دغه خواړه د وینې فشار ټیټوي

د غوره او روغ ژوند لپاره اړینه ده چې د وینې فشار نورمال وساتل شي. د وینې لوړ فشار په انسان کې د زړه حمله، ګردې ناروغۍ، سترګو لید کمزوری کیدو او نورو ډیرو ناروغیو سبب ګرځي.

د ناروغیو څخه مخنیوی لپاره د درمل استعمال که څه هم یوه اندازه ناروغۍ مخه نیسي خو ډیر نور زیانونه هم لري. خو دغه خواړه له استعمالولو سره په طبیعي ډول د وینې فشار ټیټولی شو.

۱- هوګه:
هوګه یو له هغه خواړه څخه دی چې په ورځنۍ ژوند کې استعمالیږي چې ځينې خلک دغه خواړه نه خوښوي. دغه خواړه د وینې لوړ فشار ټیټوي. روغتیایي څیړنو ثابته کړې چې دغه خواړه کې السین (Allicin) نومې مواد وجود لري کوم چې د وینې فشار او ذهني فشار له منځه وړي.

۲- پیاز:
پیاز زیاته اندازه انټي اکسیډنټ فلاونول (Antioxidant Flavonol) او کویرستین (Quercetin) نومي مواد لري. څیړنو ثابته کړې چې دغه خواړه په انسان کې د فشار مختلف ډولونه نورمال ساتي. دغه خواړه د زړه فعالیت کمولو سره د وینې لوړ فشار ټیټوي.

۳- دال چیني (Cinnamon):
دغه خواړه د وینې فشار په برخه کې معجزه کوي. دغه خواړه د وینې لوړ فشار ټیټولو سربیره انسان د شکر له حملې ژغوري. په دې وروستیو کې شوې یوه څیړنه ثابته کړې چې دال چینې استعمال له اوبو سره شکر ټیټوي.

۴- نعنا:
د دغې بوټۍ په پاڼو کې زیاته اندازه کارواکرول (Carvacrol) نومې مواد وجود لري کوم چې د وینې فشار ټیټولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه په بدن کې د وینې مختلف ډول فشار له منځه وړي او د زړه فعالیت نورمال ساتي.

۵- زیتون:
د زیتون غوړ د خواړه خوند زیاتولو سره د وینې فشار ټیټوي. د زیتون غوړ د نړۍ پر مخ یو له غوره غوړ څخه پیژندل کیږي کوم چې هیڅ ډول زیان نه لرې او بې شمیره ګټې لري.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب