آداب

دموراوپلاراړوند اداب

۱- زموږد ګران پيغمبرمحمد (صلي الله عليه وسلم) څخه پوښتنه وشوه چې ترټولوغوره عمل څه دى؟ هغه وويل : په خپل وخت لمونځ کول، بيا پوښتنه ترې وشوه چې ورپسې کوم عمل غوره دى؟ هغه وويل: له مور او پلار سره ښه چلند کول، دريم ځل بيا پوښتنه ورڅخه وشوه چې بيا کوم عمل؟ پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل : چې نورخلک ستا دژبې له ضرر څخه  په امن کې وي.

۲- له اړتيا پرته بايد دمور او پلارنوم وانخلو اونه په لاره له هغوى نه مخکې لاړشو .

۳- له مور او پلار سره بايد مينه ولرو اوڅومره مو چې د وسه کيږي بايد خد مت يې وکړو.

۴- دموراوپلارخبره بايد ومنو او له ازار  رسولوڅخه يې ځان وساتو.

پوښتنې :

۱- محمد (صلي الله عليه وسلم) دموراوپلارد حق په اړه څه ويلي دي؟

۲- له مور او پلار سره بايد څنګه  چلند وکړو؟

۳- څنګه  کولاى شو مور او پلار خوشحاله وساتو؟

  د مجلس اداب
  دقربانى دذبحه كولوآداب
  د مسجد آداب

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close