دغه کورني نسخې مو د قبض له ناروغۍ څخه ژغوري

زیات شمیر خلک د قبض له ناروغۍ څخه کړیږي چې دغه ناروغي بیا انسان په زیات شمیر نورو ناروغیو اخته کولی شي چې له همدې امله پر وخت او له ځنډ پرته مخنیوی يي ډیر زیات اړین دی.

روغتیايي کارپوهانو په وینا دغه ناروغي باید عادي ونه ګڼل شي او پر وخت درمل يي وشي. له نیکه مرغه انسان کولی شي دغه ناروغي له کوم ځانګړی لګښت پرته ځیني کورني درملو په مرسته درمل کړي.

دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره اشنا کوو چې کولی شي دغه ناروغي له کوم ځانګړی لګښت، ډاکټر او درملنې پرته درمل کړي.

فایبر: فایبر (Fiber) پاکوونکی خاصیت لري او په کولمو کې شته خواړه او فاضله موادو په خارجولو کې مرسته کوي. د دال په مختلفو ډولونو، بادام، سبزیجات او وچو میوو کې په زیاته اندازه فایبر شتون لري. په ورځنی ډول ۲۰-۳۵ ګرامه فایبر استعمالول انسان د قبض له ناروغۍ څخه ژغورلی شي. هغه کسان چې فایبر زیات استعمالوي باید اوبه هم زیات وڅښي.

د نعنا (پودینه) یا زنجبیل چای: نعنا او زنجبیل د معدې د مختلفو ناروغیو لپاره ازمویل شوي تر ټولو غوره درمل دي. په نعنا کې شته مینتول نومې مواد کولمې غښتلي کوي او زنجبیل بیا په بدن کې حرارت تولیدولو سره د خواړه په هضم کې مرسته کوي.

ګټور غوړ: زیتون، دانې لروونکي وچې میوې او ځینې نور خواړه د ګټور او اړین غوړ تر ټولو غوره منبع ګڼل کیږي. دغه غواړه د کولمو سیستم پیاوړی کولو سره انسان د قبض له ناروغۍ څخه ژغوري.

د لیمو اوبه: د لیمو په اوبو کې شته سیټرک اسید د خوړو په هضم او له بدن څخه زهري موادو په خارجولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. هر سهار یو ګیلاس د لیمو اوبه استعمال انسان د قبض له ناروغۍ څخه ژغوري.

کافي (Coffee): کافي د کولمو تحریکولو سره قبضیت له منځه وړي. نور ټول هغه مشروبات چې ګرم خاصیت لري هم د دغې ناروغۍ په درمل کې مرسته کوي.

ورزش: په ورځنی ډول ټاکلې اندازه ورزش د قبض د ناروغۍ له منځه وړلو کې ډیره مرسته کوي. له هر خواړه وروسته هڅه وکړئ لږ تر لږه ۱۰۰ قدمه حرکت وکړئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب