حقوقښځه په اسلام کې

دښځو نهه شپېته حقوق په اسلام کي‏

دښځو نهه شپېته حقوق په اسلام کي‏

ګرانو لوستونکیو په نږدې وختونو کې ډيرې ټولنې او ډلې د ښځو د حقوقو نارې وهي او خپرونې کوي، چې د يو ځاى او بل ځاى څخه اخيستل شوې او ددغه شعاونو او نارو ډيره برخه د ښځو د هلاکت او د حياء څخه د خلاصيدو لپاره استعماليږي له همدې کبله موږ وغوښته چې د ښځو د حقوقو څخه د اسلام مبارک دين د لارښوونو سره سم په لاندې ډول وړاندې کړو.

 

دمور په گیډه کې د ښځې حقوق:

۱-  اسلام د مور په ګېډه کې د ښځې د حق ساتنه کوي، که چېرته د هغې مور طلاقه شي او ماشومه د مور په گېډه کې وي؛ نو اسلام دحمل په جريان کې د مور نفقه د هغي (ماشوم) د پلار په غاړه اچولې . الله پاک فرمايې :
(( وان کن اولات حمل فانفقواعليهن حتى يضعن حملهن))
ژباړه : (( او که وي دغه ښځې حمل والا؛ نو خرڅ کوئ پر دوى تر هغه پورې چې وزيږوي حمل خپل))

٢-  کله چې دغه ښځې د مور په گېډه کې وي؛ نو ددې لپاره چې د بدې اغيزې لاندې را نشي پر مور يې حد لازميږي، ځکه کله چې غمدية نومې ښځه رسول الله  صلى الله عليه وسلم ته راغله او ويې ويل چې ما پاکه کړه (يعنى زما د جرم جزاء راکړه )؛ نو محمد صلى الله عليه وسلم ورته وويل چې لاړه شه تر هغه پورې چې حمل دې لرې شي، يعنې ماشوم وزيږوي .

٣-  اسلام د مور په گېډه کې د حمل پر وخت د هغې د له منځه وړل او ساقطول ناروا گرځولې و؛ نو که دغه حمل د غير شرعي طريقې له لارې رامنځ ته شوى وي . (چې  دغه حکم کې نارينه هم همداشان حق لري )

٤-  کله چې يوه ښځه خپل ماشوم په خپله خېټه کې سهواً اويا قصداَ ووژني نو ديت او يا حد پرې لازميږي، لکه د هذلية د حديث پر شان .

د(رضاعت) شودو ورکولو پر مهال د ښځې حقوق :

٥-  سد رضاعت پر مهال ښځې ته امر شوى چې اولاد ته شيدې ورکړي (( واالوالدات ير ضعن آولادهن ))
ژباړه : (( او ميندې دې خپلو بچيو ته شيدې ورکړي))

٦-  اسلام د راضعې ( شدو دماشوم) د حق ساتنه هم کړې ده، ځکه کله چې غامدية نومې ښځې ماشوم وشو او پر ځان باندې يې د حد د قايمولو غوښتنه وکړه ؛ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: چې لاړه شه او خپل ماشوم ته شودې ورکړه تر څو چې جدا يې کړې .

 د زيږيدو نه وروسته د ښځې حقوق :

٨-  د پيدايښت نه وروسته اسلام د ښځې د نفقې او جامو د حق ساتنه کړې . الله پاک فرمايې:
(( وعلى المولود له رزقهن وکسوتهن بالمعروف))
ژباړه : (( او په پلار د بچې باندې خوراک د دوى او جامه د دوى په ښه طريقه سره ))

٩-  اسلام ښځې ته چې لويه او که کوچنۍ د ميراث حق ورکړى، الله پاک فرمايې
(( فآن کن نساء فوق اتنين فلهن ثلثا ماترک و ان کانت واحدة فلها النصف ))
ژباړه : که وي دوى ( زنانه) د دوو نه زياتې، نو دوى لره دوه  برخې دي د هغه مال چې   پريښى وي او که وي يوه لور نو هغې  لره نيمه (برخه) ده))

د ښځې ځانگړي حقوق :

١٠- اسلام ښځې ته د مناسب (وړ) مېړه د ټاکلو حق ورکړى، او کولاى شي چې موافقه يا مخالفت وکړي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې :(( لافنکح الاءيم تستامر)) مفهوم : (( جره نکاح به په نکاح  نه ورکول کیږي ترڅو چې امر وکړي او اجازه وکړي )

١١-  کله چې يو جينۍ باکره وي؛ نو بې له هغې د اجازې به چا ته په نکاح نه ورکول کېږي ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (( و لاتنکح البکر حتى تستآذن )) ژباړه : (( او باکره پېغله په نکاح نه ورکول کېږي تر څو چې اجازه ترې واخيستلاي شى ))

١٢-  اسلام ښځې ته د مهر حق ورکړي او په خاوند يې واجب گرځولى.الله پاک فرمايې : (( فما استمتعتم به منهن فاتوهن اجورهن فريضه ))
ژباړه : نو هغه زنانه چې ګټه ترېنه واخلئ، په مهر سره د دوى نه پس ورکوئ دوى ته مهرونه د دوى مقرر کړى شوي

١٣-  د واده څخه وروسته اسلام د ښځې د مهر د حق ساتنه کړې که چېري ميړه خپله ښځه طلاقه کړي؛ نو مهر ترې بېرته نشي اخستلى مگر که دا ښځه د خلع غوښتنه وکړي . الله  پاک فرمايې:  (( ولا يحل لکم ان تآخذو وا مما اتيموهن شياَء الاء ان يخا فا  الايقيما حدود الله ))
ژباړه : (( او روا نه دي تاسو ته چې د هغه نه چې ورکړي دي تاسو دوى ته څه شى، مگر هغه وخت چې ويريږئ  دا دواړه چې پوره به نه کړي پولي د الله جل جلاله ))
١٤-  اسلام ښځې ته په خپل مال کې د پوره ملکېت، تجارت، شراکت، قرض، صدقې او وصيت کولو پوره حق ورکړى.

١٥-  اسلام ښځې ته حق ورکړي تر څو د نکاح د عقد د فسخ کولو غوښته هغه وخت وکړي، کله چې په مېړه کې ځينې پټ عيبونه ښکاره شي. ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې  (( لا ضررولاضرار))
ژباړه او مفهوم : ((نه ځان ته ضرر رسول روا دى او نه بل چا ته ضرر رسول روا دى)) اسلام د ښځې دعفت او عزت د ساتلو لپاره د متعة نکاح حرامه وگرځوله که څه هم دغه نکاح په پوره سم عقد رامنځ ته شوې وي : د متعة نکاح مطلب : يعنې د يوې ځانگړې مودې لپاره د يوې ښځې سره نکاح کول چې استفاده ترې وکړي او کله چې  دغه موده پوره شي طلاقه يې کړي؛ نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د دغه نکاح ناروا والى بيان کړ.

١٧-  اسلام ښځې ته خپل مرگ څخه وروسته په پاتې کېدونکي مال کې د وصيت کولو حق ورکړي . الله پاک فرمايې
(( من بعد وصية يو صين بها اودين )) .

طلاق پر مهال د ښځې حقوق :

١٨- اسلام د طلاق کړاى شوې ښځې د حق ساتنه کړې . الله پاک فرمايې :(( والمطلقت متاع بالمعروف حقا على المتقين ))
ژباړه : (( او د پاره د طلاق کړى شوو ښځو سامان ورکول دي د عرف برابر لازم  دى ))

١٩-  اسلام د حاملې ښځې د حق ساتنه کړې، چې  دغه حق د ښځې او د هغې په ګیډه کې د ماشوم تر مينځ  شريک دى .
الله پاک فرمايې : (( وان کن اولات حمل فا نفقوا عليهن حتى يضعن حملهن )) ژباړه :(( او که وي دغه ښځې حمل والا ( يعنې په گېډه کې ماشوم وي ) نو خرچ کوئ پر دوى تر هغه پورې چې و زيږوي حمل خپل )) .

٢٠-  اسلام د ښځې درجعې طلاق د مودې پر مهال د هغې د اوسيدو ځاى د حق ساتنه کړې . الله پاک فرمايې :
(( اسکنوهن من حيث سکنتم من وجدکم )) ژباړه : (( او سوئ دوى (ښځې) په هغه ځاى کې چې تاسو په کې او سيږئ )) .

٢١-  اسلام خاوند ته دخپلې ښځې د طلاقولو نظم ښودلى ځکه خاوند بايد ښځه يوازې په داسې طهر (پاکي) کې طلاقه کړي چې نږديوالى يې ورسره نه وي کړي، دا ځکه کېداى شي چې حمل يې اخيستى وي؛ خو خبره نه وي . الله پاک فرمايې:(( فطلقو هن لعدتهن))
ژباړه : (( نو طلاق ورکړئ دوى ته مخکې د زمانې د عدت نه )) .

٢٢-  اسلام هغه ښځې ته چې د کوروالي او د مهر ټاکلو څخه مخکې طلاقه شي د هغه مېړه لخوا د مهر حق ورکړى چې د خاوند پورې اړه لري . الله پاک فرمايې : (( لا جناح عليکم ان طلقتم النساء مالمتمسوهن او تفرضو الهن فريضة متعوهن على الموسع قدره و على المقتر قدره )) ژباړه : (( نشته هيڅ تاوان په تاسو باندې که چېرې طلاق ورکړئ ښځو ته څو، چې نه يې رسيدلي دوى ته يا ځو، چې نه وي مقرر کړى دوى لره مهر، اوسامان ورکړئ دوى ته په مالدار باندې په قدر د طاقت د هغه او په غريب باندې په قدر د طاقت د هغه )) .

٢٣-  اسلام هغه ښځې ته چې خاوند يې د مهر د ټاکلو څخه وروسته او د کوروالي څخه مخکې طلاقه کړې د نيم مهر اخيستلو حق ورکړى مگر که د دواړو خو اوو تر منځ کومه بخښنه رامنځ ته شي . الله پاک فرمايې :
(( وان طلقتمو هن قبل ان تمسوهن و قد فرضتم  لهن فريضة فنصف ما فرضتم الا ان يعفون ))  ژباړه : (( او که طلاق ورکړئ تاسو دوى ته مخکې د يو ځاى کېدلو ستاسو د دوى سره او مقرر کړى وي تاسو دوى لره مهر پس لازم دى نيم د هغه مهر چې مقرر کړى وي تاسو مگر که بښنه وکړئ زنانه د حق ))

٢٤-  اسلام هغه ښځې  ته چې مېړه يې يو يا دوه طلاقه ورکړي وي او عدت يې پوره شوي وي د هغى ميړه ته دا اختيار ورکړي چې د خپل کار څخه وگرځي او په يو نوي عقد خپلې ښځې ته راشي او دواړهپه خپلو مينځونو کې په نيکه طريقه روغه جوړه وکړي او څوک يې نشي منع کولى . الله پاک فرمايې : ((فلا تعضلوهن ان ينکحن ازواجهن اذ اتراضوا بينهم بالمعروف ))
ژباړه : (( پس مه منع کوئ دوى لره چې نکاح  وکړي د خاوندانو خپلو سره کله چې رضا شي دوى په منځ خپل کې په جائزه طريقه (نکاح کول) ))

٢٥- اسلام ښځې ته د طلاق څخه وروسته د خپل ماشومانو د ساتنې حق ورکړى.
تر هغه وخته پورې چې نکاح وکړي . رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې : (( انت احق به مالم تنکحين ))
ژباړه : (( تر هغه پورې چې تا نکاح نه وي کړې د خپل ماشوم ډيره حق داره يې )) .

 د عدت پر مهال د ښځې حقوق :

٢٦-  اسلام پر طلاقې شوې ښځې باندې دعدت تيرول واجب ګرځولي، ځکه چې په دغه کار سره د هغى په رحم کى د حمل معلومات وشي تر څو د حقوقو څخه يې برخمنه شى . الله پاک فرمايې : (( والمطلقت يتربصن بانفسهن ثلاثة قروء))
ژباړه : (( او طلاق کړې شوې ښځې انتظار به کوي په ځانونو خپلو سره درې حيضه ))

٢٧-  اسلام د ښځې دعدت د مودې حسابول د پيل او پاى له مخې واجب گرځولى، ځکه هسې نه چې د دعوت موده يې اوږده شي او د وخت د نه پيژندلو له کبله د نکاح څخه منع شي . الله پاک فرمايې : (( واحصوالعدة ))
ژباړه : (( او پوره شمارئ موده د عدت )) .

٢٨-  اسلام د عدت پر مهال د کور څخه د ښځې ويستل ناروا ګرځولى . الله پاک فرمايې : (( لا تخرجوهن من بيوتهن))
( يا ايهاالذين امنوا اذانکحتم المومنت ثم طلقتموهن من قبل ان تمسوهن فما لکم عليهن من عدة تعتدونها))
ژباړه : (( اى ايمان والاوو! هر کله چې نکاح وکړئ د مؤمنو ښځو سره، بيا طلاق ورکړئ تاسو هغوى ته مخکې د يوځاې کېدلو نه د هغوى سره ، نو نشته په هغوى باندې هيڅ عدت چې تاسي يې وشماري)).

٣٠-  اسلام درجعي طلاق پر مهال د هغې نفقه د هغې پر مېړه گرځولې.

٣١-  اسلام د ښځې د عدت پورې ټوکي کول ناروا گرځولي معنى دا چې طلاق ورکړئ او کله چې د عدت موده لنډه شي بيا راگرځئ او دا کار د دې لپار کوئ چې دغه موده اوږده کړئ، دغسې عمل په خپل نفس باندې ظلم دى .
الله پاک فرمايې :(( ولا تمسکوهن ضراراً لتعتدوا ومن يفعل ذالک فقذ ظلم نفسه ))
ژباړه : (( اومه ايساروئ  دوى لپاره  دضرر چې دحد نه تېريږي او چا چې دا کار وکړو نو يقيناً ظلم يې وکړ ))

٣٢-اسلام د عدت پر مهال د ښځې معنوي او حسي هر راز  تنگول ناروا گرځولي . الله پاک فرمايې : (( ولا تضاروهن لتضيقوا عليهن)) ژباړه : (( او ضرر مه رسوئ دوى ته د دي لپاره چې تنگسيا راولى پر دوى )) .

  دکونډې ښځې حقوق:

۳۳- اسلام دکونډې ښځې دحق ساتنه کړې،اودهغې لپاره یې د ميړه څخه په پاتې مال کې برخه ګرځولې،الله پاک فرمایي:{ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ} [البقرة : 228] ژباړه: ((اودوي(ښځو)لره حقونه دی په شان دهغه چې به دوي لازم دي په شرعی طریقه)).

۳۴- اسلام دښځې لپاره چې خاوند یې مخکې له نږدیوالي څخه مړشي دمیراث حق ګرځولی،لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دبروع بنت واشق الأشجعیة لپاره داسې حکم وکړ.
دشودو ورکوونکې(مرضعې)په حیث دښځې حقوق:

۳۵-دشودو ورکوونکې ښځې لباره دهغې دشودو په بدل کې هغې أجر(مزد)ټاکلی چې داحق دشودو ورکوونکې ښځې اوشودو خوړونکې ماشوم ترمنځ شریک دی.الله پاک فرمایې: {فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ} [الطلاق : 6] ژباړه: ((که چیرې شوده ورکړی دوی ستاسو بچوته نو ورکړئ دوي ته مزدوري ددوي)).

۳۶-اسلام د شودو ورکوونکی موردهغه احساساتو قدر کوي چې دخپل ماشوم په مقابل کې یې لري،هغه داسې چې یو پلاردخپلې ښځې څخه ماشوم واخلي اوبلې ښځې ته یې دشودو ورکولو لپاره ترڅو ددغه ماشوم خپله مورخفه کړي اوضرر ورته ورسوی سره له دې چې دغه مور غواړي خپل ماشوم ته شوده ورکړي،الله پاک فرمایي: {لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا} [البقرة : 233]ژباړه : ((ضرر دې نشي ورکولی مورته په سبب دبچی دهغې)) .

۳۷-اسلام طلاقې شوې ښځې ته اختیار ورکړی چې دخپل مېړه ماشوم ته شوده ورکوي او که نه نو بله ښځه به ورته شوده ورکړي،الله پاک فرمايي : {وَإِنْ تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَى} [الطلاق : 6] ژباړه((او که چيرې تاسو سختي کوۍ دیوبل سره(په مزدورۍ دشودو ورکولو)نو شوده به ورکړي ده ته بله ښځه(زنانه) .))

دحیض (میاشتینۍ)مریضۍ پر مهال دښځو حقوق:

۳۸- اسلام دښځې دحیض پرمهال دهغې دحق ساتنه کړې اودحائضې ښځې سره جماع کول یې منع کړي چې پدغه وخت کې جماع نوموړې ته ډېر زیانونه رسوي.الله پاک فرمایي : {فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ} [البقرة : 222] ژباړه : ((ډډه وکړئ د ښځو څخه په ځای دحیض کې)).

۳۹- دحیض پرمهال اسلام ښځې اوميړه ته پرته له  جماع څخه نوره ګټه پورته کول روا ګرځولی،ځکه پدغه حالت کې دجماع حراموالی یوازې دښځې څخه دضرر د مخنیوی لپاره دی .

۴۰- دحیض پرمهال اسلام دښځې روحی اونفسی حالت ته پوره پاملرنه کړېده چې مهم مثال اونمونه یې درسول الله صلی الله علیه وسلم ‌ژوند دخپلو بیبیانو سره دی،عائشه رضي الله عنها وایې چې زه به حائضه وم او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دلوښی په هغه برخه خوله اېښودله چې ما به ترې اوبه څکلې وې او زما څخه پاتې اوبه به یې څکلې؛ همدارنګه فرمایې چې هغې به دحیض پرمهال درسول الله صلی الله علیه وسلم سرهم ګمنځولو،اوعائشه رضی الله عنها فرمايې چې زه به حائضه وم اورسول الله صلی الله علیه وسلم به زما په غیږ کې سر اېښوده اوتلاوت به یې کوه،اوسره له دې چې هغه به حائضه وه درسول الله صلی الله علیه وسلم سره به یې په یوه ټوټه کې شپه تيروله.

۴۱- اسلام په هروخت کې دمیړه لخوا خپلې ښځې ته دشا لخوا راتګ حرام ګرځولی .
دښځې جنائي حقوق:

۴۲- اسلام دڅلورو شاهدانو په نشتوالي کې په زنا باندې دیوې ښځې متهمول(تورل) نه قبلوي. الله پاک فرمایي : {وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِنْكُمْ} [النساء : 15] ژباړه:(( اوهغه ښځې چې بدکاري وکړې دښځو ستاسو څخه پس شاهدان وغواړئ په دوي باندې څلور)).

۴۳- اسلام دهغه چا لپاره چې بې دلیله په یوې ښځې باندې دزنا تور(تهمت) ولګوي جزا ټاکلې.الله پاک فرمايي {وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً} [النور : 4] ژباړه:((اوهغه کسان چې تور لګوی(دزنا کارۍ) په پاک لمنو نفسونو باندې او رانوړي څلور شاهدان نو ووهئ دوي لره اتیا دورې)).

۴۴- اسلام په قصاص کې هم دښځې حق ساتلی که چیرې یوڅوک یو ښځه ووژني نو قصاص پرې لازمیږي ،داقاتل که هرڅوک وي نارينه وی که ښځینه،الله پاک فرمایي: { أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ} [المائدة : 45] ژباړه:((چې نفس به دنفس په بدل کې اوسترګه به دسترګې په بدل کې او اوپوزه به د پوزې په بدل کې او غوږ به دغوږ په بدل کې اوغاښ به دغاښ په بدل کې قصاص کيږي)) .

۴۵- اسلام دښځې دغصبوونکي لپاره دجنګي حد ټاکلی،الله پاک فرمایي:{إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ} [المائدة : 33] ژباړه:((یقینا جزا دهغه کسانو چې جنګ کوي دالله سره اودهغه درسول سره اوکوشش کوي په دنیا کې دورانۍ چې قتل کړی شي دوی یا په سولی کړی شي یا پرې کړ شي لاسونه ددوي اوخپې ددوي ادل بدل یا وشړلی شي د مخ دځمکې نه)).

۴۶- اسلام دجنګ پرمهال دښځو وژل ناروا ګرځولي که څه هم دغه ښځې مشرکانې، کافرانې وي،ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنګ پرمهال دښځو او ماشومانو وژل ناروا ګرځولي .
پر ميړه باندې د ښځې حقوق:

۴۷-  اسلام دواده څخه وروسته دښځې نفقه دهغې پر میړه واجبه ګرځولې،رسول الله صلی الله علیه وسلم:((ولهن علیکم رزقهن وکسوتهن بالمعروف)) ژباړه:(( اوددوي(ښځو)نفقه اوجامه پرتاسو ده په نيکه طریقه سره)) .

۴۸- همدارنګه اسلام میړونه هم هغو حقوقو ته رابولی چې دغه میړونه یې پر خپلو ښځو لري لکه هغوي ته ځان ښائسته کول او دهغوي سره په نیکۍ سره خبرې او چلند کول،الله پاک فرمایي:{وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ} [البقرة : 228] ژباړه:((اودوي ښځو لره حقونه دي په شان دهغه چې په دوي لازم دي په شرعي طریقه سره)).

۴۹- اسلام میړه خپلې ښځې ته د بدو الفاظو له ویلو څخه منع کړی،چې دغه خبره درسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه امر کې ښکاره ده کله چې یو صحابي ورڅخه پوښتنه وکړه چې پر میړه دښځې کوم حقوق دي نو هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:(( أن تطعمها اذا طعمت وتکسیها اذا اکتسیت ……..ولا تقبح)) تشریح:(چې ډوډۍ به ورکوې اوجامې به ورکوې او دحدیث په پای کې یې ورته وفرمایل چې بده وینا به ورته نکوې)).

۵۰- اسلام میړه ته دخپلې ښځې څخه یوازې په خپل کور کې دننه دجداوالي اجازه ورکړې،چې هسې نه چې دمیړه دنشتوالي په وخت کې دښځې څخه کوم ناوړه کار پیښ شي،رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:((ولایهجر الا فی البیت)) دښځې څخه به نه جدا کيږې مګر په کور کې)).

۵۱- اسلام ښځې ته داحق ورکړی چې دمیړه دراتلو څخه مخکې دهغه لپاره ځان ښائسته کړي،اومیړه یې پر خپله ښځه باندې د ناڅاپه راتللو څخه منع کړی،ځکه په ناڅاپه راتللو سره کیدای شي خپله ښځه پداسې حالت کې وګوري چې ښځه یې دکمۍ احساس وکړي،رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:(( اذا دخلتَ لیلاً فلاتدخل علی أهلک حتی تستحد المغیبة وتمتشط الشعثة)) مفهوم دحدیث(کله چې دشپې لخوا کورته راشۍ نوخپلې ښځې ته ترهغه مه راځۍ چې ځان پاک کړي او ويښته سم کړي)) .

۵۲- اسلام خاوندانو ته دخپلې ښځې دراز ساتلو أمر کړی،اوخلک یې دهغه څه دښکاره کولو څخه منع کړي چې دميړه اوښځې ترمنځ تيریږي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:((فلا تفعلوا فانما ذالک مثل الشیطان لقی شیطانة فی طریق فغشیها والناس ینظرون)) ژباړه:((دا کار مه کوئ ځکه ددې مثال دهغه شیطان په شان دی چې په لاره کې شیطانې سره مخ شي او پداسې حال کې ورسره یوځای شي چې خلک ورته ګوري)) .

۵۳- اسلام پر خاوندانو باندې دخپلې ښځې سره د کوروالی لازم ګرځولی چې ثبوت یي دعثمان بن مظعون قصه ده کله چې هغه په روژو نیولو اوقیام اللیل باندې بوخت شو اوخپله ښځه ترې پاتې شوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:((فاني أنام وأصلي وأصوم وأفطر وأنکح النساء فاتق الله یا عثمان فاِن لأهلک علیک حق)) ژباړه:((زه خوب کوم،لمونځ کوم،روژه نيسم،بوزه کیږم اوښځې نکاح کوم نو اي عثمانه د الله نه ووېرېږه ځکه ستا دأهل پرتا حق شته ))

۵۴- اسلام دکوروالي پروخت خپلې ښځې ته دداسې ځای څخه راتګ باندې امر کړی چې هغې ته پکښې ګټه وي،الله پاک فرمایي: {فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ} [البقرة : 222] ژباړه:((نو راځئ دوي ته دهغه ځای نه چې حکم درته کړی الله تعالی)) .

۵۵- اسلام دښځې دټولنیزو اړیکو اودخپلوانو سره دخپلوۍ داړیکو دحق ساتنه کړې،نوددې لپاره چې دیوې ښځې اړیکې دخپلوانو سره خرابې نشي خاوند ته یې دا اجازه ورکړې چې دخپلې ښځې دخور،خاله،عمه،خورزې او ورېرې سره په  یو وخت نکاح وکړي چې بیان یې په قرانکریم اودرسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیثو کې راغلی .

۵۶- اسلام دهغه ښځې دحق ساتنه کړې چې میړه يي بله ښځه ولري،هغه داچې خاوند باید ددواړو ترمنځ عدل وکړي،او داسې ونکړي چې دیوې سره ژوند غوره کړي اوبلې سره ژوند پرېږدي ، الله پاک فرمایی :{فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ} [النساء : 129] ژباړه:((مه کږيږئ یوې ښځې ته په پوره کږيدلو سره چې پريږدۍ هغه بله په شان د زوړندې)) .
هغه حقوق چې اسلام ټولنه دښځې ساتنې ته رابلي:

۵۷- اسلام دښځې دعفت اوعزت ساتلو لپاره نامحرمې ښځې ته کتل ناروا ګرځولي ،الله پاک فرمايي:{قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ} [النور : 30] ژباړه:((او ووایه مؤمنانوته چې ښکته ساتئ ځینې دنظرونو نه)) .

۵۸- اسلام دښځې ددین اودیندارۍ دحق څخه دفاع کوي اوکفاروته دیوې مؤمنې او مهاجرې ښځې پرېښودل او ورکول ناروا ګرځولي،الله پاک فرمایی:{فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ} [الممتحنة : 10] ژباړه:((نو که چیرې تاسو پوه شوۍ پردوي چې مؤمنانې دي نو کفاروته يې مه لیږۍ،دوي هغوي ته روانه دي اوهغوي دوي ته روا نه دي)).

۵۹- اسلام ميړونه دخپلو ښځو څخه دڅلورو میاشتوڅخه زیات لرې پاتې کيدو څخه منع کړي،الله پاک فرمایي:{لِلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ} [البقرة : 226] ژباړه:((د پاره دهغه کسانو چې په قسم کولو سره جدا کيږي دښځو خپلونه انتظار دڅلورو میاشتو دی)) .

۶۰- اسلام دسفر پرمهال دښځې دحق ساتنه کړې اوددې لپاره چې ښځه دبدکاره اوناوړه خلکو دنظر اوبداعمالو ښکار نشی بې له محرمه دکور څخه دښځې وتل یې حرام ګرځولي،رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:((لاتسافر المرأّة اِلا ومعها ذومحرم)) ژباړه:((ښځه دې سفر نه کوي مګر چې محرم ورسره وي)).

۶۱- اسلام دښځې د بدن،روح،عزت اوعفت ساتنه کوي اوهغې ته دکتلو اودښائست څخه يې دلذت اخیستلو کې دهغې دخاوند سره د بل چا شریکوالی منع کړی،اوښځې ته يې دهغې دعزت،عفت ساتنې اوناوړه نظرونو څخه دبچ پاتې کيدو لپاره دشرعي
حجاب امر کړی چې خپل بدن دسر څخه ترخپو پورې پټ وساتي،الله پاک فرمایی: {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا} [الأحزاب : 59] ژباړه:((ای نبی ووایه بیبیانو خپلوته اولوڼو خپلوته اوبیبیانو دمؤمنانو ته چې رازوړند کړي پرځانونو خپل دلویو پړونو خپلو نه دا ډېره نژدې ده چې دوي به وپيژندلی شي نو نه به شي تنګولی او دی الله پاک بخښنه کوونکی رحم کوونکی)) .
دښځې ځينې نور حقوق:

۶۲- اسلام ښځې ته دخلع حق ورکړی چې دفدیي په مقابل کې دخپل ميړه څخه خلع وکړي .

۶۳- اسلام ښځې اونارینه ته چې یتیم وي په غنیمت کې حق ورکړی،الله پاک فرمایي:{وَاعْلَمُوا أَنَّمَا غَنِمْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى } [الأنفال : 41] ژباړه:((اوپوه شئ یقینا هغه لاسته راوړي په جنګ کې دکافرانونه هرشی چې وي نو یقیناً الله لره ده پنځمه برخه دهغې نه او رسول لره اوخپلوانو(درسول)لره اویتیمانو لره)).

۶۴- اسلام اولادونو ته دخپلو مورګانو سره د نیک چلند امر کړی که کافره هم وي،الله پاک فرمايي: {فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا} [الإسراء : 23] ژباړه:((نو مه وایه دوي ته أف(په اندازه)او زورنه مه کوه دوي ته او وایه دوي ته وینا ادب ناکه)).

۶۵- اسلام دښځې نسب،شکل اوحالت پورې ملنډې وهل حرام ګرځولي،الله پاک فرمايي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ } [الحجرات : 11] ژباړه:((ای ایمان والاوو مسخرې دې نه کوي هیڅ نارینه په نورو نارینه وو پورې کيدای شي چې هغوي به غوره وي د دوي نه او نه ښځې په نورو ښځو پورې کیدای شي چې هغوي به غوره وي ددوي نه))

۶۶-اسلام ښځې څخه مشورې اخیستلو ته هم حق ورکړی، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیبیه کې دأم سلمة سره مشوره وکړه.

۶۷- اسلام ښځې ته دشرعي اصولو سره سم أمر بالمعروف اونهی عن المنکر حق ورکړی،الله پاک فرمايي:((اومؤمنان سړي اومؤمنانې ښځې ځینې ددوي دوستان دځینو دي حکم کوي په نیکۍ سره او منع کوي دبدۍ څخه)).

۶۸- اسلام ښځې ته دتعلیم حق ورکړی،رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:((طلب العلم فریضة علی کل مسلم))ژباړه:((دعلم زده کړه په هرمسلمان فرض ده)).

۶۹- اسلام دښځې صحت ته هم پاملرنه کړې،اودداسې ښځې څخه چې دشودو ورکولو پرمهال یي روژه نیول صحت ته ضرر رسوي دروژې حکم معاف کړی چې وروسته به یي قضائي راوړي،رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:((اِن الله وَضَعَ عن المسافر شطر الصلاة والصوم وعن الحامل والمرضع))ژباړه:((الله پاک دمسافر لپاره نیم لمونځ اوروژه معاف کړی همداراز دحاملې او شودو ورکوونکې ښځې څخه)).
همداراز دښځو نورډيرحقوق شته چې داسلام مبارک دین ورته کړي چې مونږ په همدې اکتفاء(بسنه ) کوو.

لوستونکو ته لنډه وینا:
ګرانو لوستونکو دغه ذکرشوي حقوق ښځوته ټولنې،نړیوالو،غرب اوشرق ندي ورکړي، دغه حقوق دالله پاک رحمت دی چې داسلام مبارک دین کې ټولې نړۍ ته وړاندې شوي اوښځوته ددغې حقوقو په ورکولو او دښځو لخوا پدغه حقوقو عمل کولو کې دښځې نيکبختي اونجات دی، په پای کې دټولو ورونو او خويندو څخه هیله کوو چې دخپل دژوند دسمون اودځان دنجات لارې یوازې په اسلامي تعلیماتو کې ولټوي نه دغرب په بې دینه اوتش په نوم هلاکوونکو دازادۍ نارو اوشعارونو کې .

تعلیم القران والسنة – ننګرهار
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: