دیارلس عادتونه چې انسان ژر ژړوي

۱ـ څو کاره یوځای سرته رسول

څو کارونه یو ځای سرته رسول نه یوازې دا چې کومه ښه لاسته راوړنه نه لري بلکه فکر ناارامه کوي او د سترس(روحی فشار) لامل ګرځي . اوسنیو څیړنو ښودلې چې پر لپسې سترس (روحي فشار) په وجود کې د ازادو رادیکالونو چې بې ثباته مالیکولونه دی د تولید سبب ګرځي همدا بی ثباته مالیکولونه د بدن ژونکو ته ضرر رسوي او د ژونکو د زړښت لامل ګرځي چې همدا د پوستکي د زړښت له بنسټیزو لاملونو څخه ګڼل کېږی. نو ددې لپاره چېدروحي فشار ستونځه مو کمه و اوسي خپل ټول کارونه د وخت سره سم پلان کړی ،کله چې یو یې خلاصیږی په بل پیل وکړی، دا به نه یوازې داچې د کارونو په سمولو کې درسره مرسته وکړي بلکه د د ژر زوړوالی مخه به مو هم نیولې وي .

۲ـ زیات خواږه خوړل

په نورماله توګه مغزد خوږو مصرفولو ته اړتیا لري خوکله چې یو څوک تر اړتیا زیات خواږه خوري نه یوازې داچې وزن به یی زیاتیږي د جلد دزړښت لامل هم ګرځی . د قند مالیکولونه په داخل د بدن کې د پروتینی فایبرونو سره یو ځای کېږی او دګلوکوسیون په نوم ترکیب جوړه وي چې همدا ترکیب په خپله د جلد د شفافیت له منځه تلو لامل ګرځی . او ددی سره سره د سترګو په چاپیر کې دتورو پړسېدلو جوړښتونو ، د پوستکي ګونځو او د پوستکي د مړاوې کېدو لامل  هم ګرځي. نو ددی لپاره چې پوستکی مو ځوان پاتې شي په خپل خواراک کې د زیاتو خوږو له خوړلو ډډه وکړی.

۳ـ د شپې لخوا د پنځه ساعتو څخه کم ویده کېدل

بیخوبي نه یوازې داچيد سترګو په چاپیره کې د تورو پړسېدلو حلقو سبب ګرځي ، دوجود د کمزوری لامل هم ګرځي . کم له کمه د شپې لخوا ۷ ساعته خوب کول د بدن لپاره اړین ده ( زمونږ د عوامو په اصطلاح چې خوب د وجود پڼه ده) . که چیری د ورځي لخوا مو دستړیا احساس کاوه ، ذهن مو نارامه وو، د فکر کولو ستونځه درته پیدا کېدله او وزن مو دزیاتیدو خواته روان وو نو اړینه ده چې خپل خوب مو د شپې لخوا حتما پوره کوی.

۴ـ ډیر تلویزیون لیدل

دا چې دمهال ویش سره سم تلویزیون ته کېناستل د خبرونو اوریدل ځانته خبره ده خو په پرلپسې توګه تلویزون ته کېناستل هم د وجود زړښت لامل ګرځي . دوامداره کېناستل که هغه تلویزیون ته وي او یا په دفتر کې په چوکی باندی وی ، که تر ۳۰ دقیقو زیات یو څوک بی حرکته پاتی کېږی نو د بدن په داخل کې غوړین مواد رسوب کوي او د چاغېدو چانس زیاتوي. نو ددې لپاره که په دفتر کې یاست او یاهم بله یوه داسېبوختیا لری چې ناستي ته اړتیا لري نو هڅخ وکړی چې هر نیم ساعت وروسته په داخل د اطاق کې وګرځي او یا بیرون ته اووځي.

۵ـ ډیر ناستی

د ډیر ناستي ضررونه هم معلوم دي ،هر هغه څوک چې ډیرناست وي هغوی ډیری وخت د پښتورګو ، زړه ـ رګونو او سرطانی ناروغیو سره مخامخ کېږي . لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه زیات بې حرکته کېناستل د چاغېدو لامل ګرځي او زیات چاغ والی د ډیرو ناروغیو لامل کېدای شی.

۶ـ د مخ وچوالی

که چیری دیوچا د مخ پوستکی وچ وي نو کولی شی د یوشمیر A  ویتامین لرونکو کریمونو څخه ګټه واخلي . د یادونې وړ ده چې تر سترګو لاندی برخې پوستکی ډیر نازک ده نو ددې لپاره چې د سترګو چاپیره او هم د مخ پوستکی مو نرم پاتې شي کله کله د مخ د کریمونو څخه ګټه اخلی مګر یو ټکی په پام کې ولری چې د ارایشی کریمونو څخه مطلق ډډه وکړی.

۷ـ د لمر وړانګو ضد کریمونو کارول

هرهغه څوک چې دوامداره توګه دلمر وړانګو سره مخاخ وي دوی کولی شي چې د لمر وړانګو ضد کریمونو څخه ګټه واخلي

۸ـ ډیر سینګار کول

دسینګار په توکو کې ډير زیات کمیا وی مواد موجود وي چې دا کمیاوي مواد مستقیما په جلد باندې منفي تاثیر کوي،  د جلد د مړاوې کېدو لامل ګرځی همدا ده چې تر وخت وړاندی مو پوستکی زړیږي، په ځانګړی توګه د هغو ارایشی موادو کارول چې ډیر کمیاوی مواد او ډیر غوړ ولري هیڅ کله مه کاروی.

۹ـ پړمخی ویده کېدل

پړمخي ویده کېدل هم د مخ د پوستکی د خرابیدو لامل ګرځي،ددې ډول ویده کیدو په وخت کې د مخ پوستکی ډیر وخت د بالښت سره سولیږي او پوستکی ګونځیږی نو ښه داده چې په یوه اړخ ویده شی .

۱۰ـ د خونی (اطاق) زیات ګرم ساتل

د ژمی لخوا اکثریت خلک د یخنی له ویری خپل اطاق ډیر ګرم ساتي ( په خونه کې برقی بخارۍ، مرکز ګرمي او داسی نور)  ګرم کوونکيالات د خونې داخلي رطوبت له منځه وړی کله چې رطوبت له منځه لاړ شي نو د جلد د وچیدو لامل ګرځي چې همدا لامل ده چې ستاسې جلد به زوړ ښکاري نو د دې لپاره چې د اطاق رطوبت مو ساتلی وی په بخاری باندې د اوبو څخه ډک یو لوښی د هروخت لپاره کاروئ چې له اوبو څخه پورته کېدونکی بخار(تپ) به مو د اطاق هوا مرطوبه ساتي.

۱۱ـ سګرت څکول

چې ډیر زیات اضرار لری دلته یی یادونه د پاڼې له حوصلې څخه پورته ده

۱۲ـ د ګټورو غوړین موادو نه خوړل

اومیګا تري چې د ماهیانو په غوښه کې پیدا کېږي خوار ک یې نه یوا زی داچې د جلد په شفافیت کې رول لري د قلبي ناروغیو مخه هم نیسي.

۱۳ـ کړوپ کېناستل:

په ځانګړې توګه هغه کسان چې ډیر کمپیوتر کاروي په ساعتونو په چوکی  ناست وي د دې کسانو د ملاتیر کږیږی . نو اړینه ده هغه شمیر وګړی چې ډیر کمپیوتر کاروي لومړی خو باید هر نیم ساعت وروسته خپل حالت ته تغیر ورکړئ په اطاق کې یو دوه قدمه واخلئ اوبل د دې ترڅنګ داسی کېنۍ چې ملا مو کړوپه نه وي . یعنی داسی یو حالت غوره کړئ چې ملا مو په څوکۍ کې سیده وي .

ژباړه ډاکتر محمد نسیم همیم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب