د اجازې او لیدنی آداب

د مسلمان په ژوند کې د اجازې اخيستلو مسئله يوه ډېره مهمه مسئله ده، او د دې کار سپک ګڼل د يو فرد او ټولنې په ژوند کې ګډوډي رامينځ ته کوي، مونږ د هغه چا په هکله خبره نه کوو څوک چې خپل وخت او ژوند بربادوي، او د دې هيڅ پروا نلري چې دې د چا دروازه څه وخت ټکوي، او يا يې بل څوک دروازه څه وخت ټکوي، مونږ د هغه مسلمان بلونکي په هکله غږيـږو چې خپل وخت يې تنظيم کړی دی، د خپل وخت عزت کوي، او له نورو سره د هغوی د کارونو په تر سره کولو کې مرسته کوي، دا انسان د خپل وخت احترام ته اړتيا لري او د اجازې اخيستلو په ادابو ټينګار کوي.

ته خپل ځان ته وګوره چې يو کار کوونکی انسان يې او خپل وخت دې تنظیم کړی دی، په کار دې پيل کړی چې ناڅاپه يو نفر له اجازې غوښتلو پرته راننوځي او کار دې په ټپه ودروي، فکر وکړه چې ته يو کتاب لولې، يا يوه موضوع ليکې، يا له خپل يوه ملګري سره يوه پېچلې مسئله څېړې، يا له خپلو وروڼو سره د يو څه وخت له پاره ناست يې، يا له خپلې مېرمنې او بچيانو سره ناست يې .. په دغه وخت کې ناڅاپه يو نابللی راشي، او هر څه در ته ودروي، دا ډول نفر څه غواړي؟ يوازې او يوازې د وخت تباه کول.

الله تعالی فرمايي:
ژباړه: «اي د ایمان خاوندانو د خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته تر هغه مه ننوزئ، تر څو ځان وروپیژنئ او په اوسیدونکو یې سلام واچوئ، دا کار ستاسو لپاره غوره دی تر څو پند واخلئ، که هلته مو څوک پیدا نکړل، نو تر اجازې پوری مه ننوځئ، او که درته وویل شي، چې وګرځئ، نو وګرځئ، دا ستاسو د پاک ساتنی لپاره ښه کار دی، او الله ستاسو په ټولو کړو پوهه دی». [النور: ٢٧ – ٢٨]

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
«د کورونو دروازو ته مخامخ مه راځئ، بلکه له يو اړخه ور ته راځئ، بيا اجازه وغواړئ، که اجازه درکړل شوه، ننوځئ، او که نه، نو بېرته وګرځئ».

د هغه وخت په هکله فکر وکړه چې کله اسلام دغه ارزښتناک آدب وټاکه او خپل بچيان يې پرې عمل کولو ته اړ کړل، دا هغه وخت وو چې کورونو پردې نه درلودې، هغه ورځ چې د رنځورو زړونو څښتنانو غوښتل هغه څه وګوري چې د دوی حق نه وو، بلکه د بل چا ځانګړی حق وو، دغه کار اسلام بند کړ، او ټولو ته يې وويل چې: (لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا) «له خپلو کورونو پرته نورو کورونو ته بې د ځان ورپيژندنې مه ننوځئ» استئناس يا پېژندګلوي له استئذان يا اجازې اخيستلو څخه لوړه درجه ده، ځکه يو څوک به تا ته د حيا او شرم له امله اجازه درکړي، په کار ده چې مسلمان په دې پوه شي چې تر هغې دې يو کور ته نه ورځي تر څو کوربانه د هغه ورتلل خوښ نکړي، که څه هم چې اجازه يې ورکړي وي، نو آيا د اسلام د لارې بلونکي د دغه ارزښتناک آدب په حقيقت پوهيږي؟

مسلمانه وروره! د اجازې غوښتنې او لیدنی د آدابو د عملي کولو له پاره لاندې کارونه تر سره کړه:
 د ملاقات کولو له پاره مخکې وخت وغواړه.
 د لیدنی هدف ښکاره کړه.
 له ضروري لیدنو پرته ملاقاتونه مه کوه.
 کله دې چې د کتنې هدف تر لاسه کړ، نو روان شه.
 کوم کار چې د ليک، تليفون يا کومې بلې لارې تر سره کېدای شي، د هغې لپاره د ليدنې څخه ډډه وکړه.
 درې وارې دروازه وټکوه، که خلاصه نه شوه، بېرته وګرځه.
 د دروازې يوې خوا ته ودرېږه، او د ننه کور ته مه ګوره.
 کله چې در څخه د نوم پوښتنه وشي، ځان معرفي کړه او داسې مه وايه چې زه يم.
 که د کور څښتن له ليدنې څخه بخښنه وغواړي، په پراخه سينه يې ومنه.
 که کار دې وي، نو زر يې خلاص کړه.
 د کتنې له پاره مناسب وخت وګوره او داسې وخت مه غوره کوه چې د کور په خاوند بد لګيږي.
 وګوره چې کوربانه ستا په ورتلو خوښيږي او کنه.
 په هغه ځای کې کښېنه چې د کور خاوند در ته غوره کړی وي.
 د خپل او نورو د وخت ساتنه کوه، په ځانګړي ډول په ليدنو کې.


(په اسلام کې د ژوند تيرولو آداب) له کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب