د قربانۍ د څاروو د عمر او عيبونو او نورې متعلقه مسائل

(۴۰)مسئله :په ګډو كښے دشپږومياشتويازيات ددغى نه هم جائزكيږى چه كله ښه څورب وى اودكليز سره نه پيژندے كيږى.

دليل:وصح ذوستة اشهرمن الضأن قوله وذوستة وفسره في شرح الملتقي شرعاًبمااتي عليه اكثرالحول عندالاكثر (ردالمحتار ج۶ ص۳۲۱)

(۴۱)مسئله:په بزوكښے يوكال عمرضرورى دےاوپه اوښانوكښے پنځه كلنى يعنى چه څلوركاله ئى پوره شوى وى اوپنځم كښے داخل شوى وى ،اوغواګانودوه كلنى يعنى چه دوه كاله ئى پوره شوى وى اوپه دريم كښے داخل شوى وى اودميښو اوغواوؤيوحكم دے.

دليل: وصح الثني فصاعداًمن الثلاثة والثني هوابن خمس من الابل وحولين من البقروالجاموس وحول عن الشاة.

(ردالمحتار ج۶ص۳۲۲)

your ads

(۴۲)مسئله:دڅارووعمرلره اعتباردے نوعلامت( لكه غاښونه ياڅورب والى لكه نن صباح فارمى څاروى ډيرغټ اوڅاربه وى حالانكه عمرئى ډيركم وى) لره اعتبارنشته،كه ددغه عمرنه يوه ګنټه وخت پكے كم وى نوهم قربانى ترينه نه كيږى.

دليل:وفي البدائع تقديرهذه الاسنان بماذكرلمنع النقصان لاالزيادة فلوضحي بسن اقل لايجوز(ج۶ص۳۲۲)

(۴۳)مسئله دعمرپه معلومولوكښے دخرڅونكے وينامعتبرده ګواهان ته پكے حاجت نشته.

(۴۴)مسئله كه چرى ځنګلى څاروى په (اهلى) كورنى څاروى اوختويعنى مال شوه اولنګه شوه نوددغه قربانى جائزكيږى عكس جائزندے.

دليل:قال في البدائع لونزي ثوروحش علي بقرة اهلية فولدت ولدايضحي به دون العكس (ردالمحتارج۶ص۳۲۲)

(۴۵)مسئله:كه چرى اوومه حصه په قيمت اوغوښه كښے دبزى سره برابر وه نو بزه قربانى كول بهترده د(مؤنث) ګډى نه ، نرګډبهتردے كه چرى قيمت اوغوښه كښے برابروو،دبزى نه سيرلى بهتردے كله چه ګډاوسيرلى خصى كړى شوى وى ورنه په دواړوكښے مؤنث بهتردے،په اوښانواوغواؤكښے مؤنث بهتردے.

دليل:الشاة افضل من سبع البقرة اذااستويافي القيمة والحم والكبش افضل من النعجة اذااستويافيهماوالاثني من المعزافضل من التيس قيمة قوله والا ثني من المعز افضل لكنه مقيدبمااذاكان موجوء ان مرضوض الانثيين اي مدقوقهما(الرد)الاثني من الابل والبقر افضل (ردالمحتارج۶ص۳۲۲)

(۴۶)مسئله:كه چرى دقربانى څاروى لنګ شى نودغه بچى به ذبحه كولى شى څه چه ئى دمورسره كولى شى هغه به ددسره هم كولى شى،كه چرى ذبحه نكړى شواوژوندے پاتى شواودقربانى ورځى ختم شوى نوژوندے به خيراتى وركوى،كه چرى ضائع يائى ذبحه كړواوغوښه دهغه ئى اوخوړه نودهغه قيمت به خيراتى وركوى،كه چرى آئنده كاله پورى ژوندے پاتى شو اودروان كال قربانى ترى وكړه نوداقربانى جائزنه ده،نودقربانى دپاره پرى بل اخيستل لازم دے.

دليل:ولدت الاضحية ولدقبل الذبح يذبح الولدمعهاقوله قبل الذبح فان خرج من بطنهاحيافالعامة انه يفعل به مايفعل بالام،فان لم يذبحه حتي مضت ايام النحريتصدق به حيافان ضاع اوذبحه واكله يتصدق بقيمته فان بقي عنده وذبحه للعام القابل لايجوزوعليه اخري لعامه الذى ضحي ويتصدق به مذبوحامع قيمته مانقص بالذبح والفتوي علي هذاخانية (ردالمحتار ج۶ص ۳۲۲)

(۴۷)مسئله:كه چرى دقربانى څاروى ورك شوياغلاكړىشو اويائى بل واخستوبيااولنى څاروى بياموندے شودقربانى په ورځوكښے،پس كه چرى دغه مالداروى كه هريوددغه دواړونه ذبح كړى جائزده كه چرى فقيريعنى غريب وونودواړه به ذبحه كوى،البته كه چرى دغه مالدار سړى دواړه ذبحه كړى ډيره بهتره خبره ده.

دليل:اذااشتري الغني اضحية فضلت فاشتري اخري ثم وجدالاولي في ايام النحركان له ان يضحي بايتهماشاء،ولوكان معسرافاشتري شاة واوجبهابلسانه فضلت ثم اشتري اخري فاوجبهاثم وجدالاولي قالوعليه ان يضحي بهما(قاضيخان علي الهامش ج۳ص۳۴۷) (ردالمحتارج۶ص۳۲۳) (والوالجية ج۳ص۷۵)

(۴۸)مسئله : په فقير سړي قربانې هله واجب كيږي چه دزړه دنيت سره په ژبه هم الفاظ اووائي ورنه نۀ واجب كيږي .

دليل: الفقير اذانوي ان يشتري شاة ً للاضحية لايلزم عليه بهذه النية شئٌ ، قاضي خان ج ۳ صـ ۳۴۷  مخكي عبارتونوكي اوجبها بلسانه ذكرشوى دي ( لعبد) .

(۴۹) مسئله: كه چري مالداره سړى څاروى دقرباني په نيت سره واخسته نوبياهم دغه څاروى دقربانى دپاره نه متعين كيږي ، اوكه چري فقيروو نو دغه متعين كيږي ،قرباني په دواړو واجب ده ، په يو باندې په نصاب اوپه بل دتعين دوجې نه .

دليل: اما اذا اشترى شاة بنية الاضحية ان كان فقيراً تجب عليه وعندالشافعي لاتجب عليه وان كان غنيا لاتجب بالاتفاق ،فتاوي والولجية ج۳ صـ ۷۴ .

(۵۰)  مسئله : كه چري دقربانى څاروي سحرائي يعني ځنګلي شو اومالك دقرباني په نيت دقرباني په ورځوكښے اويشتو نوقرباني جائز كيږي .

دليل: شاة فرت وتوحشت، فرماها صاحبها ونوى بها عن الاضحية واصاب تجزئه عن الاضحية ( فتاوى والولجية ج۳ صـ ۷۴ ) .

(۵۱) مسئله: دكورساتلى څاروى په نيت دقرباني سره نۀ متعين كيږي ( اوپه اختسى شوي څاروي كښے دغه مذكوره تفصيل دے  مسئله  ۴۹ ) كه دغه سړى مالدار وي اوكه غريب وي .

دليل: رجل له شاة ونوى ان يضحي بها لاتجب عليه بنفس النية ، فقيرا كان اوغنيا ( والولجية ج۳ صـ ۸۲) البدائع الصنائع ج ۲ صـ ۶۲ ) .

(۵۲)  مسئله:  جماء  كونډى  څاروى چې ښكر ئې خلقة  يعني (پيدائش نه ) نه وي ، او عظماء يعني چه بعضي ښكرئى مات شوي وي  والخصاء  يعني ټكولى شوى  ثولاء  يعني ليونى څاروى چه كله سر كوي اوځان مړولى شي جرباء  يعني پمن څاروى چه كله څورب وي ددې مذكوره څاروو نه قرباني كول جائز دي ، البته كه چرى ليونى سر نكوى اوپمن څاروى ډير كمزورى وي نوقرباني ترى نه كيږي ، اودكوم څاروي چه ښكر مات شوي وي اوزخم ئى مازغوته رسيدلى وي ،نوبيا ترې قرباني نه كيږي .

دليل:  ويضحي بالجماء والخصي والثولاء اى المجنون اذا لم يمنعها منالثوم والرعي وان منعها لاتجوزالتضحية  بها والجرباء السمنية فلو مهزولة لم تجز،قوله بالجماء هي التي لاقرن لها خلقة وكذا العظماء التي ذهب بعض قرنها بالكسر اوغيره فان بلغ الي المخ لم يجز ( ردالمحتار ج۶ صـ ۳۲۳ ) .

(۵۳) مسئله: دړونداوچپ سترګى اوډيرزيات كمزورى چه نلى يې په اډوكو كښے ختم شوى وى اوګډچه څلورمه پښه نشى لګولے اوښكاره ناجوړه مريض اوچه غوږونه اولكئ يې اكثريعنے زياته حصه يې كټ شوى وى راجح اومفتى به داده چه دريمه حصه كټ وى اوچه په يوه سترګه يې زيات نظرنه لګى اوچه زيات دلم يې كټ يعنى  دريمه حصه كټ شوى وى اوچه غاښ يې ټول غورزيدلى وى اوچه پيدائـشى غوږونه يې نوى يعنى بوچى اوچه تيونه كټ شوى وى اويايى غولانزه اوچه شوى وى اوبونجه يعنى چه پوزه يې كټ شوى وى اوچه په علاج سره يې پى بندشووى اوآئنده دپاره دپى اميدترے نوى اوبى لكئ چه پيدائش يې بى لكئ شوى وى اوپه خنثٰى يعنى هغه چه نه مذكراونه مونث وى اوهغه چه ګندګى يعنى دانسانانوغول خورى ددے مذكوره څارونه قربانى نه كيږى البته كچرى ګډ څاروى څلورمه پښه په زمكه لګولى شى اوتلے پشى نوقربانى ترے كيږى اودكوم څاروى چه اكثرغاښ وى اوځان څره ولے شى اوهغه چه زياته حصه دلكئ يې يعنى دوه حصے پاتے شوى وى نوقربانى ترے جائزده اودارنګ چه واړه واړه غوږنه يې وى۱۲.

دليل : لابالعمياه والعوراء والعجفاء المهزولة التي لامخ في عظامها والعرجاء التي لاتمشي الي المنسك اي المذبح قوله والعرجاء اى التي يمكنها المشي برجلها العرجاء انماتشي بثلاث قوائم حتي لوكانت تضع الرابعة علي الارض وتستعين بها جاز والمريضة البين مرضهاومقطوع اكثرالاذن والذنب اولعين اي التي ذهب اكثرنورعينها فاطلق القطع علي الذهاب مجازاوانما يعرف بتقريب العلف اواكثرالالية لان للاكثرحكم الكل بقاء وذهابا فيكفي بقاء الاكثروعليه الفتوىٰ ولابالهتماء التي لااسنان لها ويكفي بقاء الاكثروقيل ماتعتلف به والسكاء التي له اذن لها خلقة فلولهااذن صغيرة خلقةً اجزآت زيلعي والجزاء مقطوعة رؤس ضرعهااويابستهاولاالجدعاء مقطوعة الانف ولاالمصرعة اطبائها وهي التي عولجت حتي انقطع لبنها ولاالتي لاالية لهاخلقة ولابالخنثي لان لحمها لاينضج شرح وهبانية وتمامه فيه ولاالجلالة التي  لم تاكل العذرة ولاتاكل غيرها( ردالمحتارج۶/ ص۳۲۴)

(۵۴)  مسئله : دكوم څاروى وركوټى لكئ دپيدائشى نه وى دهغه نه قربانى كيږى اوكوم څاروى چه ګندګى اونوره ګياه وغيره ګډوډخورى دهغه نه هم كيږى.

دليل: وان كان لها الية صغيرة مثل الذنب خلقة جاز قوله ولاتاكل غيرهاافادانهااذاكانت تختلط تجزئ

( ردالمحتار،ج۴،ص۳۲۵)

(۵۵) مسئله : كوم څاروى چه ګندګى خورى كچرى اوښ وه څلويښت ورځى اوكه غواوه نوشل اوګډى بزى وى نولس ورځے به په موګى تړلے شى اوبندولے به شى چه غوښه ئے پاكه شى اواثرپكښے پاتے نشى چرګه درے ورځے اوچنچړه به يوه ورځ بندولے شى.

دليل : قوله الجلالة اي قبل الحبس قال في الخانية فان كانت ابلاحتي يطلب تمسك اربعين يومايطيب لحمها والبقرعشرين والغنم عشرة ( ردالمحتار،ج۶/ ۳۲۵)

الدجاجة ثلاثة وايام والعصفوريوما(الهندية ،ج۵، ۲۹۸)

(۵۶) مسئله : كوم څاروى چه ذكريې كټ شوى وى اوجفتى يعنى په غوانشى ختلےاوهغه چه ټوخيږى اوهغه چه دډيرعمردوجى نه نوربچى نشى راوړى اوچه داغونه پرى وهلے شوى وى اوهغه بزه ياګډه چه ژبه يې كټ شوى وى ددے ټولونه قربانى كيږى البتة كومه غواچه ژبه يې كټ شوى وى دهغے نه نه كيږى.

دليل :تجوزالاضحية بالمجبوب العاجزعن الجماع والتي بهاسعال والعاجز عن الولادة لكبرسنها والتي بهاكي والتي لالسان لهافي الغنم خلاصة اي لاالبقرة لانه ياخذالعلف باللسان والشاة بالسن ( ردالمحتار،ج۶،ص ۳۲۵)

(۵۷) مسئله : دكوم څاروى چه غوږونه يې په اږدوشليدلى وى اوهغه چه غوږونه سورى شوى وى اوهغه چه دغوږنومخكښےنے طرف معمولى شان شليدلى كټ شوى وى اوهغه چه غوږونه دروستوطرف لګ شان پرے كړے شوى وى. اوهغه چه په سترګه يې كوګ والے وى اوهغه چه وړئ ترے څوكليدلے وى ددے ټولونه قربانى كول جائزده لكن مكروه دے ۱۲.

دليل : وتجزئ الشرقاء مشقوقة الاذن طولا والخرقاء مشقوقة الاذن والمقابلة ماقطع من مقدم اذنها شي، وترك معلقا والمدابرة مافعل ذلك بمؤخر الاذن من الشاة الخ وتجوزالحولآء مافي عنيها حول والمجزوزة صوفهاخانية وقدمناان ماجوزهنا جوزمع الكراهة لانه خلاف المستحب

( ردالمحتار،ج۶،۳۲۵)

(۵۸) مسئله : دګډى اوبزى كچرى يوتى نه وى اودغوا اوميخى اواوښانوكچرى دوه تيونه نه وى نوقربانى ترى نه كيږى اوكه درى ئى ووبياكيږى.

دليل: وفي الشاة والمعز اذالم يكن لهما احدے حلمتيها خلقة اوذهبت بافة وبقيت واحدة لم تجزوفي الابل والبقر ان ذهبت واحدة تجوزوان ذهبت اثنتان لاتجوزكذافي الخلاصة ( الهندية، ۵ج، ص۲۹۹، ردالمحتار،ج۶،ص ۳۲۵)

(۵۹) مسئله : كچرى دبزى يوتى اوچ شوے وو اودغوا دوه تيونه اوچ شوى وى قربانى ترے نه كيږي

دليل : والشطورلاتجزئ وهي من الشاة ماانقطع اللبن عن احدضرعيها ومن الابل والبقرماانقطع اللبن من ضرعيهما( الهندية، ج۵،ص ۲۹۹، ردالمحتارج۶،ص ۳۲۵)

(۶۰) مسئله : كه څاروى يې روغ واخستوبياپكښے داسے عيب پيداشوچه دهغه دوجى نه قربانى نۀ كيږي كچرى سړى غنى وى نوبل به ددغى په ځاى اخلى اوكچرى غريب وونوددغه عيب ژنے به قربانى كوى اودارنګ كه داخستوپه وخت كښے عيب ژنه وه نوغريب به ددغے نه قربانى كوى اوغنى به بله اخلى.

دليل : ولواشترلها سليمة ثم تعيب بعيب مانع كمامرفعلية اقامة غيرهامقامهاان كان غنياوان كان فقيرااجزاه وكذا لوكانت معيبة وقت الشراء لعدم وجوبها عليه ( ردالمحتار،ج۶، ص ۳۲۵)

(۶۱) مسئله : كچرى دذبح په وخت كښے عيب ژن شودے سره څه نقصان په قربانى كښے نۀ راځى

دليل :ولايضرتعيبها من اضطرابها عندالذبح( درالمحتار،ج۶،ص ۳۲۵)

(۶۲) مسئله كچرى اخستے شوے څاروے مړشونومالداربه بل اخلى اوپه غريب هيڅ نشته.

دليل : وكذا لوماتت فعلي الغني غيرهالاالفقير (ردالمحتار، ج۶، ص ۳۲۵)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب