د ناوړه نیوکې مخنیوی! | مه خفه کېږه! ۷

ځینې کم عقلان خالق، مالک او ساتونکی ذات الله تعالی ته هم بد رد وایې، هغه ذات چې ټولو ته روزی ورکوی، له چا پرته چې دعبادت وړ بل څوک نشته، نوبیا زموږ په شان ګناهګارو او دوکه شویو خلکو حیثیت به څه وی؟

موږ باید د خلکو بې ځایه نیوکې او مخنیوی ته تل تیارسۍ واوسو، ځکه زموږ د بربادولو هڅې به روانې وی او قصداً به مو بې ادبی وشی.

دا د تنقید او نیوکې لړۍ به تر هغه روانه وی، چې تاسې له دوی څخه مخکې یئ او پرمختګ کوئ، د خلاصون یوازېنۍ لاره مو دا کېدای شی، چې ځمکې ته ننوځئ یا اسمان ته وخېژئ، او د دوی له سترګو پناه شئ، تر کومه چې د دوی ترمنځ ژوند کوې، دوی به دې همداسې کړوی، اوښکې به دې بهېږی او خوبونه به درڅخه ورک کړی، ځکه څوک چې پر ځمکه ناست وی، هغه هیڅکله نه غورځېږی.

دوی له تا سره له دې امله حسد او کینه کړی، چې په علم، وړتیا، اخلاقو، او شتمنۍ کې تر دوی غوره یې، له دې امله دوی تا تر هغه نه بښی چې له دوی څخه شاته پاتې نشې، د الله تعالی ټول نعمتونه له لاسه ورنه کړې، له خپلو ټولو وړتیاوو، علم، اخلاقو او شتمنۍ څخه لاس په سر نشې، او همدا د دوی خوښه ده!

له دې امله د دوی بې ځایه تنقید، چټی خبرې او بې ادبی وزغمه، له ځان څخه د أحد غر جوړ کړه، یوه داسې ډبره له ځانه جوړ کړه، چې ګلۍ پرې ورېږی او ماتېږی، خو ډبره پر خپل ځای روغه پاتې وی.

که د خلکو تنقید ته دې غوږ کېښود، نو خپل ژوند به تریخ او د حاسدانو هیله به ترسره کړې، له دې امله د هغوی تنقید ته غوږ مه نیسه، له هغوی سره له کېناستلو نه ډډه وکړه او خبرو ته یې پام مه کوه، د هغوی دا بدۍ به ستا درجه لوړه کړی.

ته به دچا چا خوله بنده کړې؟ ته دومره کولای شې، چې هغوی په خپل حال پریږدې، نو هغوی به پخپله ستړی شی او ته به یې له تنقیدونو څخه بچ شې.

( قُلْ مُو تُواْ بِغَیْظِکُمْ )

” دوی ته ووایه، چې د خپلې غوسې په تاو کې ومرئ. ”

یوازې دا نه، بلکې کولای شې په خپلو ښېګڼو او فضایلو کې ډېرښت وکړې؛ خپلې بدۍ له منځه یوسې او د دوی ژبو ته قلفونه واچوې.

هـــــو! که ته دا غواړې چې د نړۍ والو پر وړاندې له ټولو بدیو او نیمګړتیاو نه پاک شې، او د ټولو خلکو خوښ اوسې، نو د یوه ناممکن کار هیله دې کړې!

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی

ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب