ښځه په اسلام کې

دښځې مقام په عظیم الشأن قرآن کي

 دځانګړی بحث ترپیل کیدوله مخه (چی دښځو د زده کړې موضوع ده ) ضروری بریښي چی په عظیم الشأن قرآن کی په عمومی ډول سره دښځوپه اړه یوه لنډه خبره وکړوچی : لوی قرآن ښځوته په کوم نظرګوري؟کوم یئ مقام اوعظمت دی؟کوم یئ ځانګړی احکام دي؟اوداسی نور………؛

دغه خو بیل بیل غټ غټ بحثونه دي خودلته به په مختصره توګه سره دومره ورڅخه یادونه وکړم چی: دښځې (زوج،ازواج،) الاُم (مور) ابنت،بنت، (لور) اخت (خور) امرأة (ښځه ) نسوة اونسآء (ښځو ) په نومونوسره په قرآن کریم کی له دی ټبرڅخه (۲۰۱) ځله یادونه شوی ده، چی د،زوج ؛توری (۱۶) ځایه ، د،ازواج توری (۴۱) ځایه ، د،الاُم توری (۲۶) ځایه د،ابنة،بنت ،توری (۱۹) ځایه د؛اخت توری (۱۴) ځایه د:امرأة توری (۲۶) ځایه د:نسوة ؛توری (۲) ځایه اود:نسآء توری (۵۷) ځایه راغلی دی ؛اوهمداراز دسیدنا عیسی علیه السلام مور سیدتنا مریم رضی الله عنها په خپل صریح نامه (مریم ) سره (۳۵) ځله ذکرشوی ده، همداشانی نورې ښځې چی په نومونوسره نه بلکه قصې یئ په قرآن عظیم الشان کی راغلی دي،لکه : امرأة نوح،امرأة لوط،اُم البشرسیدتناحوّأ علیها السلام،زوجة سیدناابراهیم علیه السلام اونورې………دمریم علیهاالسلام په شمول (۲۵) ښځې دي چی نوم یواځې دمریم رضی الله عنها په صراحت راغلی اونورې له نومونوپرته ذکرشوی دي؛له دی په آخواخالة،عمة،خالات،عمات،ربیبة،…… اونورې محرماتې…. دهغوی مسائل،احکام ،اواړوندحقوق، دلوی قرآن په ګڼوآیاتونوکی راغلی دي، علاوه لا داچی: دښځوپه نوم په عظیم الشأن لوی قرآن کی بشپړسورت چی دآیاتونو په شمیر پر شپږم  لمبرترټولوغټ سورت دی ،سورة النسآء، چی (۱۷۶) آیاتونه لري دښځوپه نوم نومول شوی دی،په دی سورت کی دښځو ځانګړی احکام ډیربیان شوی دی،اوپه نوروآیاتونوکی چی دښځوپه کوم یوه نامه سره یادونه شوی وی په هغه ځای کی کوم ځانګړی حکم هم پروت وی،لوی قرآن په صراحت سره وایئ چی ښځې ستاسی لپاره دلوی خدای له لوری غټ احسان اونعمت دي،ستاسی زړونه ورسره سکون پیداکوی،داولادونودپیداکولولپاره یواځینۍ ذریعه همداغه ښځې دي،لکه چی موږپه سترګووینوچی دنن پرمخ تللی نړۍ هرڅه اختراعات وکړل،هرطلسم یئ جوړاو ورڅخه استفاده یئ وکړه ،خوچیلنج دی ټولې نړۍ ته یو انسان دی جوړکړی؛ یوروح دی تخلیق کړی؛یاکه دانه شی کولای یو هغه څوک دی چی پردوی ډیرګران وي له مرګ څخه وژغوري،نودغه الْهی تخلیق دلوی رب په کامله قدرت سره په دی ډول کیږی چی نراوښځه سره جوړه شی اوله خرابواوبوڅخه یئ پاک سپيڅلی انسان جوړشی،فتبارک الله احسن الخالقین.لوی خدای ددی نعمت چی پرنارینه وویئ پیرزوکړی دی یادونه اودهغه دحکمت راپیژندنه په دی ډول کوي: بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (يا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً{1}النساء

– هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلاً خَفِيفاً فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحاً لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ{189}الأعراف

– وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ{72}النحل

– وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ{21}الروم .

په پورته لومړنی ذکرشوی آیت شریف کی دتخلیق راز،اوڅرنګوالی،په دوهم کی دسکون اوډاډدحاصلولولویه وسیله،اودحمل داستقرارتدریجی حکمت،په دریم کی انسان ته له انسانی جنس څخه جوړه اوله هغې څخه دخدمت ګذاره اولادونو زیږیدنه اوپاکه روزی او ددی لوی نعمت شکر نه کولوته د بطلان اعلان، اوپه څلورم آیت کی دلوی رب جلّ جلاله دقدرت علاماتوته دتوجه رااړولوپه دی ډول چی انسان ته دده له خپل جنس څخه ښځه ورکړه شوه چی ورسره په آرام شی،اوددوی دووپه مینځ کی یئ ځانکړی محبت، الفت،رحمت اوفوق العاده خواخوږی پیداکړی ده. زه دلته دټولو قرآنی آیاتونو ذکر نه شم کولای اونه هم دلوی رب داحساناتو او نعمتونو شمیره دچاپه وس کی ده، بلکه دیوڅوخاصو آیاتونو راوړل په ځینو مواردو کی ددی لپاره چی نور نو لوستونکی دعظیم الشأن قرآن تدبر او تفکرته ځیرکړی اړین ګڼم اوپه ځانګړی ډول په دی موضوع کی چی غربیانو ښځې له اسلام اوقرآن څخه خوا توری کړی دی چی العیاذبالله لوی قرآن دهغوی حقوق نه دی ورکړی یا پیغامبر صلی الله علیه وسلم العیاذبالله دهغوی پرحقونوباندی تیری کړی دی یااوسنی مسلمانان هغوی ته په کوم احترام یاحقونو قائل نه دي؛ لوی قرآن دمُور،دحقونواوله هغې سره داحسان کولو او همدا رازله پلارسره دښه چلندپه موردکی فرمایئبِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ،وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيماً{23} وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً{24}الإسراء

– وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْناً وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ{8}العنكبوت ؛

په لومړنی آیت شریف کی یئ امرکړی دی چی له لوی رب جل جلاله څخه پرته دبل چاعبادت مه کوئ،اوورپسې یئ فرمایلی دی چی له موراوپلارسره نیکی کوئ،تردی بریده چی ددوی په وړاندی اوف لاهم مه وایاست،چی زړه یئ آزارنه شی،اودوی مه رټئ ،نرمې،نیکې،پستې،اوخوږې خبرې له دوی سره کوئ،په دوهم آیت شریف کی یئ فرمایلی دی :درحمت،مینې،اوخواخوږئ کوڅر(وزر) ورته په عاجزی ،خاکساری ،اوفروتنی سره ټیټ کړئ،اولوی رب جلّ جلاله ته ددوی په اړه دعاوې کوئ چی ای الله!پردوی باندی په ژوندانه اومرګ دواړوکی ورحمیږه!لکه څرنګه چی دوی په وړوکتوب کی زماښه پالنه،روزنه،اوتربیه کړی ده.
اوپه دریم آیت شریف کی چی دعنکبوت دسورت دی فرمایئ چی انسان ته دلوی خدای جلّ جلاله وصیت دی چی له موراوپلارسره دی نیکی کوی اوکه چیرته موراوپلاریئ العیاذبالله ددی هڅه کوله چی دی مشرک کړی نوبیایئ فرمایلی دی چی اطاعت یئ مه کوئ ،خوپه دی صورت کی هم ورسره بدسلوک نه دی پکارالبته دلوی رب وحدانیت ته بایدپه ښواونرمواخلاقوراوبلل شی،اوپه دنیایئ چاروکی ورسره ښه برخوردوشی،لکه چی دلقمان دسورت په آیاتونوکی فرمایئ :

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ (14) وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ (15) 

علامه آلوسی رحمت الله علیه ددی آیتونوپه تفسیرکی وایئ : { وصاحبهما فِى الدنيا مَعْرُوفاً } أي صحاباً معروفاً يرتضيه الشرع ويقتضيه الكرم والمروءة كإطعامهما واكسائهما وعدم جفائهما وانتهارهما وعيادتهما إذا مرضا ومواراتهما إذا ماتا ، وذكر { فِى الدنيا } لتهوين أمر الصحبة والإشارة إلى أنها في أيام قلائل وشيكة الانقضاء فلا يضر تحمل مشقتها لقلة أيامها وسرعة انصرامها؛ وقيل : للإشارة إلى أن الرفق بهما في الأمور الدنيوية دون الدينية . حاصل یئ دادی چی که دوی مشرکان وی هم ورسره دمیړانې، سخاوت، اومهربانۍ له مخې ښه کوئ، ډوډۍ،جامه،اونور ضروریات یئ ورپوره کوئ،که ناروغان وي پوښتنې ته ورځئ،مه یئ رټئ،که مړه شي دتدفین اوتکفین چاری یئ ورسموئ،اوپه دنیوی چاروکی ورسره په ټوله کی ښه چال چلندکوئ خوپه دیني چاروکی یئ پیروی مه کوئ.

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: