د اختر لمونځ | د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: پلار جانه! د کوچني او لوی اختر لمونځ څنګه اداء کېږي او کوم شرايط لري؟

ځواب: دغه دواړه لمونځونه ښه دي چې د ښار څخه بهر په لويو او شنو ډاګونو کې ترسره شي، وخت يې د لمر د وړانګو له غوړېدو څخه وروسته دی او شرايط يې لکه د لمانځه ځای، لمونځ کوونکي او نور ټول موارد د جمعې د لمانځه په شان دي.

دغه لمونځونه په جماعت ترسره کېږي او امام بايد په لوړ غږ قرائت وکړي، هغه وروسته له تکبيرة الاحرام او د ثناء له دعاء څخه درې تکبيره ترسره کوي، د دغو تکبيرونو په ترڅ کې امام او مقتديان خپل لاسونه تر غوږونو پورته کوي او بېرته يې ځوړندوي، د دريم تکبير په ترسره کولو باندې خپل لاسونه د نامه په سر تړي، امام له «اعوذ بالله» او «بسم الله» څخه وروسته فاتحه سورة او د قرآن يو بل سورة لولي او مقتدي ورته غوږ نيسي، بيا مقتدي لکه د نورو لمونځونو په رکوع او سجده کې د امام څخه پيروي کوي، د اختر د لمانځه په دويم رکعت کې، لوموړي امام فاتحه سورة د يو بل سورة سره لولي، بيا درې ځلې تکبير ترسره کوي، په دغه حالت کې د لومړي رکعت په شان مقتدیان خپل لاسونه تر غوږونو پورته کوي او بیا لاسونه بېرته ځوړندوي د څلورم تکبير په ويلو سره ټول رکوع ته ځي او وروسته لکه نور لمونځونه، لمونځ پای ته رسوي.

د دواړو اخترونو په لمونځونو کې د خطبې اورېدل سنت دي او امام په خطبه کې د روژې يا قربانۍ احکام او د تشريق تکبيرونه بيانوي. د اختر لمونځ قضائي نه لري، خو د عذر له مخې د کوچني اختر لمونځ تر دويمې ورځې او د لوی اختر ورځ لمونځ تر دريمې ورځې ترسره کېدلای شي.

په دغو لمونځونو کې اذان او قامه نشته، د کوچني اختر د لمانځه څخه مخکې ډوډۍ خوړل، غسل کول، مسواک او عطر وهل مستحب دي، مګر په لوی اختر کې ښه ده چې ډوډۍ وروسته له لمانځه وخوړل شي او ټول لمونځ کوونکي بايد لاندې الفاظ په لوړ غږ ولولي.

الله اکبر، الله اکبر

لا اله الا الله، الله اکبر

الله اکبر ولله الحمد

دغو الفاظو ته د تشريق تکبيرونه وايي، دغه تکبيرونه د لوی اختر د لمانځه وروسته د ټولو لمونځونو په پای کې د څلورمې ورځې تر مازديګر پورې چې په جماعت ترسره کېږی، د امام او مقتدي لخوا په لوړ غږ لوستل کېږي، د دغه تکبيراتو د پیل ورځ عرفه ده.

له دې لمونځونو پرته موږ بايد په نورو لمونځونو لکه تراويح او جنازه (ميت) هم پوه شو.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب