شعر

دښمني یې له محراب سره ده- شعر

په دې اوس پوه شوئ دښمني یې له محراب سره ده

اسلام له منځه وړي بدي یې له کتاب سره

*

جومات شهید منبر شهید قرآن یې هم شهید کړ

انسانان وژني ملګري یې له قصاب سره ده

*

دوی جاهلان دي د رڼا په قدر نه پوهېږي

حیواني ژوند کړي سر زوري یې له افتاب سره ده

*

بعضي خرڅ شوې په ډالر دي درباري ملایان

رد په جهاد کړي مخالف یې له هر باب سره ده

*

د دوی لاسونه د ملت په پاکو وینو سره دي

په میوو مست دي او هم مینه يې له شراب سره ده

*

د ځوانیمرګ طالب دستار یې په کفن بدل کړ

لکه خزان د دوی جګړه ښایسته ګلاب سره ده

*

د کبرجن ظالم دښمن په زړه کې رحم نشته

د غرور سر یې متصل پاس له سَحاب سره ده

*

د غرب کلتور او فحاشي په هره خوا خپروي

دَ دوی نفرت «حنفي» سَتر او حِجاب سره ده

شاعر: حنفي زرمتی

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: