
تیرې برخې:
[۸] :دکابل په فتحه کې د نامتو امام حسن بصري رحمه الله ګډون اوپه افغانستان کې دری کلنه استوګنه
امام حسن بصري رحمه الله په خپله وايي :چې له ماحضرت عبدالرحمن سره دکابل سفر هم کړی او اودامام حسن بصري توري داسي دي : (((سافرتُ مع عبد الرحمان بن سمرة إلى كابلَ) [1] .
دغه راز امام حسن بصري رحمه الله وايي: مادکابل په فتحه کې له حضرت عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه سره ګډون لاره اوعبارات يې داسي دي چې ديوه سړي دپوښتنې په ځواب کې يې وويل : يا أبا سعيد هل غزوت قط ؟ قال: نعم غزوة كابل مع عبد الرحمن بن سمرة[2].
امام حسن بصري رحمه الله وايي :ماپه خراسان (اوسني افغانستان )کې دری کاله تير کړل [3] اودکابل په ګډون دزابل په غزاګانوکې مې ورسره ګډون درلود اودامام حسن بصري رحمه الله عبارات داسي دي :(( وروى الحسن عن عبد الرحمن بن سمرة أنه غزا معه كابل والأندقان والأندغان وزابلستان ثلاث سنين [4]))
[۹] : له افغانستانه دحضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه بيرته ستنېدنه
حضرت عبدالرحمن بن سمرة t له کابله دبېرته ستنيدلو پرمهال څوتنه افغانان دغلامانو په ډول له ځانه سره بوتلل چې وروسته يې ازاد کړل اودمسلمانانوسترامامان وګرځيدل[5] چې دری تنه دزيات شهرت خاوندان شول اونومونه يې دادي :
۱ـ امام محکول کابلي چې دامام زهري له ويناسره سم په فتوا له هغه څخه زيات بل د پوهې خاوند په خپل وخت کې نه و[6] نوموړی دشام نامتو محدث وبلل شو اوهلته وفات هم شو اوپه حديثوکې دنوموړي دستر مقام له امله يې امام ذهبي رح پيژندنه دنامتو محدثينو په کتارکې په خپل کتاب ((تذکرة الحفاظ)) کې راوړي ده .[7]
۲ـ عمروبن عبيد کابلی.[8]
۳ـ امام نافع کابلي رحمه الله : نوموړی نامتو تابعي ګڼل کيږي د حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه ازاد کړی غلام و. له نامتو صحابه وو لکه ابوسعيد خدري اوعبدالله بن عمر اوحضرت ابو هريرة، او حضرت عائشة رضی الله عنهما څخه يې روايتونه کړي دي امام بخاري رحمه الله دنوموړي سند ترټولو غوره سند (اصح الاسانيد) بولي .[9] د حديثو نامتو امامانو لکه ابن شهاب زهری او اوايوب سختياني او په ځانګړي ډول امام مالک رحمهم الله ترينه راوياتونه اخېستي دي اوپه ۱۲۰هجري په مدينه منوره کې وفات شوی دي .[10]
[۱۰] : دحضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه وفات
په ۴۵هجري کال کې بېرته دعراق بصرې ته ستون شو اوپه ۵۰هجري کال په بصره کې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه اونامتو صحابي زياد بن ربيع رضی الله عنه يې دجنازې لمونځ وکړ[11] .
په بصره کې يوکوڅه دده په نامه د((سکة ابن سمرة)) ياديده ،اوپه بصره کې يې ځانته په خپل کور کې يوجومات دکابل د ودانيو په څېر له ځان سره د بيولوافغانانو په لاس جوړ کړ.[12]