د اسلام شپږ کلمې

د اسلام شپږ کلمې په لاندې ډول دي:

اولــه: كلـمـه طـيبـه

لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ

ژباړه: له خداى تعالى نه پرته بل د عبادت وړ (معبود) نشته محمد -ص- د الله رسول دى .

دوهمه: د شـهادت كلمه

اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه و َرَسـُولـُه

ژباړه : زه شاهدي وركوم چې دالله تعالی نه پرته بل خداى د عبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري، او دا شاهدي وركوم چې محمد -ص- يي بنده او رسول دى.

درېیمه: د تمجيد كلمه

سُبحَانَ اللهِ وَالـحَمدُللهِ وَلا اِلَهَ اِلااللهُ وَاللهُ اَكبَر وَلاحَولَ وَلا قُوَّة اِلا بِاللهِ العَلي العَظِيم

ژباړه : خداى پاك دى، ستاينې هغه لره دي، له خدايه پرته د عبادت وړ بل ذات نشته ، خداى لوى دى، له گناوو د ساتنې اود نيكو كارونو د كولو توفيق يواځې هغه وركوي، هغه د لويي او شوكت څښتن دى.

څلورمه: د توحيد كلمه

لااِلَهَ اِلا اللهُ وَحدَهُ لاشَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلكُ وَلَهُ الـحَمدُ يُحيِى وَيُمِيتُ وهو حيّ ٌ لا يَمُوتُ اَبداً اَبداً ذُوالجَلالِ وَالاكرَامِ بِيَدِهِ الـخَير وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِير .

ژباړه :له خدايه پرته د عبادت وړ بل ذات نشته، سيال نه لري، پاچاهي اوستاينې هغه لره دي، ژوندي كول او مړه كول يې په واك كې دي، تل ترتله به ژوندى وي، دعزت او شوكت څښتن دى او ښېگڼه يې په واك كې ده ، په هرڅه قادر دى .

پنځمه كلمه: د استغفار كلمه

اَستَغفِرُاللهَ رَبِّي مِن كُلِّ ذَنبٍ اَذنَبتُهُ عَمَداً اَوخَطاً سِرّاً اَوعَلانِيَۍ وَاَتُوبُ الَيهِ مِنَ الذَّنبِ الذِي اَعلَمُ وَمِنَّ الذَّنبِ الذِّي لا اعَلَمُ اِنَّكَ اَنتَ عَلّامُ الغُيُوبِ وَسَتَّارُ العُيُوبِ وغَفََّارُ الذُّنوُبِ وَلاحَولَ وَلاقُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلّىِ العَظِيم .

ژباړه : زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې گناه څخه چې په قصد او يا مې په هېره سره كړې وي ، دهغه په دربار كې له هرې گناه څخه چې ماته معلومه وي اويا نه وې توبه باسم. په تحقيق سره خدايه، په پټو رازونو خبر يې، دعيبونو پټوونكى، دگناهونو بښونكى يې، له گناه څخه د ساتنې او ښو كارونو د كولو توفيق يواځې ته وركوې په تحقيق سره دلويي او شوكت څښتن يې.

شپږمه: له كفره د بې زارۍ كلمه

اَللـَّهُمَّ اِنِّي اَعُـوذُبِكَ مِنَ اَن اُشرِكَ بِكَ شَياً وَاَنَا اَعلَمُ بِهِ وَاَستَغـفِرُبِكَ لِما لا اَعلَمُ بِهِ تُبـتُ عَنـهُ وَتـَبراتُ مِنَ الكُـفرِ وَالـشِركِ وَالكَـذِبِ وَالغِـيبَۍ وَالبـِدعَـۍ وَالنَمِـيمَۍ وَ الفَـواحِشِ وَالبُهـتَانِ وَالـمعاصِي كُلِّهَا وَاَسلَمتُ وَاَقُـولُ لا اِلَهَ الا االله مُـحَمَّـدٌ رَّسُـولُ اللهِ

خدايه ! زه پر تا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وگڼم او زه پرې پوهېږم اوله هغه شرك څخه چې پرې نه پوهېږم، خدايه تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت ، بدت، چغل خوري، سپكو سپورو، تور لگولو او ټولو گناوو څخه، او ما ايمان راوړى او وايم چې : له خداى تعالى نه پرته بل د عبادت وړ (معبود) نشته محمد د الله رسول دى.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب