضی الله تعالی عنه
۱۷.د انصارو له ډلی څخه په اسلام کی لمړنی شهید څوک دی؟
حضرت عمیر بن الحمام رضی الله تعالی عنه
۱۸.دا د کوم صحابی وینا دی (قسم په الله جل جلاله چی اسلام به پری نږدم د هیڅ شی لپاره په دی باندی به ژوند کوم او په دی باندی به مړ کیږم)؟
حضرت خالد بن سعید رضی الله تعالی عنه
۱۹.دوهم نفر چی مدینی منوری ته یی هجرت وکړ څوک وو؟
حضرت عامر بن ربیعه رضی الله تعالی عنه
۲۰.سلافه بنت سعد څه شی نظر ومانه چی کله حضرت عاصم بن ثابت رضی الله تعالی عنه د دی زوی قتل کړو؟
دا یی نظر ومانه چی د هغه د سر په کاسه کی به شراب څښم
۲۱.د حضرت خبیب بن عدی رضی الله تعالی عنه سره مشرکانو بل کوم صحابی دستګیر کړ او بیا یی مکی ته بوتلل؟
حضرت زید بن دثنه رضی الله تعالی عنه
۲۲. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا د کوم صحابی په باره کی ویلی‌‌‌‌‌ (ان من عبادالله من لو اقسم علی الله لابره)؟
حضرت انس بن نضر رضی الله تعالی عنه
۲۳. حضرت برا‌‌ء بن مالک رضی الله تعالی عنه مبارزتاً (تن به تن جګړه کی) څومره مشرکین وژلی؟
سل نفره
۲۴.د دی خبری ویونکی کوم صحابی دی (یو ساعت فکر کول بهتر دی له تهجد څخه)؟
حضرت ابو درداء رضی الله تعالی عنه
۲۵.هغه کوم صحابی دی چی کله مسلمان شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل (ښه راغلاست دی وی سپور مهاجر ته)؟
حضرت عکرمه بن ابی جهل رضی الله تعالی عنه
۲۶.د کوم صحابی د حسن له وجی حضرت عمر رضی الله تعالی عنه دا خبره کړی (هغه یوسف د دی امت دی)؟
حضرت جریر بن عبدالله رضی الله تعالی عنه
۲۷.د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اهل څخه څوک له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په څهره کی ډیر مشابه وو؟
حضرت حسن رضی الله تعالی عنه د حضرت علی رضی الله تعالی عنه زوی
۲۸.رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت حسن رضی الله تعالی عنه او حضرت حسین رضی الله تعالی عنه ته څه لقب ورکړی وو؟
سیدا شباب اهل الجنة
۲۹.په مدینه منوره کی چی د مهاجرینو لومړنی ماشوم وزیږید څه نومیده؟
حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله تعالی عنه
۳۰. دغه ایات شریف ( ومن یتولی الله ورسوله فان حزب الله هم الغالبون) د کوم صحابی په باره کی نازل شوی؟
حضرت عباده بن صامت رضی الله تعالی عنه
۳۱.عمیر بن وهب له اسلام راوړلو څخه وړاندی له چا سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وژلو اتفاق کړی وو؟
صفوان بن امیه
۳۲.رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره کوم صحابی ته کړی (ګټه وکړه ابویحیی په بیعه کی ګټه وکړه ابویحیی په بیعه کی)؟
حضرت صهیب بن سنان الرومی رضی الله تعالی عنه
۳۳.هغه کوم صحابی دی چی ملائکو دفن کړی؟
حضرت عامر بن فهیره رضی الله تعالی عنه
۳۴.لومړنی کس چی مدینی منوری ته یی هجرت وکړ څوک وو؟
حضرت ابو سلمه رضی الله تعالی عنه
۳۵.هغه څوک وو چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یی د اسلام په ابتدأ کی په خپل کور کی فناه ورکوله؟
حضرت الارقم بن ابی الارقم رضی الله تعالی عنه

۳۶-طیب المطیب د کوم صحابی لقب دی؟
د حضرت عمار بن یاسر رضی الله تعالی عنه.

۳۷-د احد په ورځ چی کله حضرت عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه خپل ورور حضرت زید بن الخطاب رضی الله تعالی عنه ته وویل :واخله زما زغره واغونده . نو هغه څه ورته وویل؟
لکه څنګه چی ته شهادت غواړی ، زه هم شهادت غواړم.
۳۸-هغه کوم صحابی وو چی د جاهلیت په وخت کی یی په ځان شراب حرام کړی وو؟
حضرت عثمان بن مظعون رضی الله تعالی عنه.
۳۹-د کوم صحابی په وفات سره عرش الرحمن ولړزید؟
حضرت سعد بن معاذ رضی الله تعالی عنه.
۴۰-هغه کوم صحابی وو چی رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: الله جل جلاله راته امر کړی چی تا ته ( لم یکن الذین کفرو…….) قرائت کړم؟
حضرت ابی بن کعب رضی الله تعالی عنه.
۴۱- حضرت سعید بن زید رضی الله تعالی عنه په کوم ځای کی وفات شوی؟
په عقیق نومی ځای کی.
۴۲-رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کی لومړنی بیرغ چاته وتاړه؟
حضرت حمزه بن عبد المطلب رضی الله تعالی عنه ته.
۴۳- حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله تعالی عنه له مسلمانیدو څخه وړاندی څه کسب کاوه؟
د عقبه بن ابی معیط میږی یی څرولی.
۴۴-مصر د کوم صحابی په لاس فتحه شوی؟
دحضرت عمرو بن العاص رضی الله تعالی عنه.
۴۵-د اسلام په لار کی د لومړی ځل لپاره چا توره ویستلی ده؟
حضرت زبیر بن العوام رضی الله تعالی عنه.
۴۶- د اسلام په لار کی د لومړی ځل لپاره چا غشی ویستلی ده؟
حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله تعالی عنه.
۴۷-له حضرت حمزه رضی الله تعالی عنه سره یو ځای بل کوم صحابی دفن شوی دی؟
حضرت عبدالله بن جحش رضی الله تعالی عنه.
۴۸- حضرت خباب بن الارت رضی الله تعالی عنه څه کسب کاوه؟
توری به یی جوړولی.
۴۹-هغه کوم صحابی دی چی دوه ځلی یی حضرت جبرئیل علیه سلام لیدلی؟
حضرت حارثه بن نعمان رضی الله تعالی عنه.
۵۰-رسول الله صلی الله علیه وسلم له حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله تعالی عنه سره کوم صحابی ورور کړ؟
حضرت سعد بن ربیع رضی الله تعالی عنه.
۵۱-کوم صحابی له خپل پلار سره د بدر دغزا لپاره قرعه کشی وکړه؟
حضرت سعد بن خثمة بن الحارث رضی الله تعالی عنه.
۵۲- حضرت ابوجندل رضی الله تعالی عنه د حدیبی د تړون په ورځ په کوم شکل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم څه ورسره وکړل؟
په زنځیرونو کی تړلی ورغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرته خپل پلار ته وسپاره.
۵۳- حضرت سهیل بن عمرو رضی الله تعالی عنه څه وخت اسلام راوړ؟
د مکی د فتحی په ورځ.
۵۴- حضرت جعفر بن ابی طالب رضی الله تعالی عنه ته ولی د طیار لقب ورکړل شوی؟
ځکه الله جل جلاله هغه ته دوه وزرونه ورکړی چی په جنت کی ورباندی الوزی.
۵۵- حضرت حمزه رضی الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپلوی څه رشته لرله؟
تره او رضاعی ورور یی وو.
۵۶-ابوالمساکین د کوم صحابی لقب دی؟
د حضرت جعفر بن ابی طالب رضی الله تعالی عنه.
۵۷-د احد په ورځ د حضرت مصعب بن عمیر رضی الله تعالی عنه له شهادت څخه وروسته د مسلمانانو بیرغ چا واخیسته؟
حضرت علی بن ابی طالب رضی الله تعالی عنه.
۵۸-په جنةالبقیع کی لومړی څوک دفن شوی؟
حضرت عثمان بن مظعون رضی الله تعالی عنه.
۵۹- حضرت ابو سلمه رضی الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپلوی څه رشته لرله؟
رضاعی ورور او د عمه زوی یی وو.
۶۰- حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله تعالی عنه په څو کلنی کی وفات او کوم ځای کی دفن شو؟
په ۷۵ کلنی کی وفات او په جنةالبقیع کی دفن شو.
۶۱-د مهاجرینو له جملی څخه کوم صحابی تر ټولو وروسته وفات شو؟
حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله تعالی عنه.
۶۲-د حضرت مصعب بن عمیر رضی الله تعالی عنه کفن څه شی وو؟
په یوه شړی کی کفن ورکړ ل شو که سر به یی پری پټ کړ نو پښی به یی ښکاره شوی که پښی به یی پری پټی کړی نو سر به یی ښکاره شو.
۶۳- حضرت حبیب بن زید رضی الله تعالی عنه چا شهید کړ؟
مسیلمة الکذاب.
۶۴-مشرکینو حضرت عبدالله بن طارق رضی الله تعالی عنه په څه ډول شهید کړ؟
په تیږو یی وویشت او شهید یی کړ.
۶۵- حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله تعالی عنه په څو کلنی کی اسلام راوړ؟
په ۱۷ کلنی کی.
۶۶-رسول الله صلی الله علیه وسلم په جنت کی کوم صحابی لیدلی او قرأت یی ورڅخه اوریدلی دی؟
حضرت حارثه بن نعمان رضی الله تعالی عنه.
۶۷- حضرت زبیر بن العوام رضی الله تعالی عنه د چا له خوا او کله شهید کړای شو؟
د جرموز په وسیله د جمل په پیښه کی.
۶۸- حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله تعالی عنه په کوم کال کی زیږیدلی وو؟
د فیل له کال څخه لس کاله وروسته.
۶۹-لومړنی کس چی په امیرالمؤمنین بلل شوی څوک دی؟
حضرت عبدالله بن جحش رضی الله تعالی عنه.
۷۰- حضرت خباب بن الارت رضی الله تعالی عنه څووم نفر وو چی اسلام یی راوړ؟
شپږم نفر وو چی اسلام یی راوړ.
محمدنور حسینی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب