د يوې مسلمانې کورنۍ ځانګړتياوې

د الله تعالی نعمتونه خودومره زيات دي چي دهغوشمارل ممکن نه دي لکه څنګه چي الله تعالی فرمائلي دي :وان تعدوانعمة الله فلاتحصوهاـ

{که تاسودالله نعمتونه شمارئ نونه ئې شئ شمارلی}
ځکه دالله نعمتونه په هربنده باندي بېشماره دي،په دغونعمتونوکي يولوی اوسترنعمت کورهم دی،کوردالله تعالی لوی نعمت دی،اوپه دې نعمت سره الله سبحانه وتعالی پرخپلوبندګانواحصان کړی دی الله تعالی  فرمايې: ((وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّن بُيُوتِكُمْ سَكَناً وَجَعَلَ لَكُم مِّن جُلُودِ الأَنْعَامِ بُيُوتاً تَسْتَخِفُّونَهَا يَوْمَ ظَعْنِكُمْ وَيَوْمَ إِقَامَتِكُمْ )) (النحل : 80) .{الله تعالی ستاسولپاره ستاسوله کورونو څخه ځای دآرام پيداکړی دی او ستاسولپاره ئې دڅارووله څرمنوڅخه کورونه  پيداکړي دي، چي تاسو هغه ستاسودسفراودېره کېدلوپه ورځ  سپک مومئ }په دې آيت مبارک کي الله تعالی دوه ډوله کورونه يادکړي:يوهغه کورونه چي پخپل ځای ولاړوي،که انسان په خپل کورکي وي نوپه دې کورکي اوسېږي .
که يوخواته په سفروزي نوبيائې هم بل ډول کورونه ورته پيداکړي دي چۍ هغه له يوه ځايه بل ځای ته وړل کيږي .داټول دالله  تعالی سترستر نعمتونه دي،خومتاسفانه چي ددې نعمت په قدرموږاکثره نه پوهيږوپه دې هکله دي انسان دهغه چادحالت په هکله فکروکړي چي کورونه نلري،يا له خپلوکوروايستل شوي اويا دومره ځای نشي پيداکولی چي په هغه  کي استوګنه وکړي .چي پرهغوی باندي څومره کړاوونه تيريږي  .
بيادېته فکربايدوکړوچي الله پاک زموږسره څومره لوی احسان کړی  نه يوازي داچي کورونه ئې راکړي بلکه په دې کورونه کي ئې  ډېري اسانتياوي راته برابري کړي  اوډول ډول نعمتونه  ئې راکړي،يخي اوګرمي اوبه،ښې بستري اوفراخ ځايونه،داټول دالله تعالی نعمتونه دي.
الله جل جلاله چي په دې آيت کي دانعمت انسانانوته وريادکړی نودېته اشاره کوي چي ددې نعمت شکراداکړئ .
ددې نعمت شکرداسي اداکيږي چي په  خپل کورکي هغه صفات راولوچي هغه بايدديوه مسلمان په کورکي وي آيادمسلمان دکورځانګړتيا يوازي  په رنګونواوديوالونه سره ده؟هيڅکلله نه ځکه په دې کي  خوټول انسانان  که متقي پرهيزګاروي اوکه ګناهګاربدعمله اوياهم  کافروي بلکه دنړۍ دمختلفوځايونوخلګ ټول په دې کي سره شريک دي چي هغوی  کورونه لري،نودمؤمن دکورځانګړتياڅه ده،هغه څه شی دی چي دالله سبحانه وتعالی ديوفرمانبرداربنده اودګناهګاراوکافردکورترمينځ فرق ورباندي راځي؟
که هغه ځانګړتياوي اوخصوصيات په خپلوکورونوکي راولونوانشاءالله دالله تعالی ددې لوی نعمت شکربه موڅه ناڅه اداکړی وي.

د مسلمان کور په دوو شيانوسره له نورو بېليږي .

{اول}په اوسېدونکوسره
{دويم}په خپلومحتوياتوسره.اوسېدونکي ددې کورنئ ټول مسلمانان دالله تعالی عبادت کوونکي اوتابعداردي۔اوپه محتوياتوسره ځکه له نوروبېليږي چي ټول ددين په خدمت کي دي  اودالله رب العزت په عبادت کي مصروف وي،

په دې هکله دوه صفتونه بايديومسلمان کورولري :
{اول}هغه څه چي په يوې مسلمانه کورنئ کي بايد وي او د ا کورنئ بايدورباندي ښائسته وي .
{دويم}هغه څه چي يوه مسلمانه کورنئ بايدترې خلاصه اومنزهه وي.اوس به راشوهغوشيانوته چي يوه مسلمانه کورنئ بايدورباندي ښائسته وي اوهغه بايدهلته شتون ولري  هغه دادي :

{1}مسلمانه کورنئ دطاعت کوردی،بايد دالله په ذکر سره آبادوي ـ
له ابوموسی اشعري رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي: (( مثل البيت الذي يذكر الله فيه و البيت الذي لا يذكر الله تعالى فيه كمثل الحي و الميت )){رواه مسلم}

په  کوم کورکي چي دالله ذکرکيږي اوپه کوم کي چي نه کيږي ددې مثال دمړه اوژوندي په څېردی .
په دې حديث کي ئې دهغه کورتشبيه چي دالله تعالی ذکرپکي کيږي دهغه انسان سره ورکړي چي ژوندی وي، روح لري اوپخپله حرکت کوي  ګرزي .اودهغه کورمثال چي دالله ذکرپه هغه کي نه کيږي، دالله تعالی  له ذکره خالي وي  دمړه سره ئې تشبيه ورکړي چي په خپله اراده سره نشي ښورېدلی .

{2}مسلمانه کورنئ بايدپه لمانځه سره به اباده وي:
په  حديث کي راغلي دي (( اجعلوا من صلاتكم في  بيوتكم ولا تتخذوها قبورا ))( رواه مسلم) له خپل لمانځه څخه يوڅه حصه په خپلو کورونوکي وکړئ اوله خپلو کورونو څخه قبرونه مه جوړوئ

ددې مبارک حديث مطلب دادی چي که تاسوپه خپلوکورونوکي لمونځ کووئ نوکورونه به مودژوندوکورونه شي،که ئې نه کووئ نودمړودکورونوسره به مشابه شي ځکه په هديروکي لمونځ نه کيږي،هلته لمونځ مکروه وي،نوکورونه هم دمقبروپه څېرمه ګرزووئ .

په بل حديث کي راغلي دي: ((عليكم بالصلاة في بيوتكم، فإن خير صلاة المرء في بيته إلا المكتوبة))(سنن أبي داوود)
په خپلوکورونوکي لمونځ کووئ ځکه دسړي له فرض  لمانځه پرته په نوروټولولمونځونوکي غوره هغه لمونځ دی چي دی ئې په خپل کورکي وکړي .

داحديث سړوته متوجه دی يعني تاسوپه کورونوکي نفلونه کووئ ځکه دسړي په نفلي لمونځ کي هغه غوره اوبهتردی چي په خپل کورکي ئې وکړي ځکه داله ريا،ځان ښودني لري اواخلاص ته نږدې وي. الاالمکتوبة؛پرته له فرضي لمانځه څخه ځکه هغه په مسجدکي کول  ضروري اودډېرثواب لامل  دی .دمسلماني ښځي لپاره ټول لمونځونه په کورکي کول غوره اودډېرثواب لامل دی .

په کورکي لمونځ کول داولادلپاره هم تربيت دی،کېديشي چي ځيني هغه ماشومان چي خپل پلرونه په کورکي په نوافلو کولونه ويني دافکروکړي چي لمونځ يوازي پرښځوفرض دی ځکه دوی يوازي مورويني چي په کورکي لمونځ کوي،نوله دې کبله بايدسړی کوشش وکړي چي نوافل اوسنت په کورکي وکړي .
{3}بل کارچي په هغه سره بايدمسلمانه کورنئ ښائسته وي هغه دالله تعالی دمقدس کتاب  قرآن کريم تلاوت کول دي،په دې هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: : ((لا تجعلوا بيوتكم مقابر فإن الشيطان ينفر من البيت الذي تقرأ فيه سورة البقرة)) رواه مسلم].

له خپلوکورونوڅخه مقبري(هديري)مه جوړووئ ځکه شيطان له هغه کوره تښتي په کوم کي چي سورۀ بقره لوستل کيږي..(مسلم)

په دې حديث کي لاندينئ خبري دپام وړدي :
دمسلمانانوکورونه دژوندوکورونه دي، بايدپه  قرآن کريم باندي آبادوي .مقبري(هديري)خالي وي،هلته نه قرآن کريم لوستل کيږي اونه لمونځ کيږي.دژوندواودمړودکورفرق په دې دی چي دژوندي په کورکي عبادت کيږي اودمړه په کورکي نه کيږي .
شيطانان دقرآن سره په يوه کورکي نشي اوسېدلی بلکه له هغه کوره تښتي په کوم کورکي چي سورۀ بقره لوستل کيږي دمسلم شريف  په يوه بل حديث کي راغلي دي:
: ((خذوا سورة البقرة ، فإن أخذها بركة و تركها حسرة ، ولا تستطيعها البطلة ))[1] (رواه مسلم).سورۀ بقره واخلئ ځکه ددې سورت اخيستل برکت دی اوپرېښودل ئې دافسوزلامل دی اوددې سورت ساحران طاقت نلري .{بطلة يعني ساحران اوکوډګران}
په دې حديث کي دې خبري ته هم اشاره شوي چي په کوم کورکي سورۀ بقره لوستل کيږي هغه کوربه له جادواوکوډوڅخه هم خوندي وي .

داصفات بايدپه یوه مسلمانه کورنئ کي وي ځکه  دمسلماني کورنئ ځانګړتياله نوروڅخه په لمانځه،ذکراودقرآن کريم په تلاوت سره ده .
نوهغه کورنئ چي په هغې  کي داکارونه نه کيږي،قرآن پکي پرېښودل شوی اولمونځ پکي نه کيږي اودالله جل جلاله ذکرپکي نوي،نوداددې ډېره  لائقه  اوجوګه ده  چي په دې کي دي شيطانان اوپيريان زيات وي اوددوی ټاټوبئ دي وي چي په پايله کي به ئې دکورنئ وګړي له ډول ډول کړاوونوسره مخامخ کيږي .
نوکه څوک ځان له پيريانواوشيطانانوخوندي کول غواړي اوددنيااوآخرت خوشحالي غواړي نوهغه دي خپل کورپه دين  باندي ابادکړي ځکه خوشحالي په دين کي ده،له دينه پرته په بل څه کي خوشحالي نشته
اوس به راشودېته چي له کوموکارونوڅخه بايديومسلمانه کورنئ خلاصه اوفارغه وي نوپه لنډډول وايوچي مسلمانه کورنئ بايدله هرډول ګناهونوڅخه پاکه وي شرک،بدعت اوداسي له نوروهرډول ګناهونوڅخه بايدپاکه وي.
دوی بايدپه خپل ورځني ژوندکي تربل هرڅه اسلام ته لومړيتوب ورکوي نه رواج اونفسي خواهشاتوته .

په ځانګړي ډول د بې ضرورته سپيانواوانځورونو(تصويرونو)له ساتلوڅخه  هم بايدخلاصه وي
له ابوطلحه رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:لاتدخل الملائکة بيتافيه کلب ولاتصاوير(متفق عليه)

په کوم کورکي چي سپی اوانځورونه وي هغه ته ملائکي نه ننوزي .
عائشه رضی الله عنهافرمائلي دي:ان النبي صلی الله عليه وسلم لم يکن يترک في بيته شيئافيه تصاليب الانقضه(رواه البخاري)

يعني رسول الله صلی الله عليه وسلم به په کورکي داسي شی نه پرېښودی چي په هغه کي انځوروو بلکه ماتوی به ئې ـ
په کورکي بېله ضرورته دسپي اوانځورونوساتل دالويه ګناه ده، خومتاسفانه داعمل په اوسني دورکي ډېرزيات دی،داسي کورونه به ډېرکم وي چي هغه له دې شيانو خالي وي  په داسي حال کي چی دالويه ګناه ده اوله داسي لوی خيرڅخه محرومتياده چي درحمت ملائکي هغه کورته نه ورځي،کوم کورته چي ملائکي درحمت نه ورځي نوهغه کوربيادشيطانانواوپيريانوپه ټاټوبي بدليږي بياپه هغي کورنئ کي  يوازي عذابونه،بدبختئ اوډول ډول غمونه اومصيبتونه  نازليږي .

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

عصمت الله عزام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب