د احاديثو تدوين او ليکل

د احاديثو تدوين او ليکل

په لومړى مهال کې د احاديثو دليکلو دود د اصحابو کرامو او مشرانو تابعينو په وخت کې نه و په هغه مهال کې نبوي علوم او زده کړې په سينو کې ساتل شوې وې او له يو څخه بل ته سينه په سينه ليږدول کيدل.

د تاليف او تصنيف رواج نه و ، په هغه مهال کې دعربو حافظې ډيرې قوي وې نو د احاديثو ليکلوته اړتيا نه پېښيدله.
په همدې لامل په هغه مهال کې داحاديثو علم د اصحابو او تابعينو په سينه کې حفظ ( خوندي) پروت و.
نو کله چې اصحاب او تابعين وفات کيدل نو دا ويره پيدا شوه چې هسې نه د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ښکلې ويناوې او يا نبوي احاديث دمسلمانانو له لاسه ووځي او دنيا به دغوره اصحابو څخه خالي شي نو همدا خبره ددې اساسي لامل وگرځيدله چې احاديث راټول او وليکل شي.

دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم د رحلت نږدى سل کاله شوى وو ، د هجرت ٩٩يم کال کې عمر ابن عبدالعزيز رح خليفه شو او له دغه خليفه سره دا ويره او انديښنه پيدا شوه چې که ټول اصحاب کرام او تابعين وفات شي نو د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم داحاديث دغه ستره علمي پانگه به مو له لاسه وځي ، دغه علمي پانگه به دهغوي سره قبرونو ته ولاړه شي او مونږ به ترې بې برخې پاتې شو هغه وو چې دغه خليفه عمر ابن عبدالعزيز رح په همدغه کال او د هجرت په ٩٩ دخپل کنټرول لاندې علماء کرامو او داحاديثو حافظانو ته فرمانونه وليږل چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم مبارک احاديث راټول کړي لکه څرنگه چې حافظ ابو نعيم اصفهاني داصفهان په تاريخ کې ليکلي دي
کتب عمر بن عبدالعزيز الى الافاق انظروا حديث رسول الله صلى الله عليه وسلم فاجمعوه .
ژباړه : عمر بن عبدالعزيز دخپلو سيمو مشرانو ته ليک وليکه چې تاسې درسول الله صلى الله عليه وسلم احاديث ولټوئ او هغه را جمع کړئ يعنې راټول يې کړئ.

په ځينو رواياتو کې څخه څرگنده بريښې چې عمر بن عبدالعزيز په ځانگړى ډول قاضي ابوبکر ته (هغه وخت دمدينې منورې قاضي او امير و) ليک او فرمان وليکه څرنگه چې امام محمد په خپل کتاب موطآء کې په خپل سند سره نقل کړى دى او امام بخاري په خپل کتاب صحيح بخاري کې باب يقبض العلم لاندې تعليقاً ليکلي دي
کتب عمر عبدالعزيز رح الى ابى بکر بن حزم انظر ما کان من حديث رسول الله صلى الله عليه وسلم فاکتبه لى فانى خفت دروس العلم ذهاب العلماء .
ژباړه : حضرت عمر بن عبدالعزيز رح حضرت ابوبکر بن حزم ته ليک وليکه چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم حديث ولټوه او اوئې ليکه او ما ته يې راولېږه. ځکه چې ما ته د علماء کرامو په مړينې سره د دغه علم د ختمېدو وېره او اندېښنه ده.
نو د حضرت عمر بن عبدالعزيز په ځانگړې پاملرنې او تحريک د هغه مهال حديث پوهانو او محدثينو د حديثونو راټولول پېل کړل. په لومړي سر کې چې کومو علماء کرامو د احاديثو راټول پېل کړي دي په هغوى کې دوه نومونه ډېر مشهور دي. يو ابن شهاب الزهري رحمه الله وو چې پوره نوم يې محمد بن مسلم بن عبيد الله بن عبدالله بن شهاب الزهري دى. د هجرت په يو سل پنځه ويشت کال کې مړ شوى دى. بل ابوبکر بن حزم دى چې د دوى پوره نوم ابوبکر بن محمد بن عمرو بن حزم دى. د هجرت په يو سل شلم (١٢٠) کال کې وفات شوى دى. که څه هم دغه دواړه نږدې همعصره او همزمانه دي نو څوک په پوره باور سره نه شي وئيلى چې د احاديثو لومړنى راټولونکى په دغه دواړو کې کوم يو دى. د زياتره علماء کرامو ميلان او پام د ابن شهاب الزهري په لوري دى. دغه قول د امام مالک حافظ ابن هجر او علامه سيوطي او نورو دي او د ځينو علماء کرامو پام او ميلان په دې کې دى چې امام بخاري هم په کې شامل دى.

د احاديثو لومړى مدون او راټولونکى ابوبکر بن حزم گڼي. د اکثرو او جمهورو تاييد له دې خبرې څخه هم کېږي چې عبدالبر په( التمهيد) کې د امام مالک څخه نقل کړى دى چې حضرت عمر بن عبدالعزيز د مړينې څخه مخکې ورته قاضي ابوبکر بن حزم خپل راټول شوي احاديث ليږلي وو او په دې باندې عبدالبر په (جامع بيان العلم و اهله) کې زياتوي او ليکي چې امام شهاب الزهري ويلي دي چې حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله مونږ ته د سنن د جمع کولو امر راکړى دى چې سنن هم د احاديثو په معنى سره دى.
نو مونږ سنن او احاديث د کتاب په بڼه وليکل بيا مو عمر بن عبدالعزيز رحمه الله ته مو ولېږل او هغه بيا خپل کنټرول لاندې هېواد ته ولېږل. نو له دې څخه معلوميږي چې امام شهاب الزهري د امام ابوبکر بن حزم څخه مخکې احاديث راټول کړي دي نو لومړيتوب حق د امام ابن الزهري ته حاصل دى. په دې لړۍ او برخه کې يو دريم نوم شعبي هم اخېستل کيږي چې هغه نوم د عامر بن شراحيل دى. دغه نوم علامه سيوطي تدريب الراى کې د حافظ ابن هجر عسقلاني څخه نقل کړى دى. امام جمع حديث الى مثله فقد سبق اليه الشعبى.
ژباړه : د يو مضمون دپاره د احاديثو د راټولولو کار د ټولو څخه لومړى شعبي کړى دى. چې د هغه د طلاق باره کې هم حديث راټول کړي دي. هذا باب من الطلاق جيم. دا يو ډېر ستر باب دى او د قياس د نښو څخه دا خبره څرگنديږي چې د احاديثو لومړى راټولونکى شعبي شي ځکه چې دلته د هغه دواړو څخه د دې زمانه هم مخکې ده. يعنې شعبي زېږېدنه او ولادت په اوولسم هجري کې شوى دى. او د ابن الزهري زېږېدنه او ولادت په پنځوسم هجري کې شوى دى. خو د دې سره سره د احاديثو په راټولوونکو کې د هغه نوم مشهور نه شو. ځکه د هغه د تدوين د يو ځانگړي مضمون پورې تړاو لري. او هغه هم طلاق دى. او نورو احاديثونو پورې يې څه ارتباط نه درلود. نو له همدې امله يې هر ډول احاديث راجمع نه کړل. نو په لنډ ډول سره سړى ويلى شي چې په ځانگړي ډول د يو مضمون په باب د احاديثو راټولولو لومړى کار د عامر بن شراحيل الشعبي ستره وياړنه او کارنامه ده او په مطلق ډول د احاديثو په راټولولو سلسله دوه قوله دي. عند الاکثر الزهري او عند البعض ابوبکر بن حزم و يظهر اليه ميل البخاري.

نو په پاېله کې دا خبره څرگنده شوه چې د احاديثو راټولولو ارزښتمن کار د عمر بن عبدالعزيز په تحريک ا و خوځښت سره پيل شوى چې په رښتيا سره يو د نوښت او ابتکار ښه کارنامه وه. لکه څنگه چې په يو حديث کې راغلي دي.
ان الله يبعث هذه الامه على راس کل مائة سنة من يجدد لها دينها اخرجه ابوداؤد فى کتاب الملاحم و کذا الطبرانى.
ژباړه : الله په دې امت کې په هر سلو کالو کې يو داسې څوک پيدا کوي چې د دين لپاره ښه کار ترسره کړي. دا حديث ابوهريره مرفوعاً روايت کړى دى. نو د علماء کرامو په اتفاق سره عادل خليفه حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د هجرت لومړۍ پېړۍ نوښتگـر او مجدد گڼلى وو، او علامه سيوطي په دې خبره د علماء يووالى او اتفاق ښودلى دى. په اوس مهال کې چې مونږ مسلمانانو سره د احاديثو دومره خزانه شته، دا د حضرت عمر بن عبدالعزيز د ښه تدبير او کوښښونو ثمره او نتيجه ده.

د تدوين کوونکو طبقې :

د احاديثو تدوين او راټولول په مختلفو مهالونو، زمانو او دورو کې ترسره شوي دي. لومړى مرحله او دوره هغه ده چې پورته يې يادونه وشو ه چې هغه ته د احاديثو مطلق تدوين ويلى کيږي، چې په دې کې د څه ځانگړي توپير پرته هر ډول احاديث راټول شوي او د کتاب بڼه ورکول شوې ده.

على الابواب :

د بابونو په ډول راټولول په دې برخه کې ټول احاديث راټول شوي او د باب با ب په بڼه د هر مضمون لپاره جلا جلا احاديث راټول شوي او بيا کتابي بڼه ورکول شوې ده.
درېمه دوره يا مرحله د صحيح حديثونو تدوين او راټولولو وه. په دې دوره کې هغه احاديث راټول شوي چې د سند په لحاظ صحيح او ثقه وي او شرط په کې ځاى ونه لري.
لومړۍ دوره د لومړۍ هجري پېړۍ په پاى کې ترسره شوې. دوهمه دوره د دويمې هجري پېړۍ په منځ کې په لاس راغلې. او درېمه دوره د درېمې هجري پېړۍ په سر کې موندل شوې ده.
د لومړۍ دورې علماء کرام او راټولوونکي خو مخکې تېر شول چې ابن شهاب الزهري، ابوبکر بن حزم او عامر بن شراحيل الشعبي په کې شامل دي.

د دويمې مرحلې علماء کرام ا و راټولوونکي ابن جريح چې نوم يې عبدالمالک بن عبدالعزيز بن جريح هثيم بن لبشرالواسطي، محمد بن راشد، امام مالک او عبدالله بن مبارک هم مشهور دى او په دريمې مرحلې کې د ټولو نه لومړى ښه نوم په کې د امام بخاري دى.
حضرت مولانا محمد زکريا د اوجز په مقدمه کې ليکلي دي چې حافظ ابن حجر په وينا د تدوين کوونکو څلور طبقې دي. هغه د وروستي يا دريمې طبقې څخه مخکې يوه طبقه زياتوي.

تدوين على المسانيد د سندونو له مخې د احاديثو راټولول دا په حديثونو کې يو خاص ډول نوم دى. په دې ډول کې احاديث د اصحاب کرامو د نومونو په ترتيب سره راټول شوي. په دې کې د مضمون لحاظ نه دى ساتل شوى. په دې طبقه کې حافظ بن حجر د دوو شخصيتونو نومونه وړاندې کوي. يو عبيد الله بن موسى العسبى او نعيم بن حماد الحزاعى او له ده څخه وروسته په لنډ ډول ډېر مسانيد وړاندې کوي. لکه مسند ابوداؤد الطيالسي، مسند حميدي، مسند ابو يعلي او د حضرت امام احمد بن حنبل مسند ډېر مشهور دي. د حضرت زکريا په خيال د امام محمد مسند په دې وخت کې د موجوده کتابونو څخه ډېر لوى او ستر کتاب دى او داسې اورېدل کېږي چې پر هغه درې زره حديثونه دي او دا ډېره د نيکمرغۍ خبره ده چې سره د ډېرو رواياتو هغه قوي دي. همدارنگه شاه عبدالعزيز محدث دهلوي دغه کتاب په دويمه طبقه کې شمارلى دى. يعنې سنن ثلاثه ابوداؤد، الترمذي، نسايي، درجه يې ورکړې ده.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب