دین، مذهب، کلتور او دولت تعریف اسلام له نظره

الدين:

دين په لغت کې طاعت او انقياد يعنې پيروی او غاړې ايښودلو ته وايي ، په عامه اصطلاح کې په غيبي امورو باندې د انسان عقيدې او عمل ته دين وايي ، او په اسلامې اصطلاح کې الله جل جلا له  تسليم او غاړه ايښودلو ته وايي هغه دين کوم چې د الله جل جلا له  د طرف نه په رسول الله صلی الله عليه وسلم  نازل شوی دي چې عبارت له عقيده ، اخلاق ، عبادات ، معاملات ، عقوبات او نور کوم چې په قرانکريم او سنت رسول الله صلی الله عليه وسلم  راغلي دي .
قال الله تعالی : إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ [آل عمران: 19]
او د اسلام د نزول وروسته بغير له اسلام څخه  الله جل جلا له ته هيڅ دين د قبول وړ نه دی ( پخوا چې کوم آسماني اديان وو هغه هم د اسلام په نزول سره منسوخ شوی دي )
قوله تعالی : وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ [ آل عمران: 85].

مذهب:

 په لغت کې لارې او طريقې ته وايي : او په اصطلاح کې علمي رائيو او نظرياتو ته مذهب وايي .
په اسلامې شريعت کې مذهب د قرآنکريم او احاديثو په تشريح او توضيح کې او همدارنګه د اجتهادي اصولو کې د لوړ فهم او ادراک واله علماء رايو او نظرياتو ته مذهب وايي .
د صحابه کرامو په دور کې هم ځنو صحابه به د ځنو هغو صحابه کرامو چې د فهم او ادراک او اجتهاد قوه به يې لوړه وه فتوی ورکوله  د هغوی رايي او نظر ته به يي مذهب فلان او فلان ويل لکه :
مذهب عائشة رضی الله عنها
مذهب عبد الله بن عمر  رضی الله عنه
مذهب عبد الله بن مسعود رضی الله عنه
مذهب عبدالله بن عباس رضی الله عنه
او نور
همدارنګه په تابعينو کي مذهب : د سعيد بن المسيب وعروة بن الزبير والقاسم بن محمد وخارجة بن زيد ، أبو بكر بن عبد الرحمن بن حارث بن هشام وسليمان بن يسار و عبيد الله بن عبد الله بن عتبة بن مسعود” وو
او وروسته بيا د څلورو اسلامې فقه څلور مذاهب مينځه راغلل لکه :
المذهب الحنفي
– المذهب المالكي
– المذهب الشافعي
– المذهب الحنبلي

الدولت:

 دولت ، حکومت ، سلطنت ، امارت تفريباً مترادف لغتونه دي چې  هدف يې يو شان دی چې حکم کولو ته وايي :
دولتونه يا حکومتونه دوه ډوله دي : اسلامې حکومت او غير اسلامې يا وضعي حکومتونه .
اسلامې حکومت : اسلامې حکومت  د هغه عمومي رياست څخه عبارت دی چې عملاً د دين د اقامې په لور متوجه وي او فيصلې او حکمونه يئ په ما انزل الله ( قرآن او سنتو ) باندې وي .
قوله تعالی : إِنِ الْحُـــــكْمُ إِلَّا لِلَّهِ (الانعام ۵۷ ) .
يعنې اصلي حاکم الله جل جلا له  دی او اسلامې حکومت يا مسلمان حاکم د هغه جل جلاله نائب وي په ځمکه کې چې د الله جل جلا له  شريعت عملي کوي په ځمکه کې .
وضعي حکومتونه : هغه حکومتونه دي حکم او فيصلي په وضعې قوانينو هغه قوانين چې د انسانانو لخوا ترتيب او جوړ شوی وي تر سره کوي لکه سوسياليزم ، نشنليزم سکوليزم ديموکراسي او نور ……….

کلتور :

 د يوې ټولنې د خلکو عاداتو او رواجونو ته وايي .
والله اعلم

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب