د لمريز او زيږديز کال ترمنځ پرتله

لمريز کال ١٢ مياشتې او ٤ فصله دى
هرفصل يې بيا ٣ مياشتې دى
پسرلى ، اوړى، منى اوژمى

لومړى فصل ( موسم) : پسرلى
ورى ( حمل )
غوايي ( ثور)
غبرگولى( جوزا)

دويم فصل( موسم): اوړى
چنگاښ( سرطان)
زمرى( اسد)
وږى (سنبله )

دريم فصل( موسم): منى
تله ( ميزان )
لړم (عقرب)
ليندۍ( قوس)

څلورم فصل ( موسم): ژمى
مرغومي (جدي)
سلواعه ( دلوه )
کب ( حوت)

your ads

د بزگرۍ په حساب کال دوه فصله دى پسرلى او منى
بزگر په ځمکه کې تخم په پسرلي وکري او په مني يې حاصل ترلاسه کړي دبيلگې په لومړى غنم وکري له حاصل وروسته ورپسې سمدستي جوار وکري او په ژمي کې يې ځمکه هسې ( خاره) پرته وي اوپسرلي ته سترگې پرلاره وي

ښوونيز(تعليمي ) کال نهه مياشتې دى

دا کال په گرمو سيمو کې د وږى ( سنبلې ) پر(١٥) پيل او د غبرگولي( جوزا) پر(١٥) پاى ته رسي او د اوړي (٣) مياشتى رخصت وي
(داکال دوه لمريزکلونه نيسي ځکه چې له سنبلې تر کب به پورې مياشتې په يوکال کې وي او بيا دغبرگولې تر (١٥) پورې په بل کال کې وي نوځکه يې دسوبتيا پرکتاب يا ترقي تعليم پرکتاب داسې ليک وي ١٣٩٣-١٣٩٤ ښوونيز کال.
او د يخو سيمو کې بيا ښوونيز کال د وري ( حمل ) پرلومړى نيټه پيل کيږي او ليندۍ( قوس) پر (٣٠) پاى ته رسي او د ژمي (٣) مياشتې رخصت وي.
په دې ښوونيز کال کې زده کوونکي دکالنې ازموينې څخه خلاص کړل شي او د بل نوى ښوونيز کال په سوچ اخته شي
لمريزهجري کال چې دافغانستان ، ايران او دمنځنۍ اسيا په هېوادونو کې رسمي بڼه لري او په نورې نړۍ کې زيږديز کال رسمي دى.

د هجري او میلادي کال میاشتې

لمريز هجري کال د وري ( حمل ) له لومړۍ نيټې سره پيل کيږي چې د زيږديز کال د مارچ له ٢١ سره سمون خوري
بيا د غوايي ( ثور) لومړۍ نيټه د اپريل له ٢٢ نيټې سره برابره وي
د مى ٢١ دغبرگولي ( جوزا) له لومړۍ نيټې سره برابره وي
د جون ٢٢ د چنگاښ(سرطان) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دجولاى ٢٤ دزمري (اسد ) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
داگست ٢٤د وږي( سنبلې) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دسيپټمبر٢٤دتلې( ميزان ) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
داکتوبر٢٤ دلړم (عقرب) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دنومبر ٢٣ د ليندۍ (قوس) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دسمبر٢٣ د مرغومي (جدي) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دجنوري ٢١ دسلواعې( دلوې) له لومړۍ نيټې سره برابره ده
دفبروري ٢٠ دکب (حوت ) له لومړۍ نيټې سره برابره ده

دا مهال په گردې نړۍ کې د کليزې په شمير يوکال پر درې نومونه رسميت لري ،يوه يې زيږديز( ميلادي _ عيسوي ) بلل کيږي
دويم يې لمريز،هجري بلل کيږي
ددريم يې سپوږ ميز ( قمري) هجري بلل کيږي

جنوري،فبروري ، مارچ، اپريل ،مى، جون ،جولاى ،اگست ،سيپټمبر ،اکتوبر ،نومبر او دسمبر زيږديز کال د مياشتو نومونه دي

محرم الحرام ، صفرالمظفر، ربيع الاول ، ربيع الثاني ،جمادي لاول ، جمادي الثاني يا(جمادي الاخره ) رجب المرجب ،شعبان المعظم ،رمضان المبارک ،شوال المکرم ،ذوالقعده ، او ذو الحجه
داد سپوږ ميز کال د مياشتو نومونه دي

ورى ( حمل )، غوايي ( ثور )، غبرگولى ( جوزا)، چنگاښ(سرطان) ، زمرى (اسد)، وږي( سنبله) ، تله( ميزان )، لړم (عقرب)، ليندۍ (قوس) ، مرغومى (جدي)، دسلواعه ( دلوه) او کب (حوت )

د زيږديز کال سرچينه د حضرت عیسى (عليه السلام) له زيږيدو څخه اخستل شوى
دهجري سپوږ ميږ کال سرچينه له مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم له هجرت څخه اخيستل شوى
چې پيل يې حضرت عمر (رضي الله عنه) کړې دى
دلمريز کال سرچينه هم هجرت څخه اخستل شوى

بله دا چې لمريز او زيږديز کال بدلون نه لري هره مياشت يې بل کال ته په همدغه وخت راځي
سپوږميز کال بدلون مومي چې بل کال ته لس ورځې وړاندې راځي بل کال ته روژه لس ورځې وړاندې راځي.

ليکنه:Fazalqadir Andewal

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب