د ارواپوهني له کتابونو څخه(۵۰) ټکې

ګرانو لوستونکو! دا راټولنه او ترتیب مې د مخور او نوموتي ادیب علامه پوهاند اکادیمسیسن عبدالشکور رشاد بابا د ۱۲ تلینې څېړنغوندې په یاد کې کړی ده.
1. تل د زده کولو په حال کې واوسه.
2. په هغه څه چې ته پوهیږي، نورو ته یې ورزده کړه.
3. په کال کې حد اقل د یو ځل لپاره د لمر راختلو منظره وکړه.
4. پو سه! چې څه وخت باید پټه خوله سي.
5. د نورو د زوکړي ورځ په یاد لره.
6. د سبا لپاره پلان جوړ کړه.
7. ستاسو څخه مننه له جملې څخه استفاده کوه.
8. د هر مناسبت لپاره یو کوچنی جشن ونیسه.
9. احمقانه رفتار مه کوه.
10. هغه توکې چې هلکان یې پلوري، وپېره.
11. نوي ملګري پیدا کړه، خو زاړه ملګري مه هیروه.
12. د مختلفو ځایونو څخه عکس واخله.
13. پر نورو تکیه کوونکی مه کېږه.
14. هیڅکله د خپل غذایې رژیم په اړه له چا سره مه ږغېږه.
15. خپلي خطاوي قبولي کړئ.
16. پوه سه! هغه خبرونه چې ته یې اوري، ټوله درست نه دي.
17. راز لرونکی واوسه.
18. خپل اولادونه له تنبیه څخه وروسته په غېږ کې ونیسه او ناز ورکړه.
19. خپلو اولادونو ته ووایاست، چې تاسو ډېر تکړه او هوښیار یاست.
20. د خوب څخه سهار وختي راکښینه.
21. هیڅکه د خپل واده سالګره(کلنۍ لمانځغونډه) مه هیروه.
22. کله چې له اولاد سره لوبي کوی، کوښښ وکړئ چې دوی ګټونکي سي.
23. وخت پیژندونکی سه.
24. هیڅکه بې معنا او بې مفهومه متن د خپل تلیفون په پیغام ساتونکي دستګاه کې وه ږده.
25. د خپلو کتابونو له منځ څخه هغه کتابونه په امانت ورکړه، کوم چې بیرته اخېستل یې ستاسو لپاره اړین نه دي.
26. د بدو خلګو څخه لرې سه.
27. مهربانه واوسه، ترهغه اندازي چې لازم وي.
28. د خپلي میرمني تر ټولو ښه ملګری واوسه.
29. ددې انتظار مه کوه چې پیسې دې تاته نیکمرغي راولي.
30. د چا سره په زړه کې کینه مه کوه.
31. کوښښ وکړه چې د ځمکي د مخ تر ټولو بااحساسه او ګټور انسان واوسي.
32. کله چې بریالی سي په ځان تکبر مه کوه.
33. ټولو ژوندیو موجوداتو ته د ارزښت قائل واوسه.
34. هیڅ وخت په خپل رقیب باور مه کوه.
35. د غوسي په وخت کې په هیڅ کار لاس مه پورې کوه.
36. هیڅکله خمار بازي مه کوه.
37. هیڅکله چاته ما وایه: چې غمجن او خفه یې.
38. ژوند سخت مه ارزوه.
39. تل پرخپل قول وفادار پاته سه.
40. په بې ګټي چارو کې ځان مه اچوئ.
41. تر کومې اندازي چې کولای سي بېلتون په یووالي بدل کړه.
42. له خپلو وسایلو څخه په ښه ډول ساتنه وکړئ.
43. کله چې له ستونزمن کار سره مخ سي، نو ځان ته دا تلقین ورکړه چې ماته ناممکن ده.
44. د تل لپاره خوښ واوسه، حتی د ناراحتی په وخت کې.
45. تر څو دې یوه ښه دنده نه وې پیدا کړي، نو اوسنی دنده له لاسه مه ورکوه.
46. تل په ښکاره خوښ او ښایسته جامې اغونده.
47. خپل اولادونو ته د پیسو په ورکړه، کې بخل مه کوه.
48. د زوکړي د ورځې په مناسبت دې یوه درخته کښېږده.
49. هڅه وکړه، چې هوښیار واوسي ، ځکه چانس ډېر کرار ور ټکوي.
50. تل خپل ساعت پنځه دقېقي مخکې که.
استاد محمدنور(عثماني)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب