صحابه کرامو سیرت

د ابوبکرصديق رضي الله عنه وصيتونه

حضرت عمر رضي الله عنه  ته  وصيت :

دبني مالکو اغر رحمه الله وايي: ابوبکرصديق رضي الله عنه  غوښتل چې حضرت عمر رضي الله عنه  له ځانه وروسته دمسلمانانو خليفه کړي؛ نو راويې غوښت او داسې يې ورته وويل:

ته مې يوداسې کارته راغوښتى يې چې هر څوک يې پر غاړه واخلي؛ ستړى کوي يې .

اى عمره! د الله  اطاعت کوه او د هغه وېره په زړه کې راوله! ځکه چې څوک له الله نه ويريږي هغه بيا له هر ډول شرونو څخه خوندي وي.

بيايې ورته وويل: زه تاته د مسلمانانو خلافت پرېږدم او بيابه يې ستانه پوښتنه کيږي، هغه څوک ددې کار وړ دى چې ددې حق ادا کړاى شي، څوک چې نوروته د حق سپارښتنه کوي او پخپله د باطل پيروي کوي، دداسي کس هيله به هيڅکله پوره نشي او ټولې کړي نيکۍ به يې له منځه لاړې شي.

اى عمره!  که د مسلمانانو چارې ستا په سر شوې؛ نو پام کوه چې د هغوى په وينو خپل لاسونه ککړ نه کړې او د هغوى له مالونو خپله خيټه ډکه نه کړې!

د نيکيو وس يوازې خداى پاک ورکوي ([1]).

سالم بن عبدالله بن عمر رضي الله عنه  وايي: د ابوبکرصديق رضي الله عنه  د وفات شيبې چې را نږدې شوې نو ديو صحابي په لاس يې دا وصيت نامه وليکله !

بسم الله الرحمن الرحيم

دا د ابوبکر وصيت دى، په داسي حال کې يې ليکي چې د مرګ شيبې يې را لنډي دي او له دنيا نه د اخرت نوي پړاو ته ورځي.

دا شيبې داسې وي چې کافر هم په غيبو ايمان رواړي، فاسق هم پرهيز ګارشي او دروغجن هم رښتيا ته مخه کوي.

ماله ځان نه وروسته عمر ستاسو خليفه ټاکلى دى، که هغه له عدل او انصاف څخه کار واخلي؛ نو زما هم ترې همدا هيله ده، او که ظلم وکړي نو وبال به يې د هغه پر غاړه وي؛ خو زه ترې د خير هيله لرم او زه له غيبو خبرنه يم او ظالمان به ډېر ژر پوه شي چې د ظلم انجام يې څه دى او څه ډول بد ځاى ته به ورځي!!

بيايې حضرت عمر رضي الله عنه  را وغوښت او په خوله يې ورته داسې وصيت وکړ:

اى عمره! ځينې خلک له تاسره کينه او ځينې درسره مينه لري او له پخوا نه دادستور راروان دى چې خيربد ګڼل کيږي او شر ښه ګڼل کيږي.

حضرت عمر رضي الله عنه  وويل: بيا خو ماته د خلافت اړتيا نشته، ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورته وويل: خوخلافت تاته اړتيا لري، ځکه چې تا پيغمبر صلى الله عليه وسلم  ليدلى او ملګرتيا دي يې کړې ده او دادې هم ليدلي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  به مونږ له خپل ځان نه وړاندې کولو، کله به چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  مونږ ته څه راکول؛ نو لومړى به هغه څه مونږ کارول او په اخر کې به مو د رسول الله صلى الله عليه وسلم  کورته ورليږل، او بيا دې زه هم ليدلى يم چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  تګلاره مې خپله کړې وه.

بيايې ورته وويل: اې عمره! په الله قسم ! داسي نه ده چې زه دا خبرې تاته په خوب کې کوم يا راباندې وهم راغلى، زه چې پرکومه لاره وم پر هغه لاره اوس هم روان يم.

اى عمره ! په دې ښه پوه شه چې دالله  جل جلاله  ځينې حقوق په شپې پورې اړه لري، له ورځې سره يې کار نشته او ځينې  يې له ورځې سره اړه لري له شپې سره يې کار نشته اود قيامت په ورځ به د نيکيو تله يواځې د حق په پيروي درنده وي، له هرڅه وړاندي زه تا له خپل نفس او بيا دې له خلکو څخه وېروم، ځکه چې خلکو له نفسونو سترګې پورته کړي او خواهشات يې ډېر شوي دي؛ خودوى چې کله ددې خرابيو له امله ورټل شي هغه وخت به بيا حيران وي، ځکه چې ترڅو ستا په زړه کې د الله پاک وېره وي هغوى به هم له تانه ويريږي.

دا زما تاته وصيت دى او پرتا سلام ([2]).

  عبدالرحمن بن سابط، زيد بن زبيد او مجاهدرحمهم الله وايي: د ابوبکرصديق رضي الله عنه  د وفات شيبې چې را نږدي شوې؛ نو حضرت عمر رضي الله عنه  يې را وغوښت او داسي وصيت يې ورته وکړ:

اى عمره! له الله  جل جلاله  نه و وېرېږه او تاته دې معلومه وي چې د الله تعالى له لورې ځينې داسې عملونه دي چې دشپې يې نه قبلوي او تر څو چې فرض ادا نه کړل شي نفل نه قبلوي، که څوک په دنيا کې د حق پيروي وکړي او په درنه سترګه ورته وګوري د قيامت په ورځ به يې د نيکو  عملونو تله درنده وي، او څوک چې په دنيا کې د باطل پيروي وکړي دقيامت په ورځ به يې د نيکيو تله سپکه وي.

بيايې ورته وويل: چېرې چې الله جل جلاله  د جنتيانو يادونه کړېده؛ نو هغوى يې له نيکو اعمالو سره ياد کړي دي اود هغوى بدعملونه يې ورته بخښلي دي، زه چې کله هم جنتيان يادوم نو وېرېږم چې زه به په دوى کې نه يم ، او کوم ځاى يې چې د دوزخيانو يادونه کړېده نو هغوى يې له بدو عملونو سره ياد کړي دي او د هغوى نيکۍ يې نه دي منلي؛ نو زه چې کله دوزخيان يادوم وېرېږم چې خداى مکړه زه هم له دوى سره نه يم.

الله جل جلاله  د رحمت اياتونه هم راليږلي او د عذاب هم؛ نو هر مسلمان ته ښايي چې دخداى پاک  له عذابه وويريږي او رحمت ته يې هيله مند وي.

بيايې ورته وويل: که زما داخبرې دې په ځان کې راوستې؛ نو هيڅ يو پټ شى به تاته تر مرګ زيات محبوب نه وي او که زما خبرې دې شاته وغورځولې نو هيڅ يو پټ شى به تاته تر مرګ زيات ناخوښ نه وي اومرګ به تا هرو مرو رانيسي ([3]).

عمرو بن العاص  او څونورو صحابه وو  ته وصيت :

عبدالله بن ابي بکر بن محمد بن عمرو بن حزم رضي الله عنه  وايي: ابوبکرصديق رضي الله عنه  صحابه را جمع کړل، بيايې په څو ډلو وويشل او شام ته د تللو لارښوونه يې ورته وکړه، له ټولو نه مخکې هغه ټولى روان شو چې عمرو بن العاص رضي الله عنه  يې امير و، دوى ته ابوبکرصديق رضي الله عنه  د”ايله” ښار په لاره د تللو امرکړى و، له بلې خوا له حضرت عمر رضي الله عنه  سره ډير لوى لوى صحابه ملګري وو، عمرو بن العاص رضي الله عنه  چې روان شو نو ابوبکرصديق رضي الله عنه  تريوځايه ورسره ولاړ او په تلو تلو کې يې داسي وصيتونه ورته وکړل :

عمرو! په هرکار کې -که پټ اوکه ښکاره وي- له الله جل جلاله  څخه وېره اوحيا کوه! ځکه چې هغه دې هرکار ويني.

ودي ليدل چې ته مې تر ټولو وړاندې کړې، سره له دې چې هغوى مي ستانه زاړه ملګري دي او ستانه مخکې مسلمانان شوي دي او اسلام او مسلمانانو لپاره تر تا ډېر ګټور دي، ګوره! هرکار چې کوې؛ نو د خداى  جل جلاله  خوښي په نظر کې نيسه او د اخرت لپاره کار وکړه! کوم مسلمانان چې  تاسره روان دي هغوى سره دپلار په ډول نرم چلند کوه.

د خلکو پټې خبرې هيڅکله مه افشاء کوه او د هغوى ښکاره کړنو ته ګوره، په خپل کار کې ښه خواري کوه او د دښمن په وړاندې کلکه مبارزه کوه اوبې زړه کيږه مه! د خيانت مخه نيسه او خائنانو ته جزا ورکوه! کله چې ملګرو ته وينا کوې؛ نو لنډي خبرې کوه! ته پرسمه لاره ځه؛ نو ستا ماتحت ملګري به هم سم وي ([4]).

قاسم بن محمد رحمه الله  وايي: ابوبکرصديق رضي الله عنه  حضرت عمر رضي الله عنه  او  وليد بن عقبه رضي الله عنه  دقضاعه سيمې د عشر را ټولولو لپاره وټاکل، هغوى چې روانيدل ابوبکرصديق رضي الله عنه  ورسره را ووت او په تلو تلو کې يې ورته وويل: په پټه او ښکاره له الله  جل جلاله  څخه وېريږئ ځکه چې څوک له الله جل جلاله  څخه وېره کوي هغه ورته هرو مرو دخلاصون لار برابروي او له داسې خوا روزي ورکوي چې دده ګومان هم نه وي، بدۍ يې له منځه وړي او ډېر ثوابونه ورکوي .

د خداى جل جلاله  نيک بندګان چې يو بل ته سپارښتنه کوي په هغو کې د الله جل جلاله  وېره تر ټولو غوره  خبره ده.

بيايې ورته وويل: تاسو چې په کوم کار پسې ځئ ګورئ پام مو وي چې په دې کار کې له حق څخه درغلي ونه کړئ! دغه راز په کوم کار کې چو مو دين ته خير وي له هغه نه بې پروايي مه کوئ! او سستي اوکوتاهي مه کوئ!([5]).

مطلب بن سائب رضي الله عنه  وايي: يوځل ابوبکرصديق رضي الله عنه  عمرو بن العاص رضي الله عنه  ته ليک واستاو او ورته يې وويل:

ما خالد ته ليک استولى چې ستا مرستي ته درشي، هلته چې درورسيږي ته ورسره ښه چلند کوه او مشرتوب ته يې مه مجبوروه ځکه چې ته ما له هغوى ټولونه وړاندې کړی يې، البته ته د هغوى له مشورې پرته هيڅ پرېکړه مه کوه ([6]).

 عبدالمجيد بن جعفر له خپل پلار نه روايت کوي چې ابوبکرصديق رضي الله عنه   عمرو ابن العاص رضي الله عنه  ته وويل: ته چې کله شام ته ځي نو په لاره کې بلئ، عذره او قضاعه عربي قومونو ته د جهاد بلنه ورکړه! ته به د هغوى امير يې، که له هغوى  نه  څوک  درسره  ملګري  شول  نو سپرلي او  دلارې توښه ورکړه او هره قبيله په خپله خپله مرتبه وټاکه ([7]).

 شرحبيل بن حسنه رضي الله عنه  ته وصيت:

  محمد بن ابراهيم حارث تيمي رضي الله عنه  وايي: ابوبکرصديق رضي الله عنه  د يوديني مصلحت له امله  خالد بن سعيد بن عاص رضي الله عنه  له دندې ګوښه کړ او دهغه په خوښه يې  شرحبيل رضي الله عنه  د هغه ځاى ناستى وټاکه او داسي وصيت يې ورته وکړ:

د  خالد بن سعيد رضي الله عنه  ډېر درناوى کوه ، هغه دپيغمبر صلى الله عليه وسلم   په زمانه کې د يوې سيمي والي و او دهغه  صلى الله عليه وسلم  له وفات وروسته هم په خپله دنده پاتي و؛ خو بيا ما  د يو ديني مصلحت له امله هغه ددې دندې وړونه ګاڼه، زه د يو چاله مشرتوب سره کينه نه لرم، ما هغه ته اختيار ورکړ، هغه په خپله خوښه ته خپل ځای ناستی وټاکلې؛ نو چې تاته په يو کار کې د کوم بزرګ د مشورې اړتيا پيښه شي لومړى له ابوعبيده رضي الله عنه  څخه، دوهم له معاذبن جبل رضي الله عنه  نه او درېم بيا له خالد بن سعيد رضي الله عنه  نه مشوره اخله! ځکه چې دوى درې واړه به تاته د خير او نيکي خبري کوي او ددوى له مشورې پرته په خپل سرکار مه کوه او له دوى نه هيڅ شى مه پټوه! ([8]).

يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه  ته وصيت :

حارث بن فضيل رحمه الله  وايي: کله چې ابوبکرصديق رضي الله عنه  يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنه  ته د لښکر جنډه په لاس ورکړه نو ورته يې وويل: يزيده! ته خوځوان يې او په ملګرو کې په ښه نامه ياديږې، ځکه چې تاپه شخصي ژوند کې نيک کارونه کړي دي؛ خو زه اوس غواړم چې تا وازمويم او له کوره لرې دې يوې سيمې ته ولېږم، هلته به معلومه شي چې ته څنګه يې او مشرتوب دي څنګه دى؟

که دا مشرتوب دې په ښه ډول تر سره کړ؛ نو  نور به دې هم لوړ کړم، او که خيانت دې وکړ نو له دې دندې به دې هم ګوښه کړم، تاته مې د خالد بن سعيد رضي الله عنه  دنده در په غاړه کړه! بيايې ورته د کار په هکله داسي لارښوونې وکړې: زه تاته له ابوعبيده بن جراح رضي الله عنه  سره د نيک چلند سپارښتنه کوم، ځکه چې په اسلام کې تاسو ته دهغه درجه معلومه ده او بله داچې رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايي: د هر امت يو امين وي او د دې امت امين ابوعبيده بن جراح دى، دده د لوړې مرتبې درناوى کوه، دغه راز  د معاذ بن جبل رضي الله عنه  هم درناوى کوه! تاته معلومه ده چې هغه له پيغمبر صلى الله عليه وسلم  سره په غزاګانو کې ګډون کړى دى او رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايي:

د قيامت په ورځ به په عالمانو کې د معاذ لوړه مرتبه وي، بله داچې هيڅ يو کار د دوى دواړو له مشورې پرته مه کوه، او دوى به تاسره په خواخوږۍ کې کمى نه کوي! يزيد وويل:  اى درسول الله صلى الله عليه وسلم  خليفه! څنګه چې دې ماته د هغوى دواړو په هکله ټينګار وکړ نو هغوى ته هم زما په هکله ټينګار وکړئ !

ابوبکرصديق ورته وويل: سمه ده زه به هغوى ته هم ووايم ، يزيد رضي الله عنه  وويل : الله دې پر تاسو رحم وکړي او نيکي بدلې دې درکړي ([9]).

 يزيد بن ابي سفيان وايي: ابوبکرصديق رضي الله عنه  چې زه شام ته ليږلم نو راته يې وويل: اى يزيده!  هلته ستا ډير خپلوان دي، زه له دېنه ډېر وېرېږم چې ته به هغوى له نورو خلکو وړاندي وګڼې، مګر داخبره په غور واوره چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايي:

څوک چې د مسلمانانو چارواکى شي او بيا د شخصي ميلان له امله يو ناوړه  کس د مسلمانانو مشر کړي؛ نو پر هغه به د خداى لعنت وي ، نه به يې نفلي عبادت قبلوي او نه فرضي او دوزخ ته به يې غورځوي، او څوک چې د شخصي اړيکو له امله چاته د خپل (مسلمان) ورور مال ورکړي پر هغه به د الله لعنت وي.

خداى پاک بندګانو ته بلنه ورکوي چې پر هغه ايمان راوړي تر څو د هغه ترساتنې لاندې راشي، اوس چې کوم خلک د الله د ساتنې لاندې راغلي دي او څوک يې ناحقه سپکاوى کوي خداى پاک به يې په لعنت اخته کړي. ([10])

ليکنه: نوميالی بلندوی مولانا محمد يوسف کاندهلوي رحمه الله

ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

(د صحابه وو ژوند) د کتاب يوه برخه


(1 )                  (اخرجه الطبراني قال الهيثمي ٥ /١٩٨ والمنذرى في الترغيب ٤ ١٥).

(2)                  (اخرجه ابن عساكر كذافي الكنز ٣ / ١٤٦).

(3 )                 (عند ابن المالك وابن ابى شيبه وهناد وابن جرير وابى نعيم في الحليه كذا في منتخب الكنز ٤ / ٣٦٣).

(4 )                 (اخرجه ابن سعد كذا في الكنز ٣ / ١٣٣ و ابن عساكر١ / ١٢٩).

(5 )                 (اخرجه ابن جيرير الطبرى ٤ / ٢٩ وابن عساكر ١ /١٣٢).

(6 )                 (اخرجه ابن سعد كذا في الكنز ٣ / ١٣٣).

(7 )                 (اخرجه ابن سعاد كذا في الكنز ٣ / ١٣٣ وابن عساكر ١ / ١٢٩).

(8 )                 (اخرجه ابن سعد ٤/ ٧٠ كذا في الكنز ٣ /١٣٤.

(9 )                 (اخرجه ابن سعد كذا في الكنز ٣ / ١٣٢).

(10 )                 (اخرجه احمد والحاكم ومنصور بن شعبه البغدادى كذا في الكنز ٣ / ١٤٣ وقال الهيثمي ٥ / ٢٣٢ رواه احمد).

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: