دمهدي عليه السلام مختصره پيژندګلوي دحديثو په رڼا كې

د امام مهدي عليه السلام په اړه داهل سنت والجماعت د تير څوارلس سوه كلونو راهېسي داعقيده ده چې دى به قيامت ته نږدې زمانه كې ظهور كوي او دمسلمانانو مشرۍ به كوي .
تعرف :
نوم : محمد
لقب : مهدي
پلارنوم : عبدالله
د مور نوم :امنه
نسب : دفاطمة الزهراء په اولاد كې به وي
ځاي دپيدا كيدو: مدينه منوره
بدن : لوړ قد،لوړه پزه،پياوړى بدن
مخ : مخ مبارك به درسوالله صلى الله عليه وسلم په څير وي
عمر : دڅلوپښتو كلونو په عمركې به وي
ظهور: په مكه مكرمه كې به ظهور وكړي
بيعت : دى مبارك به دحجرلاسوداو مقام ابراهيم تر مينځ دمسلمانانو نه بيعت اخلي دبيعت كونكو شمير به دميدان دصحابه كرامو ۳۱۳تنو سره برابر وي
مشرۍ : دمسلمانانو مشرۍ به كوي او دكافرانو سره به سخت جنګونه كوي
حكومت :دځمكي پر مخ به دعدل او انصاف نه ډك اسلامي خلافت قايم كړي
فيصله : فيصلې به په قران او حديث كوي
شتمني : په خلكو به دومره مال (سره زر،سپين زر،روپۍ ….) تقسيم كړي چې اخيستونكي به يې نور نه وي
خلافت مدت : د ۷ او ۹ كلونو تر مينځ به وي
دمهدي عليه السلام د خلافت په دوران كې به عيسى عليه السلام له اسمانه راكوز شي دده دراتګ تر مخه به دجال راوتلى وي عيسى عليه السلام به دجال ووژني او تر هغه وروسته به د مهدي عليه اسلام جنازه اداء كړي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

واسع ویب یوتیوب چینل

د ملاتړ لپاره چینل سبسکرایب او له نورو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



پوهنتون ښوونیز یوتیوب چینل

پوهنتون چینل سبسکرایب او له زده کوونکو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

Back to top button
واسع ویب