دوه ښځي او انصاف (حدیث)
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : كَانَتْ امْرَأَتَانِ مَعَهُمَا ابْنَاهُمَا ،جَاءَ الذِّئْبُ فَذَهَبَ بِابْنِ إِحْدَاهُمَا فَقَالَتْ لِصَاحِبَتِهَا : إِنَّمَا ذَهَبَ بِابْنِكِ ، فقَالَتْ الْأُخْرَى :إِنَّمَا ذَهَبَ بِابْنِكِ ،فَتَحَاكَمَتَ اإِلَى دَاوُدَ عَلَيْهِ السَّلَام ،فَقَضَى بِهِ لِلْكُبْرَى، فَخَرَجَتَا عَلَى سُلَيْمَانَ بْنِ دَاوُدَ عَلَيْهِمَا السَّلَام ،فَأَخْبَرَتَاهُ فَقَالَ :ائْتُونِي بِالسِّكِّينِ أَشُقُّهُ بَيْنَهُمَا ،فَقَالَتْ الصُّغْرَى :لَا تَفْعَلْ ، يَرْحَمُكَ اللَّهُ ، هُوَ ابْنُهَا فَقَضَى بِهِ لِلصُّغْرَى .
د ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل: دوه ښځې وې چې هغوی سره دوه ځامن ول. لېوه راغى او د هغو ښځو څخه يې د یوې ښځې ځوى یوړ ، یوې ښځې بلې ته وویل: ستا ځوى لېوه یوړ دا بلې ورته وویل: نه! ستا ځوى لېوه یوړ. هغه دواړه ښځې داود علیه السلام ته د فیصلې لپاره راغلې.
داود علیه السلام فیصله د لوې ښځې په حق كې وکړه. هغه دواړه سلیمان بن داود علیهما السلام ته راغلې او كيسه يې ورته وکړه. سلیمان علیه السلام ورته وویل:
چاړه (چاقو) راوړی ترڅو دا ماشوم دوه ټوټې کړم او هره ټوټه يې یوې يوې ته ورکړم. کشرې (وړی) ښځې وویل: الله دې درباندی ورحمېږی داسې مه کوه.
دا د مشرې ځوى دی. سلیمان علیه السلام چې د کشرې ښځې دا خبرې واورېدې، نو د کشرې (وړې) په حق كې يې فیصله وکړه او ځوى يې ورته وسپاره.
دحدیث تخریج :
بخارى و هذا لفظه: کتاب احادیث الأنبیاء، باب: قوله تعالی: و وهبنا لداود سلیمن نعم العبد انه أواب، حدیث: (۳۴۲۷)او په کتاب الفرائض، باب: اذا ادعت المرأة ابنا (۶۷۶۹)
مسلم: کتاب الأقضیة، باب اختلاف المجتهدین، حدیث: (۱۷۲۰)
سنن النسائي: کتاب آداب القضاء، باب حکم الحاکم بعلمه (۵۴۰۴)
د حدث فائدې:
۱: جنګ د انسان خاصیت دی لکه په پورتنى كېسه كې یوې ښځې بلې ته وویل: لیوه ستا ځوی وړی دی او بلې ورته وویل: نه. بلكې ستا ځوی يې وړی دی.
۲: د جنګ په وخت كې په بل فیصله کول یو ښه کار دی.
۳: دا شوني ده چې ځوی دی د پلار نه په احکامو ډېر پوه وی.
۴: د حق د ښکاره كېدلو لپاره حیله کول جائز دي.
۵: د مور د رحم نه د الله رحم اووه ځله ډېر دی او بل داسې څوک نشته چې هغه د مور د ترحم نه ډېر ترحم ولري.