اسلامد اسلام او قرآن اعجازدعوت او تبلیغقرآن

د اسلام تبلیغ کې د قرآن علمي اعجاز

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د خبری عمون ویبپاڼې نه په نقل، د مصر نامتو کارپوهه او د مصر اسلایم چارو عالي شورا سره تړلې د قرآن کریم او نبوی صلی الله علیه و آله سنت علمی اعجاز کمېټۍ مشر زغلول نجاز د انجنیرانو افطار مراسمو کې دې بیان سره چې د قرآن کریم علمی اعجاز په موجوده حالاتو کې یواځې د اسلامی تبلیغ لار ده، څرګنده کړه: قرآن کریم کې د پیغمبرانو کیسۍ او په دغه کیسو کې نقل شوې پېښې او ننني علم چې د هغې ريښتینوالی ثابت کړې دی، نو د دې کبله د دین خپرولو او تبلیغ لپاره بهترینه وسیله کېدلې شي.

هغه دې ته اشارې سره چې د قرآن کریم ۱۵۰۰ آیتونه غیر مسلمانان مخاطب ګرځولې دی، قرآن کریم کې د مسئلو پوهې لپاره علمی حقایقو نه ګټه اوچتولو پر اهمیت، ۱۴۰۰ کاله وړاندې اشاره شوی ده، ټینګار وکړو.

نجار همدارنګه د نوح، هود، صالح او عاد پیغمبرانو کېسو ته قرآن کریم کې اشاره وکړه چې نوي علمي موندنې توان لرې چې د دې کېسو صداقت ثابت کړې او وې ویل: د مثال په توګه د عاد قوم چې الله د هغې په اړه فرمایلې دی: «رَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ» ارم سره چې د لوړو ستنو خاوندان وو. الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِد كومو په څېر چې دنړۍ په هېواد ونوكښې هېڅ قوم نه وء پېدا كړاى شوي ؟(7و 8 سوره مبارکه فجر) چې نن، امريکايي بېړۍ فضا انځورونه پردې ګواهې ورکوې او دارنګه بل هیڅ یو تمدن نشته دی.

دې اسلامی مبلغ همدارنګه د احقاف کیسې ته هم اشاره وکړه چې قرآن کریم د هغې په اړه فرمایئ چې الله تعالی هغوي اوچت غږ سره سزا ورکړه او ننني علم دا ثابته کړې ده چې که د غږ څپې له حد نه زیاتې شی نو کېدلې شی چې د انسان د مرګ سبب وګرځې. هغه ټینګار وکړو: د بیان معجزه یواځې د قرآن معجزه نه ده بلکې د قرآن د نړیوالو د خدای کلام دی او د اعجاز د بېلابېلو اړخونه یی بیان کړې چې د دې ټولو اړخونو سرلیک علمی معجزه ده ځکه چې مونږ په علمی زمانې کې ژوند کوو.

Tags

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close