د ځمکې طبقې یا پوړونه | قرآن علمي اعجاز

الله (ج) هغه ذات دی چی اووه آسمانه اوهغو غوندې اووه ځمکې یی پیداکړی. (الطلاق ۱۲).

د جیولوژي علم هم په دې باوردی چې ځمګه اووه پوړه لری:

۱- داوبو کلک قشر Lithosphere (water)
۲- کلکه برخه یا وچه  Lithosphere (land)
۳-  پوګه برخه Asthenosphere
۴- پورتنۍ پوښ Upper Mantle
۵ -کورنۍ پوښ Inner Mantle
۶- بهرنۍ هسته  Outer core
۷-کورنۍ هسته  Inner core
ليتو سفيرچې  Lithos دډبری په مانا له کلمې څخه اخستل شوی دځمکې پوښ جوړوی. دغه پوړدنوروپوړونو په پرتله ډیر نازک دی اوپریړوالی یی له سمندرونو لاندې ۸۰ کیلومترو ته رسیږی.دغه له نوروپوړونو څخه کلک اوسوړدی.
استنوسفير چې د Asteno ياکمزوری له کلمې نه اخستل شوی دغه پوړ له نیمه جامداو ویلی شوواوسروموادو نه جوړشوی پوړدی. فکر کیږی چې لتوسفیر پر همدې پوړ باندې خوځیږی.
له استنوسفير لاندې  ډیرې سرې نیمه جامد دډبرو پوړونه شته چې ۲۹۰۰ کیلومتره پریړوالی لری چې د  (Mantle)  منتال پوښ په نامه یادیږی.  اونظر دځمکی پوښ ته دډیرې اوسپنې اومګنیزیمو درلودونکی دی.
دځمکې په مرکز کې دهغې هسته قرار لری چې دپوښ دوه برابره کثافت لری. چې دکثافت دلوړوالی دلیل یی همغه داوسپنې اونکلودالیاژوډیره اندازه ده. هسته له دوو پوړونو څخه جوړه شوې. یوه یی بهرنۍ اوبلنه چې ۲۲۰۰ کیلومتره پریړوالی لری اوبل یی داخلی یا کورنی پوړ چې جامد اوکلک دی اوپریړوالی یی ۱۲۵۰ کیلومترو ته رسیږی.  دهستې اوبلن پوړدځمکې مقناطیسی ساحه جوړوی .

د ځمکې د چارچونو کانګې:

کله چې ځمکه په زلزلې سره ولړزیږی اوخپل درانه بارونه دباندې وغورځوی. (الزلزله ۱-۲).
داثقال کلمه یعنې چارچونه اودرانه بارونه. په دې ځای کې دزلزلې په هکله یوه مهمه مسأله بیان شوې. نوې څیړنې څرګندوی کله چې ځمکه سړه شی کثافت لرونکی مواد په اوبلن پوړکې غرقیږی اوسپک مواد پورته راځی له دې کبله دځمکې پوښ لږ وزن لرونکی مواد لکه تورې  اوکلکې ډبرې لری.
په داسې حال کې چې دځمکې په هسته کې درانه مواد لکه اوسپنه اونکل ډیر دی له دې کبله دځمکې دپوښ لاندی چې له درنو اوبلنو فلزاتو نه جوړه شوې دځمکې له پورتنې سطحې څخه دروند وی.
داروښانه شوې هغه برخه چې دفلزاتو ډیرې زیرمې لری زیاتره زلزلې په کې پېښېږی. دزلزلې په مهال دځمکې دپوښ لاندې درانه مواد داوخت پیداکوې چې پورته راشی څه ډول چې قرآن عظیم الشأن بیان کړی چې ځمکه خپل چارجونه دکانګو(استفراغ) په څیردباندی غورځوی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب