د آرام ژوند لپاره دا ټکي ولولئ

  • خوښی او غوښتنې د دریاب دوه غاړې دي تاسو په يوه وخت کې په دواړو نشئ تللی نو ځکه د هغوی په منځ کې برابري او اعتدال راولئ.
  • په کور کې وﺉ ، او که په دفتر کې په ایماندارۍ او مسئوليت سره کار کوﺉ کله به هم ستړيا احساس نه کړﺉ
  • زيات سګريټ ، چای او یا کوک څښل نه يواځې دا چې تاسې په احساساتي توګه ناروغوي بلکې د هغه په عادت اخیستو سره نا ارامي در بښي.
  • د زړه سوي واړه واړه کارونه او د مينې وړې وړې خبرې زمونږ د ذهن د خوښۍ تضمين دی.
  • که چېرته مونږ د غچ او کسات اخیستو په ځای يو او بل وبښو نو بيا خو به دا ځمکه مونږ ته د خوښيو باغ وګرځي ځکه چې په بښلو کې لويي ده.
  • مونږ په ټول ژوند کې د بې شمېره اندېښنو او ويرو ښکار کېږو مګر په هغو کې زيات بیا اساس نه لري په ځان باور او ډاډ لرل د هغو مکمل علاج دیږ
  • ساده غذا … لږ خوراک … لږه مالګه … لږ مرچ …. او زياتې اوبه کارول تاسو روغ او تازه ساتي.
  • دغوسې پر مهال يو ګيلاس يخې اوبه څښل تاسو ته ارام دربښي.
  • له سيوري نه مه ویرېږﺉ ځکه هغه د رڼا زیری لري
  • د ذهني نا ارامۍ په مهال ورزش ښه او بهترين علاج دی
  • وړو وړو پېښو ته اجازه مه ورکوﺉ چې تاسو اندېښمن او ذهنی ارام مو تباه کړي
  • دا یاد ولرﺉ چې تاسو ټول شيان په يوه وخت کې لاسته نشئ راوړلای نو ځکه هغه يو يو کړﺉ او بيا يې لاس ته راوړﺉ
  • يواځې هغه وعده کوﺉ چې بيا يې پوره کولای شئ
  • څه چې نشئ کولای چاته يې په خوله مه يادوﺉ
  • پرهېز او متوازنه غذا ښه ډاکټر دی
  • د ښو کتابونو مطالعه د علم د زياتېدو تر څنګ سړي ته ارام وربښي.
  • لیکنه : ډاکټر شګفته تقوا

    زباړه : ش. احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب