احکام او مسایلصحابه کرامو سیرت

د اصحابو مقام، عدالت، او ورته طعن ويل (قرضاوي)

دا هغه موضوع ده چې د الجزیرې تلویزیوني چینل پرې له محترم دوکتور یوسف القرضاوي سره په ژوندۍ بڼه بحث کړی دی، موږ هم د موضوع د اهمیت له مخې لوستونکو ته په پښتو ژباړلې، هیله ده چې د درنو لوستونکو د خوښي وړ وګرځي.

ژباړه:محمد شفيق صادق

په دې موضوع کې په لاندې ټکو بحث شوی دی:

1-    د صحابي معنی او مفهوم او د هغوی د مقام او فضیلت دلایل
2-    د صحابي د عدالت معنی، او په دې هکله د تاریخي اختلافاتو اغیزې
3-    د صحابه کرامو په حق کې د بدو ویلو او طعن حکم د اسلام له نظره

د صحابي معنی او مفهوم او د هغوی د مقام او فضیلت دلایل

عثمان عثمان:

محترم دوکتور صاحب په خیر راغلئ، تر هرڅه د مخه دا پوښتنه مطرح ده چې صحابي چاته وایي؟

دوکتور یوسف قرضاوي:

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله والصلاة والسلام علی سیدنا و امامنا و اسوتنا وحبیبنا رسول الله و علی آله و صحبه و من اتبع هداه وبعد:
له هر څه د مخه د ایران اسلامي جمهوريت له رهبر څخه ډیره مننه کوم چې په خپله صادره کړې فتوا سره یې د ام المؤ منین حضرت بي بي عایشې او نورو امهات المؤ منین رضي الله عنه په حق کې د بدو ویلو د تحریم اعلان وکړ، همدا ډول د ټولو هغو رمزونو او شعایرو په برخه کې چې اهل سنت ورته احترام لري، نو زه د سید علي خامنه ای څخه د دې فتوا په صادرولو مننه کوم، او امید لرم چې لدې فتوا حق به اداء شي او څوک چې سرغړونه ترې کوي هغوی مجازات کړل شي.
سره لدې چې د ایران د اسلامي انقلاب رهبر د ټولو صحابه کرامو په حق کې د بدو ویلو او طعن په خلاف فتوی صادره کړې، خو متآ سفانه چې بیا هم ځینې شیعه وروڼه وینو چې لدې فتوی څخه سرغړونه کوي او هغه څوک چې د بې بې عایشې (رضی الله عنها) په حق کې بد رد وایي هغوی د جزا وړ دي، ما د کویټ هیواد له چارواکو نه هم دا تمه درلوده چې دوی به د داسې ګنهګارانو په حق کې د تابعیت د لغوه کولو د حکم په ځای، هغوی چې د اسلامي امت په حق کې چې شیعیه ګان یې هم یوه برخه ده، یوه ډاګیزه محکمه دایره او دغه کسان پکې محاکمه کړي.

اوس به راشو دې ته چې صحابي چاته ویل کیږي؟
د مسلمانانو جمهور په دې متفق دي چې صحابي هغه څوک دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې د ایمان په حالت کې ژوندی لیدلی وي، څه یې ترې اوریدلي او یا روایت کړي وي، سره لدې چې دا کار په ژوند کې یو ځل هم شوی وي.
امام المارزي وایي: صحابه هغه کسان دي چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره یې ملګرتیا کړې وي، د هغه سره اوسیدلي وي،د هغه ملاتړ یې کړی وي او د هغه په لاره روان شوي وي او همدا کسان بریالي دي.
خو جمهور بیا په هغه رد کوي او وایې چې: د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره یې د ایمان په حالت کې لیدنه شوې وي، له هغه نه یې روایت کړی وي، که دا لیدنه په ټول ژوند کې یو ځل هم وي.
په دې تعریف سره هغه (لفظي) جګړه چې د اهل سنتو او اهل تشیع ترمنځ روانه ده کومه اغیزه نه لري. ځکه کوم صحابه چې د دوی په حق کې خبرې کیږي، هغوی هغه کسان ندي چې په حجة الوداع کې یې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لیدلی ؤ او یا دا ډول نور… بلکې کوم کسان چې تر بحث لاندې دي هغوی (السابقون الاولون) او هغه کسان دي چې د مهاجرینو او انصارو خطاب ورته کیږي او یا هم هغه لوی او مشهور صحابه دي چې په جهاد، دعوت، فتوحاتو او روایاتو کې لوړ او ځلانده مقام لري او همدا لویه ستونزه ده.

عثمان عثمان:

(یسري) ورور وایي: چې د صحابي د مقام ټاکل خپله د اختلافاتو زیږنده ده، ستاسې نظر په دې هکله څه دی؟

دوکتور یوسف قرضاوي:

نه داسې نده! دا صحیح هم نده! هیڅوک د حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت عایشې، حضرت طلحه، حضرت زبیر، حضرت عمرو ابن العاص، حضرت معاویه بن ابې سفیان… رضی الله عنهم، له صحبت څخه انکار نه کوي او نه خبره په دې موضوع را څرخي.

عثمان عثمان:

محترم دوکتور صاحب! تاسو وویل، هغه کسان چې یو ځل یې هم نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) لیدلی وي د صحابه کرامو په ډله کې شامل دي، خو ډیر داسي کسان شته چې ډیر وخت له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره اوسیدلي.

دوکتور یوسف قرضاوي:

زموږ ترمنځ اختلاف هم د همداسې کسانو په هکله دی چې له هغه (صلی الله علیه وسلم) سره یې ډیر ژوند کړی دی.

عثمان عثمان:

هو! دوکتور صاحب! پوښتنه دا ده چې صحبت یوازې شرف او فضیلت دی او که صحابه د دعوت په رسولو او د رسالت په تبلیغ کې بل رول هم لري؟

دوکتور یوسف قرضاوي:

دا شرف او فضیلت دی، خو دا په دې سره نه خلاصه کیږي، د صحابه کرامو له فضیلت څخه هیڅوک هم انکار نشي کولای، قرآن کریم خپله هم د دوی ستاینه او صفت بیانوي، الله تعالی فرمایي: (والسابقون الاولون من المهاجرین والانصار والذین اتبعوهم باحسان رضی الله عنهم و رضوا عنه و اعد لهم جنات تجري من تحتها الانهار خالدین فیها ابدآ ذلک الفوز العظیم) (التوبه ۱۰۰)
هغه مهاجرین او انصار چې له نورو مخکې یې د ایمان بلنې ته لبیک وویل او مخکې شول او هغوی چې د دوی پیروي یې په نیکۍ کې وکړه، الله تعالی د دوی څخه خوښ او راضي شو او دوی له الله تعالی څخه خوښ شول او دوی ته یې جنتونه تیار کړل چې لاندې ترې ویالي بهیږي، هلته به دوی تل تر تله پاتې وي، همدا لویه بریا ده.
تردې چې قرآن کریم هغه کسان هم ستایلي چې په احسان او نیکۍ سره ددوی پیروي کوي، نو خپله د دوی فضیلت به څومره وي؟ په دې فضیلت کې ټول مهاجرین او انصار شامل دي، همدا ډول هغه کسان ستایي چې په بیعة العقبة کې شامل ؤ، د بدر په غزا کې، کله چې د بدر د غزا یوه ګډونوال داسې عمل وکړ چې خیانت شمیرل کیده او حضرت عمر (رضی الله عنه) غوښتل چې سر یې پرېکړي، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) عمر (رضی الله عنه) ته وویل: (ای عمره! څه فکر کوې، الله تعالی به د بدر د ګډون والو په عملونو خبر ؤ او هغوی ته یې وویل څه مو چې زړه غواړي هغه وکړئ، ځکه تاسو ما بښلي یاست).
یعنې داسي کسان شته چې د دوی سوابق د دوی د عملونو شفاعت کوي، اګر که دوی په لویه خطا کې هم لویدلي وي، همدا شان د احد د غزا کسان، د بیعة الرضوان اهل، یعنی ټول هغه کسان چې په دې واقعو کې شامل ؤ.
د بیعة الرضوان د کسانو په حق کې دقرآن کریم آیتونه نازل شوي او الله تعالی فرمایي: (لقد رضی الله عن المؤ منین اذ یبایعونک تحت الشجرة فعلم ما فی قلوبهم، فانزل السکینة علیهم و اثابهم فتحا قریبا) الفتح ۱۸ آیت.
ژباړه: په تحقیق سره الله تعالی د هغو مؤمنانو (صحابه کرامو) څخه هغه وخت راضي شو،کله چې هغوی تر هغې ونې لاندې له تاسره (دجهاد) بیعت وکړ، نو الله تعالی په هغه (اخلاص) پوه شو، کوم چې دوی په زړونو کې درلود، نو الله تعالی ورباندې سکینه (ډاډ) نازل کړ او په نیژدې فتحې یې ورته عوضونه ورکړل.
له همدې امله داسې راغلي چې د تر دې ونې لاندې بیعت کوونکي به اور ته داخل نشي.
همدا شان په سورت حشر کې فرمایې (للفقراء المهاجرین الذین اخرجوا من دیارهم و اموالهم، یبتغون فضلا من الله و رضوانا و ینصرون الله ورسوله اولئک هم الصادقون) (الحشر ۸ آیت)
ژباړه: د (فئ مالونه) د هغو کسانو لپاره دي کوم چې د خپلو کورونو او مالونو څخه په داسې حال کې ایستل شوي چې دوی د الله تعالی نه لوی فضل او ستره رضا مندي غوښتله او هم په داسې حال کې چې دوی د الله ( جل جلاله) سره او دده د پیغمبر سره نصرت کاوه، دغه کسان ریښتیني دي.
په بل ځای کې بیا الله تعالی فرمایي (والذین جاؤوا من بعدهم یقولون ربنا اغفرلنا و لاخواننا الذین سبقونا باالایمان…) (الحشر ۱۰).
ژباړه: همدا شان د هغو کسانو لپاره چې له اولنیو مهاجرینو او انصارو وروسته دنیا ته راغلي، دوی وایي، اې زمونږ ربه! موږ ته بښنه وکړې او هغو کسانو ته هم چې له موږ څخه په ایمان راوړلو کې مخکې ؤ او زموږ په زړونو کې د هغوی لپاره کینه مه ګرځوه، کومو چې ایمان راوړی دی.
نو آیا لدې آیاتونو سره سره بیا هم په هغوی پسې بد ووایو؟ الله تعالی له مونږ نه غواړي، چې د هغو کسانو په حق کې چې په ایمان راوړلو کې له مونږ نه مخکې دي، له الله تعالی مغفرت او بښنه وغواړو، خو دوی بد پسې وایي! نو څوک چې قرآن کریم لولي او قرآن کریم د ټولو صحابه کرامو په حق کې فرمایي (… لایستوی منکم من انفق من قبل الفتح وقاتل اولئک اعظم درجة من الذین انفقو من بعد و قاتلوا وکلا وعد الله الحسنی…) الحدید ۱۰ آیت.
نو آیا لدې آیاتونو سره سره بیا هم په هغوی پسې بد ووایو؟ الله تعالی له مونږ نه غواړي، چې د هغو کسانو په حق کې چې په ایمان راوړلو کې له مونږ نه مخکې دي، له الله تعالی مغفرت او بښنه وغواړو، خو دوی بد پسې وایي! نو څوک چې قرآن کریم لولي او قرآن کریم د ټولو صحابه کرامو په حق کې فرمایي (… لایستوی منکم من انفق من قبل الفتح وقاتل اولئک اعظم درجة من الذین انفقو من بعد و قاتلوا وکلا وعد الله الحسنی…) الحدید ۱۰ آیت.
نو څوک چې له فتحې مخکې ؤ او یا وروسته د ټولو سره الله تعالی د نیکئ وعده کړې ده،نو قرآن کریم شاهدي وایي چې صحابه کرامو د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په وړاندې څومره لوړ او عالي مقام درلود.

عثمان عثمان:

محترم دوکتور صاحب! ځینو لیکلي او ځینې وایي چې صحابه کرام په تاریخ کې یو خاص او ځانګړی نسل ؤ چې د دوی په شان نسل بیا نه تکرار شوی او نه به تکرار شي، دوی دا ځانکړتیا له کومه پیدا کړې او په رښتیا هم بیا به داسې نسل رانشي؟.
قرضاوي:

دا د صحابه کرامو نسل ؤ، دا ډیره ګرانه ده چې د دوی په شان نسل دې بیا تکرار شي، ځکه دا هم ډیره ګرانه ده چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) غوندې مربي دې بیا پیدا شي، څوک به بیا د قرآن د نزول شاهد وي؟ قرآن به نازلیږي، جبرائیل امین به سبا او بیګا راځي، د الله تعالی آیتونه به نازلوي؟ له همدې امله د صحابه کرامو په حق کې ویل شوي دي چې دوی د قرآن کریم د نزول شاهدان ؤ، د نزول اسباب یې ورته معلوم ؤ، له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې احادیث روایت کړي او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په مدرسه کې روزل شوي ؤ، نو بل نسل به څه ډول ممکن وي، چې ددوی په شان راشي؟

دوه متضاد انځورونه

په همدې برخه کې استاذ ابو الحسن ندوي(رح) یوه ښکلې رساله لیکلې چې نوم یې (صورتان متناقضتان)، نوموړي په دې رساله کې د صحابه کرامو په حق کې دوه هغه متناقض نظرونه تصویر کړي، کوم چې اهل سنت او اهل تشیع یې لري. شیعه ګان په دې اند دي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د صحابه کرامو ښه روزنه نه وه کړې، که هغه ابوبکر وو او که عمر، عثمان وو او یا نور صحابه کرام، چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته نیژدې وو، عشره مبشره چې دوی ته یې د جنت زیری هم ورکړی ؤ.‎، دوی صحابه د ناوړه کارونو په کړنو تورنوي او بدې خبرې پسې کوي.

صحابه د اسلامي امت ځلانده نمونې دي، دوی د ژوند په ټولو برخو کې قهرماني درلوده، دوی د جهاد اتلان ؤ، د اخلاقو اتلان، د دعوت اتلان، دوی خپل مال، ژوند او ټول هغه څه چې په واک کې یې درلودل، د الله ( جل جلاله) په رضا او لاره کې وقف کړي ؤ، نو د اهل سنتو په آند صحابه کرام د محمدي مدرسې شاګردان ؤ، دوی د رسالت په غیږ کې روزل شوي ؤ،
خو اهل سنت بیا بل ډول نظر لري: دوی وایي چې صحابه د اسلامي امت ځلانده نمونې دي، دوی د ژوند په ټولو برخو کې قهرماني درلوده، دوی د جهاد اتلان ؤ، د اخلاقو اتلان، د دعوت اتلان، دوی خپل مال، ژوند او ټول هغه څه چې په واک کې یې درلودل، د الله ( جل جلاله) په رضا او لاره کې وقف کړي ؤ، نو د اهل سنتو په آند صحابه کرام د محمدي مدرسې شاګردان ؤ، دوی د رسالت په غیږ کې روزل شوي ؤ، له همدې امله تاریخ په دې شاهد دی چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په شان اصحاب نورو پیغمبرانو او انبیاؤ نه درلودل، قرآن کریم مونږ ته د موسی (عليه السلام) د اصحابو حکایت کوي،کله چې موسی (عليه السلام) ورته وویل: (ادخلوا الارض المقدسة التي کتب الله لکم)
(یعنې اې زما قومه! هغې مقدسې خاورې ته ننوزئ چې الله تعالی درته ټاکلې ده) سره لدې چې موسی (عليه السلام) ورته وایي چې دا ننوتل الله تعالی تاسو ته ټاکلي دي، نو لازمه خو دا وه چې دوی د الله د حکم په اساس دا امر پرته له کومه دلیله منلی وای، خو دوی موسی (عليه السلام) ته وویل:(قالوا یا موسی ان فیها قوما جبارین وانا لن ندخلها حتی یخرجوا منها فان خرجوا منها فانا داخلون) (اې موسی! هلته یو ظالم او غالب قوم دی، موږ به هبڅ کله هم هلته داخل نشو،ترڅو دوی ترې ونه وزي، کله چې دوی ترې ووتل بیا به موږ ورننوزو.
او بیا ورته وایي: (قالوا یا موسی انا لن ندخلها ابداً ماداموا فیها فاذهب انت و ربک فقاتلا انا هاهنا قاعدون) (ژباړه:اې موسی! تر هغه چې هغوی هلته په دغه ښار کې پاته وي،موږ به هیڅ کله هم ورداخل نشو، نو ته او خپل رب مو ولاړ شئ، هلته جګړه وکړئ، موږ همدلته ناست یو) ته او خدای مو ولاړ شئ او جګړه وکړئ موږ به همدلته درته کښینو! لکه چې الله ( جل جلاله) ددوی نه بلکې یوازې د موسی(عليه السلام) رب وي! ته دې وینا ته وګوره او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د اصحابو وینا ته وګوره! چې کله د بدر په غزا کې اصحابو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته وویل: موږ تاته داسې نه وایو لکه موسی (عليه السلام) ته چې بني اسرائیلو وویل: ته او رب مو ولاړ شئ، هلته جګړه وکړئ، موږ به همدلته کښینو، بلکې موږ تاته وایو، ته او رب مو ولاړشئ جګړه وکړئ، موږ هم د تاسې ترڅنګ د دښمن په خلاف جګړه کوو.
یو بل کس بیا ورته وایي:قسم په الله ( جل جلاله) که بحر ته ننوتل لازم وي او ته ننوزي نو موږ به هم ټول بحر ته درسره ننوزو او یو به هم پاته نشو!
موسی (عليه السلام) له ناچارۍ نه د شکایت په ډول خطاب کوي او فرمایي:) قال رب انی لا املک الا نفسي و اخی فافرق بیننا و بین القوم الفاسقین)
ژباړه: (موسی وویل: اې پروردګاره! زه له خپل ځان او ورور څخه پرته د بل چا د اختیار مالک نه یم نو زموږ او د فاسق قوم تر منځ بیلتون راوله!.
دا دهغه (عليه السلام) اصحاب ؤ. نو قرآن کریم د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د اصحابو صفت کړی دی او اهل سنت یې هم صفت کوي، په یوه حدیث کې چې راځي: (تر ټولو بهترین قرن (پیړۍ) زما قرن دی، بیا چې په هغې پسې راځي، وروسته چې په هغو پسې راځي…) تاریخ هم د دوی ستاینه کوي، تاریخ د دوی په شان څوک ندي لیدلي چې سیرت یې دومره زیات لوستونکي ولري، تر ټولو مشهور کتابونه چې په دې اړه لیکل شوي (الاستعاب فی معرفة الاصحاب)، (اسد الغابة فی تاریخ الصحابة)، (الاصابة فی تاریخ الصحابة) او هغه چې اوس لیکل شوي لکه (حیاة الصحابة) او داسې نور کتابونه چې د دوی په ژوند لیکل شوي، د دوی د نبوغ په مسایلو، د عمر رضي الله عنه نبوغ، د خالد رضي الله عنه نبوغ، د علي رضي الله عنه نبوغ، د عایشې رضي الله عنه نبوغ، د عثمان ذي النورین رضي الله عنه په نبوغ غږیږي، یعنې دوی ټول د اخلاقو او ایماندارۍ د لوړې څوکې قهرمانان ؤ.

عثمان عثمان:

محترم دوکتور صاحب! لدې ټولو سره سره بیا هم ځینې کسان د ځینو صحابه کرامو دځینو ښوییدنو خبرې کوي او دا چې په هغوی حد جاري شوی، ځینې ددوی دداسې اعمالو مرتکب شوي چې د شریعت سره مخالف ؤ، نو تاسو څه ډول دا فضیلت ټولو ته ثابتوئ؟

دوکتوریوسف قرضاوي:

صحابه کرام په مجموع کې یو نایابه نسل ؤ،
استاذ سید قطب په خپل کتاب (معالم فی الطریق) کې په دې هکله یو فصل لري هغه دوی ته (جیل قرآنی فرید) وایي، یعنې دا چې صحابه یو ځانګړی نسل ؤ، دوی به قرآن د تلاوت، تسلي او ګټې لپاره نه زده کاوه بلکې دوی به لدې لپاره زده کاوه چې عمل پرې وکړي، څوک چې د صحابه کرامو سیرت لولي، نو 0100٪ به په دې یقین پیدا کړي چې دا یو ځانګړی نسل ؤ چې نړۍ تردې دمخه نه ؤ لیدلی، تاریخ نه ؤ لیدلی، د دوی په زرګونو واقعې تاریخ لیکلې دي، یوه نه، دوه نه، په زرګونو، نادره پیښې، دسرښندنې پیښې، د فداکارۍ تاریخونه، د ایمان تاریخ، د تقوی تاریخ، په دې ټولو باندې تاریخ ګواهي ورکوي، دا فداکاري لدې مانع نه کیږي چې په کوم چا دې حد نه جاري کیږي، په ډيرو هغو چې حد جاري شوی، په خپله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ورغلي، هغه ته یې ویلي دي چې پر ما حد جاري کړه لکه ماعز بن مالک رضي الله عنه ، لکه غامدیه ښځه رضي الله عنه ، دا ښځه راغله اوله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه یې پر هغې د حد جاري کولو غوښتنه وکړه هغه صحابه کرام په دې پیژندل شوي چې علماؤ دوی ته عدالت ثابت کړی، خو عصمت یې ندی ورته ثابت کړی،لکه شیعه ګانو چې خپلو امامانو ته دعصمت ثبوت کړی دی، نو اصحاب کرام معصوم ندي، دا ممکنه ده چې له دوی څه خطا پیښه شي، خو ډیر ژر یې ترې توبه کړې او توبه خو انسان له ګناه نه داسې وینځي لکه اوبه چې چټلي وینځي…نو ځینو صحابه کرامو ځینې خطاګانې کړې، خو توبه یې ترې ویستلې او الله تعالی یې هم توبه قبوله کړې ده.(صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: اوس لاړه شه! ته حامله یې، کله چې ستا ماشوم وزیږید، نو بیا راشه ځکه چې موږ اوس هم پر تا حد جاري کولای شو مګر په ګیډه کې ماشوم کومه ګناه نه لري، هغه ولاړه، ماشوم یې له میاشتو وروسته پیدا شو، خو بیا یې هم ضمیر مړ نشو او راغله او دحد جاري کولو غوښتنه یې وکړه؛ بیا یې واستوله تر څو هغه ماشوم ته شیدې ورکړي، هغه ولاړه، یوکال یا څه موده تللې وه او بیا وروسته چې کله حد پرې جاري شو، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې په حق کې وویل: دې ښځې داسې توبه وکړه چې که توبه یې په اویا کورونو یا د مدینې په خلکو وویشل شي، ټولو ته به ورسیږي نو دا ممکنه ده چې انسان په خطا کې ولویږي، ځکه دا انسان دی، صحابه کرام په دې پیژندل شوي چې علماؤ دوی ته عدالت ثابت کړی، خو عصمت یې ندی ورته ثابت کړی،لکه شیعه ګانو چې خپلو امامانو ته دعصمت ثبوت کړی دی، نو اصحاب کرام معصوم ندي، دا ممکنه ده چې له دوی څه خطا پیښه شي، خو ډیر ژر یې ترې توبه کړې او توبه خو انسان له ګناه نه داسې وینځي لکه اوبه چې چټلي وینځي…نو ځینو صحابه کرامو ځینې خطاګانې کړې، خو توبه یې ترې ویستلې او الله تعالی یې هم توبه قبوله کړې ده.
د صحابي د عدالت معنی او په دې اړه د تاریخي اختلافاتو اغیزې

عثمان عثمان:

اهل سنت او جماعت دا عقیده لري چې اصحاب کرام ټول عدول دي، لدې عدالت معنی څه ده؟.
دوکتور یوسف قرضاوي:

د عدالت معنی داده چې دوی هیڅ کله هم په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پسې دروغ ندي تړلي، د هر روايت کوونکي د عدالت پوښتنه باید وشي، ځکه که شاهد عادل نه وي امکان لري چې په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پسې دروغ ووایي، یا د هغه په حدیث کې زیات والی راولي او یا تحریف پکې وکړي، خو صحابي دا کار نه کوي، له همدې امله د صحابي د عدالت پوښتنه نه کوو، دا د مطلوب عدالت معنی ده، لدې معنی دا نده چې هغه به نه سهوه کیږي، دا ممکنه ده چې حافظه یې قوي نه وي او د حدیث په روایت کې سهوه شي، ځکه خو د صحابه کرامو په منځ کې ځینو کسانو په حفظ شهرت موندلی ؤ له دوی څخه ځینو له زرو نه زیات احادیث روایت کړي ؤ، چې په دوی کې اووه تنه تر نورو ډیر مشهور ؤ، لکه ابو هریره، عایشه، ابن عباس، ابن عمر، جابر، ابوسعید خدری، انس بن مالک، یعنې دا اووه تنه مشهور دي چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه یې ډیر احادیث روایت کړي، نو د صحابي د عدالت لټول نه کوو، کله چې موږ ته حدیث روایت کوي، خو د نورو راویانو د عدالت لټون کوو، نو هر راوي به دوه صفته لري چې یو عدالت او بل ضبط دی.

عثمان عثمان:

سمیر ورور له فلسطین څخه وایي: د اهل سنت او جماعت اومحدثینو په نظر صحابه کرام ټول ثقه او عدول دي، دا څه ډول کیدای شي؟ په داسې حال کې چې ځینې د رسول الله (صلی علیه وسلم) له وفات نه وروسته مرتد شول؟.

دوکتور یوسف قرضاوي:

دا هغه مهال ؤ چې ددوی اسلام راوړل یقیني نه ؤ، نو دوی مرتد شول او وګرځیدل، خو (کله چې ددوی اسلام ټینګ شو) بیا الحمد لله بیرته راوګرځیدل، هغه کسان چې په ارتداد کې مړه شول صحابه نه ګڼل کیږي او هغه چې اسلام ته راوګرځیدل، نو د هغوی څخه ځينو د قیصر او کسرا په وړاندې جګړو کې لویه فداکاري وکړه، د روم او فارس د لښکرو په وړاندې به دوی په لومړیو صفونو کې جنګیدل تر څو د خپلې ګناه کفاره او جبران وکړي، دوی دا ارتداد خپله لویه ګناه ګڼله نو دوی لدې ګناه کفاره په خپلو ځانونو د جګړو په ډګر کې د الله ( جل جلاله) د دښمنانو په وړاندې کوله.

عثمان عثمان:

محترم دوکتور صاحب! د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له وفات نه وروسته د تاریخي اختلافاتو لړۍ پیل شوه چې د سقیفه ټاکنه یې پیلامه وه، وروسته د حضرت عثمان رضي الله عنه شهادت او له هغه وروسته د جمل او صفین جګړې، دې پیښو په امت لویې اغیزې پریښودې، همدا پیښې د سني، شیعه او خوارجو د ظهور لامل شوې، تاسې دې اختلافاتو ته په کوم نظر ګورئ؟.

دوکتور یوسف قرضاوي:

د سقیفه ټاکنه لدې پیښو سره ګډول غلط کار دی، د سقیفه غونډه داسې جوړه شوه چې ځینو انصارو ته داتصور پیدا ؤ چې یو امیر به د مهاجرینو څخه وي او دوهم به له دوی څخه، خو ابوبکر رضي الله عنه دوی ته قناعت ورکړ چې عرب له قریشو پرته په بل چا نه راټولیږي، نو موږ به آمران ؤ او تاسې به وزیران، په دې لړ کې یو انصاري را پاڅید ټولو ته یې داسې وینا وکړه چې دا تصور یې له ذهنه ووت چې یو امیر به له تاسې نه وي او یو به له مونږ نه، بشیر بن سعد الانصاری رضي الله عنه وویل: اې دانصارو ډلې! تاسې لومړني کسان واست چې ځای مو ورکړ اوملا مو ور وتړله، خو داسې مه کېږئ چې ترټولو لومړی تغیر او تبدیل راولئ، دې خبرو انصار ریښتیني حالت ته وروګرځول، نو دا روا نده چې سقیفه هم دجمل او صفین دپېښو په لړ کې وشمېرل شي.
خود جمل اوصفین جګړې لویې او مشهورې فتنې وې، چې په فتنة الکبری سره نومول شوې دي،دې فتنو خپل کار وکړ، په دې فتنو کې غیر اسلامي عناصرو لوی رول ولوباوه، دوی له کوچنیو پېښو نه ګټه واخیسته او هغه يې لويې کړې، عبدالله بن سبا یهودي اونورو هم خپل کار وکړ، تردې چې د جمل په جګړه کې مسلمانان سولې ته سره ورسېدل، په همدې حالت کې یو چا دبل لښکر لور ته غشي وویشتل، له هغه بل لوري نه هم یو چا ددوی په لور غشي وویشتل، دامعلومه نه شوه چې جکړه چا پیل کړه.
دامعلومه ده؛ هغه کسان چې په ډلوکې دفتنو شاهد وي هغوی لیدلي وي چې کله فتنه را ولاړه شي نوحقیقت دخلکو له سترګو پټ شي، کله چې فتنه پای ته ورسیږي، نوخلک تعجب کوي چې څه ډول فتنه راولاړه شوه؟ نو فتنه له خلکو ریښتېنی حالت ورک کړي، هلته هم ځینې صحابه کرام موجود وو، چې ددواړو ډلو څخه یې ځانونه ګوښه کړل، لکه سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ، هغه وویل: ماته داسې توره راوړئ چې دوه سترګې ولري او خلک وویني، یوه ژبه ولري چې خبرې پرې وکړي او یوه ته ووایي چې ته مسلمان او هغه بل ته ووایي چې ته کافر یې.
نو اسامه بن زید رضي الله عنه او ځینې نور صحابه هم له دې فتنو ګوښه شول او ځینو برخه پکښې واخیسته، خو هرې ډلې ځان په حقه ګاڼه، دمعاویه رضي الله عنه پلویانو ویل مونږ د عثمان رضي الله عنه دوینو د بدل غوښتونکي یو، د عایشې رضي الله عنه ، طلحه رضي الله عنه او زبیر رضي الله عنه پلویانو هم دا غوښتنه درلوده، کله چې دوی علي رضي الله عنه ولید هغوی ته یې قناعت ورکړ او له جګړې نه لاس په سر شول، طلحه بن عبید الله رضي الله عنه له جګړې نه لاس په سر شو، خو یو تن راغی او هغه یې وواژه، یوه بل تن زبیر رضي الله عنه وواژه، کله چې علي رضي الله عنه پرې خبر شو، نو ویې ویل: د صفیې رضي الله عنه د زوی قاتل ته د اور زیری ورکړئ. صفیه رضي الله عنه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ترور وه هغه د زبیر رضي الله عنه مور وه، صفیه د عبد المطلب لور، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) عمه،…. اهل سنت بیا په دې هکله دا عقیده لري چې دا جګړې د هرې ډلې د اجتهاد له امله رامنځ ته شوې،په دې اړه موږ هغه خبره کوو کوم چې امام احمدبن حنبل (رح) د یوه پوښتونکي په ځواب کې ویلې وه، هغه د الله تعالی دا کلام ورته تلاوت کړ چې فرمایي: (تلک امة قد خلت لها ما کسبت و لکم ما کسبتم ولا تسئلون عما کانوا یعملون) البقره ۱۳۴ آیت، ژباړه:(هغوی یو امت ؤ چې پخوا تیر شوی دی، څه یې چې کړې ؤ تر دوی پورې اړه لري او څه چې تاسې یې کوئ، تر تاسې پورې اړه لري او له تاسې نه د هغوی د اعمالو پوښتنه نه کیږي).هغې د زوی قاتل ته د اور زیرئ ورکړئ! هغه یې په وژلو خوښ نه ؤ، همدا شان رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په ژوند عمار رضي الله عنه ته ویلي ؤ چې ته به د باغي ډلې له خوا ووژل شې، له همدې امله کله چې عمار رضي الله عنه ووژل شو، نو د معاویه رضي الله عنه له ډلې ډیر کسان دې بلې ډلې ته را واوښتل، دا هغه فتنې دي چې مسلمانان یې ځپلي، خو اهل سنت بیا په دې هکله دا عقیده لري چې دا جګړې د هرې ډلې د اجتهاد له امله رامنځ ته شوې،په دې اړه موږ هغه خبره کوو کوم چې امام احمدبن حنبل (رح) د یوه پوښتونکي په ځواب کې ویلې وه، هغه د الله تعالی دا کلام ورته تلاوت کړ چې فرمایي: (تلک امة قد خلت لها ما کسبت و لکم ما کسبتم ولا تسئلون عما کانوا یعملون) البقره ۱۳۴ آیت، ژباړه:(هغوی یو امت ؤ چې پخوا تیر شوی دی، څه یې چې کړې ؤ تر دوی پورې اړه لري او څه چې تاسې یې کوئ، تر تاسې پورې اړه لري او له تاسې نه د هغوی د اعمالو پوښتنه نه کیږي).
همدا ډول حضرت عمر بن عبدالعزیز (رح) هم په دې اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل (دا هغه وینې دي چې الله تعالی زموږ لاسونه ترې پاک ساتلي، نو موږ نه غواړو چې ژبې پکې ککړې کړو).

عثمان عثمان:

خو ښاغلیه! دغه تاریخي پیښې لدې لامل شوې چې مسلمانان په دوو لویو ډلو سني او شیعه وویشل شي، ځینې کسان شته چې اوس هم د هغه خلافت په اړوند پوښتنې کوي چې څوک حقدار ؤ، ځینې بیا وایي څوک خطا کار ؤ، یعنې دا اوس یو واقعیت دی، نو لدې مسایلو څیړل او دې مسایلو ته ننوتل څه حکم لري؟.

دوکتور یوسف قرضاوي:

دا ننی واقعیت ندی، دا یوه تاریخي پیښه وه چې له اوس سره هیڅ اړیکه نه لري، نه دا پیښه اوس شوې ده، دا د تاریخ یوه پیښه وه، زه په یاد لرم چې زمونږ له شیخ محمد غزالي(رح) څخه یو چا په تکرار پوښتنه وکړه، چې خلافت د چا حق ؤ د ابوبکر رضي الله عنه او که د علي رضي الله عنه ؟ نو ده په ځواب کې ورته وویل: وروره! علي رضي الله عنه هم ولاړ، ابوبکر رضي الله عنه هم، او خلافت هم، د خلافت ماڼۍ هم اوس چپه ده، نه بني عباس بیا راغلي، نه بني امیه او نه بني عثمان، اوس په موږ د غرب لاسپوڅي حکومت کوي او همدا اصلي واقعیت دی، دا واقعیت ندی چې ووایې: خلافت د چا حق ؤ؟.
صحابه کرامو ته د ښکنځلو او په هغوی د لعن ویلو په اړه د اسلام حکم

عثمان عثمان:

محترم دوکتور صاحب! صحابه کرامو په تاریخ، قرآن کریم او سنتو کې لوړ مقام او لوی فضیلت درلود، خو یو سوال په انترنت را ځي چې صحابه کرامو ته بد ویل او په هغوی لعن ویل څه حکم لري؟.

دوکتور یوسف قرضاوي:

دا په حقیقت کې لوی جهالت دی، په داسې حال کې چې هیڅوک هم ددوی له فضیلت نه انکار نشي کولای، د دوی فضیلت په قرآن کریم،او سنتو کې بیان شوی دی، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دوی د امت له بهترینو پیړیو نه ګڼلي او د دوی ستاینه یې کړې ده، دا موږ ته کافي ده چې قرآن کریم د ابوبکر رضي الله عنه په هکله فرمایي (اذهما فی الغار اذ یقول لصاحبه لاتحزن ان الله معنا…)توبه ۴۰ آیت. ژباړه: (کله چې دوی دواړه په غار کې وو، هغه مهال چې خپل ملګري ته یې وویل: مه خفه کیږه! په رښتیا الله تعالی له موږ سره دی.
یعنې: الله تعالی له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او ابوبکر رضي الله عنه سره دی، له دوی دواړو سره، هغه احادیث چې د ابوبکر او عمر رضي الله عنه په برخه کې روایت شوي هغه خو لا څه کوې، سوال دا دی چې چا موږ ته قرآن را روایت کړئ؟ چا دا قران امت ته ورساوه؟ آیا هغه صحابه کرام نه ؤ؟چا قرآن ولیکه او بیا یې ښارونو ته واستاوه؟

د عثمان رضي الله عنه د مصحف تایید علي رضي الله عنه هم کړی ؤ،ټولو صحابه ؤ یې تایېد کړی ؤ، تر دې چې علي رضي الله عنه به ویل: که زه د د عثمان رضي الله عنه د مصحف تایید علي رضي الله عنه هم کړی ؤ،ټولو صحابه ؤ یې تایېد کړی ؤ، تر دې چې علي رضي الله عنه به ویل: که زه د عثمان رضي الله عنه په ځای وای ما به هم دا کار کړی ؤ او هغه موږ ته دا قرآن وساته، چا موږ ته دا سنت را روایت کړل، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) احادیث، د هغه قولي سنت، عملي او تقریري سنت؟هغه صحابه کرام ؤ.چا فتوحات وکړل؟ چا هند،سند، مصر او فلسطین فتح کړل؟ آیا هغه صحابه نه ؤ چې دا فتوحات یې رهبري کول؟ چا دا امت وروزه؟ چا دین نورو ته ورساوه؟عثمان رضي الله عنه په ځای وای ما به هم دا کار کړی ؤ او هغه موږ ته دا قرآن وساته، چا موږ ته دا سنت را روایت کړل، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) احادیث، د هغه قولي سنت، عملي او تقریري سنت؟هغه صحابه کرام ؤ.چا فتوحات وکړل؟ چا هند،سند، مصر او فلسطین فتح کړل؟ آیا هغه صحابه نه ؤ چې دا فتوحات یې رهبري کول؟ چا دا امت وروزه؟ چا دین نورو ته ورساوه؟ د مثال په ډول: ربعي بن عامر رضي الله عنه چې کله د فارس د لښکرو له قوماندان رستم سره مخ شو،هغه ترې پوښتنه وکړه: تاسې څوک یاست او څه شي تر دې ځایه راوستلي یاست؟ هغه په ځواب کې ورته وویل:موږ داسې قوم یو چې الله تعالی لدې لپاره مبعوث کړي یو تر څو خلک د بندګانو له بندګۍ راوباسو او د الله تعالی په بندګۍ کې یې شامل کړو، د دنیا له تنګۍ نه یې د هغې براخۍ ته راوباسو، د ادیانو له ظلم نه یې د اسلام عدل ته راوباسو.
دوی د ملتونو معلمین ؤ، الله تعالی محمد (صلی الله علیه وسلم) ته تعلیم ورکړ تر څو خپلو اصحابو ته تعلیم ورکړي، هغوی ته یې لدې لپاره تعلیم ورکړ، تر څو له ده وروسته نور ملتونه وروزي، دا هماغه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) اصحاب ؤ او تاریخ په دې ګواهي ورکوي، نو لدې سره سره بیا هم را پاڅیږو او هغوی ته ښکنځلې کوو؟ لومړی خو اسلام ښکنځلې نه خوښوي او مؤمن ښکنځلمار او لعنت ویونکی نه وي،مؤمن د بل د بدو ځواب هم په ښه خبره ورګرځوي او هیچا ته ښکنځل نه کوي، تر دې چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه روایت شوی دی چې فرمایې:(زمانې ته ښکنځل مه کوئ…)(باد ته ښکنځل مه کوئ ځکه هغه ته امر شوی) یو وایي چې د خدای لعنت دې په باد وي، بل وایي لعنت دې په تبه باندې وي،… نه! نه! تبې ته لعنت مه وایئ، ځکه هغه د ګناهونو کفاره ده، تر دې چې په حدیث شریف کې راځي، چې تاسې شیطان ته بد مه وایئ، د هغه له شره له الله تعالی نه پناه وغواړئ، غربیان وایي: لدې په ځای چې په تیاره لعنت وایاست، هلته یوه شمعه ولګوئ، موږ باید مثبت کار وکړو.
همدا شان الله تعالی فرمایي:(ولاتسبوا الذین یدعون من دون الله فیسبوا الله عدوا بغیر علم) الانعام ۱۰۸ آیت، ژباړه: اې مؤمنانو! هغه څه ته چې دا نو اسلام موږ ته دا درس راکوي چې هیڅ شي ته ښکنځلې ونه کړو نه انسان او نه بل شي ته! بد ویل یو منفي عمل دی، نو څه ډول به یو څوک صحابه کرامو ته ښکنځل وکړي؟ څه ډول هغو کسانو ته یو څوک ښکنځل کوي چې هغوی له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره ژوند کړی ؤ، دا کار نه له دین سره ښایي، نه له اخلاقو سره، نه یې عقل مني او نه له ذوق سره برابر دی، چې داسې کسانو ته دې څوک ښکنځل وکړي چې د اسلام ملاتړ یې کړی ؤ، د الله تعالی په لاره کې یې هجرت کړی ؤ، خپل مالونه او ځانونه یې د الله ( جل جلاله) په لار کې قربان کړي ؤ،مشرکان یې له الله پرته عبادت کوي ښکنځلې مه کوئ داسې نشي چې هغوی په ناپوهۍ الله تعالی ته بد ووایي، یعنې هغو بتانو ته هم ښکنځلې مه کوئ چې مشرکان یې عبادت کوي… نو اسلام موږ ته دا درس راکوي چې هیڅ شي ته ښکنځلې ونه کړو نه انسان او نه بل شي ته! بد ویل یو منفي عمل دی، نو څه ډول به یو څوک صحابه کرامو ته ښکنځل وکړي؟ څه ډول هغو کسانو ته یو څوک ښکنځل کوي چې هغوی له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره ژوند کړی ؤ، دا کار نه له دین سره ښایي، نه له اخلاقو سره، نه یې عقل مني او نه له ذوق سره برابر دی، چې داسې کسانو ته دې څوک ښکنځل وکړي چې د اسلام ملاتړ یې کړی ؤ، د الله تعالی په لاره کې یې هجرت کړی ؤ، خپل مالونه او ځانونه یې د الله ( جل جلاله) په لار کې قربان کړي ؤ، که دوی نه وای موږ به هم نن مسلمانان نه ؤ، که عمرو بن العاص او ملګرو یې د مصر د فتحې هڅې نه وای کړې او هلته یې اسلام نه وای خپور کړی، نو موږ (مصریان) به نن څه ډول ؤ؟ نو موږ ته نه ښایي چې هغوی ته بد رد ووایو.
اې وروره! که ته ډیر مجبور وې بیا دوی الله ( جل جلاله) ته وسپاره ترڅو هغه ورسره د قیامت په ورځ محاسبه وکړي، همدا د مؤمن دریځ دی، مګر دا چې څوک صحابه ؤ ته بد رد وایي، دا ډیره د بې ادبۍ نښه ده لازمه ده چې دا ډول کسانو ته جزا ورکړل شي او هغوی تعزیر کړل شي.

عثمان عثمان:

محترم دوکتور صاحب! محمد حسین ورور له عراق څخه پوښتنه لري او وایي: آیا هغه کسان چې صحابه کرامو او بې بې عایشې رضي الله عنه ته بد رد وایي دا کار واضح کفر او لویه بې ادبي نده؟ یا دا کسان له (اسلام څخه) خارج ندي؟ دوی ته له اسلام نه څه پاته دي؟.

دوکتور یوسف قرضاوي:

ممکنه ده چې پای یې کفر شي، بیا دا چې صحابه کافر ګڼي، ځکه ځینې کسان وایي چې صحابه کرام له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته مرتد شول، دا هغه څه دي چې له قرآن سره ټکر لري، قرآن کریم ددوی ستاینه کوي په تیره بیا د سابقین الاولین مهاجرینو او انصارو، د اهل بدر، د اهل احد، تر دې چې د احد د هغو کسانو چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه نافرمانه شول هم قرآن کریم ستاینه کوي او فرمایي (ان الذین تولوا منکم یوم التقی الجمعان انما استزلهم الشیطان ببعض ما کسبوا ولقد عفا عنهم ان الله غفور الرحیم) تر دې چې لدې کسانو او مهاجرو او انصارو ستاینه شوې ده، نو څه ډول به څوک جرات کوي چې په دوی پسې بد رد ووایي، هیڅ پیغمبر، هیڅ مصلح هیڅ فیلسوف دا ډول اصحاب نه درلودل..الله تعالی دې دوی ته د اسلام، د قرآن، د امت او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لدې نیکیو په مقابل کې د صدیقینو او صالحینو اجر ورکړي.

عثمان عثمان:

یاسر الدیب له کویټ څخه وایي: ایا نشو کولای چې ددوی تاریخ ته وردننه شو؟ دوی لویه دوره رهبري کړه، دوی حکومت درلود، دوی په حکومت او سیاست کې مهم رول درلود، آیا دوی لدې لپاره اختلاف کاوه چې تر نن پورې دوام ومومي؟.

دوکتور یوسف قرضاوي:

د دوی اختلاف پای ته ورسید، د چا سره اختلاف؟ د چا او چا ترمنځ اختلاف؟ صحابه په سقیفه کې سره ولویدل، د ابوبکر رضي الله عنه په ټاکنه پای ته ورسیده او ټول له ابوبکر رضي الله عنه سره ودریدل، د ارتداد په جګړو کې ټول د هغه تر څنګ ولاړ ؤ، دوی د عمر رضي الله عنه تر څنګ ټول ولاړ ؤ، علي رضي الله عنه په لومړي سر کې لږ ځنډ وکړ خو وروسته یې له ابوبکر رضي الله عنه سره بیعت وکړ، دهغه لوی مشاور ؤ، هغه له عمر رضي الله عنه سره بیعت وکړ او د هغه تر ټولو ښه ملاتړ ؤ، عمر رضي الله عنه د علي رضي الله عنه لور ام کلثوم په نکاح کړه د هغوی تر منځ د مینې او محبت علاقه وه، دې اختلافاتو ته خاص خلک لمن وهي، نه پوهیږو د څه لپاره؟ یعنې په دې مسئله کې مړي را ژوندي کوي او دومره دا مسئله لویوي چې هیڅ ورته لازم ندي، لدې اختلافاتو په راپورته کولو کې د هیچا هم ګټه نشته، اختلافات پای ته ورسیدل، اهل یې له دنیا نه ولاړل، ورځې یې ولاړې او له اهل سره به یې الله تعالی د قیامت په ورځ ددوی د نیت او عمل په اساس محاسبه کوي، موږ مجبور نه یو چې ددوی تر منځ حساب وکړو، الله تعالی به یې ترمنځ حساب کوي، موږ ددوی په نیتونو نه پوهیږو، موږ په ظاهر حکم کوو، الله تعالی په پټو عالم دی، په دې مسایلو کې نه د سني ګټه ده، نه د شیعه او نه د ټول اسلامي امت، هغه امت چې حکمت او عقل لري، هغوی ته په کار ندي چې دا خفه کوونکی تاریخ راپورته کړيداسې نه وه لکه ځینې چې ګمان کوي، تر دې چې د امام معاویه رضي الله عنه سره، کله چې له امیر المؤمنین حسن بن علي رضي الله عنه سره د خپل پلار د ملاتړو لخوا په کوفه کې بیعت وشو او په دې منصب شپږمیاشتې هلته پاته شو، نو یې مناسبه ولیده چې خلافت په خپله خوښه پریږدي، تر څو د مسلمانانو وینې تویې نشي او مسلمانان تر یوه بیرغ لاندې راټول شي، معاویه رضي الله عنه ته ورغئ او له خلافت نه لاس په سر شو، هیچا هم نه ؤ مجبور کړئ، تر دې چې دغه کال ته مسلمانان د یووالي کال وایي او لانجه هم پای ته ورسیده، دې اختلافاتو ته خاص خلک لمن وهي، نه پوهیږو د څه لپاره؟ یعنې په دې مسئله کې مړي را ژوندي کوي او دومره دا مسئله لویوي چې هیڅ ورته لازم ندي، لدې اختلافاتو په راپورته کولو کې د هیچا هم ګټه نشته، اختلافات پای ته ورسیدل، اهل یې له دنیا نه ولاړل، ورځې یې ولاړې او له اهل سره به یې الله تعالی د قیامت په ورځ ددوی د نیت او عمل په اساس محاسبه کوي، موږ مجبور نه یو چې ددوی تر منځ حساب وکړو، الله تعالی به یې ترمنځ حساب کوي، موږ ددوی په نیتونو نه پوهیږو، موږ په ظاهر حکم کوو، الله تعالی په پټو عالم دی، په دې مسایلو کې نه د سني ګټه ده، نه د شیعه او نه د ټول اسلامي امت، هغه امت چې حکمت او عقل لري، هغوی ته په کار ندي چې دا خفه کوونکی تاریخ راپورته کړي، دوی ته په کار دي چې په دې زخمونو پټۍ کیږدي، د صف د یووالي هڅې وکړي، په تیره بیا په داسې عصر کې چې اسلامي امت له هرې خوا نه تر تهدید او خطر لاندې دی، دښمنان یې له هره اړخه پرې راټول دي، صهیونستان، صلیبیان، بت پرستان، نفاق اچوونکي، مختلفې ډلې، ټول د امت په خلاف سره یو لاس شوي، نو د امت مصلحت په دې کې ندی چې نور هم سره بیل شي، بلکې په دې کې یې مصلحت دی چې دا اختلافات سره هیر کړي.
وروره! اروپایانو کلونه کلونه یو د بل په وړاندې جګړه وکړه، په نړیوالو جګړو کې یې یو د بل نه ملیونونه کسان ووژل، خو دوی خپل مصلحت په یووالي کې ولید او هغه تاریخ یې هیر کړ او سره یو شول، اروپایې اتحاد یې جوړ کړ او یو موټي شول.

عثمان عثمان:

محترم دوکتور صاحب ډیره مننه!

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: