دعمر بن عبدالعزيز رح د حجاج حاکم لره حاکم نه جوړول

عمر بن عبدالعزيز رحمه الله په خپل وخت کي يو څوک د يو ځاى حاکم مقرر کړى يو چا ورته وويل چي داد حجاج بن يوسف په زمانه کي هم حاکم پاته سوى دئ عمر بن عبدالعزيز رحمه الله دغه سړى ددندي څخه ليري کړى هغه سړي ورته وويل :چي زه ډېر لږ وخت د حجاج په زمانه کي حاکم پاته سوى يم. عمر بن عبدالعزير رحمه الله ورته وويل چي ستا لپاره دومره بدي بس ده چې د هغه سره يوه ورځ يا تر ورځي هم کم حاکم پاته سوي يې.([1])

فايده: مطلب دادئ چي دده سره د پاته کېدو اثر خامخا پاته کيږ‌ي. څوک چي د پرهېزګارو خلګو سره اوسيږي نو پراوسيدونکى باندي زوروره اغېز په نه ليدونکي ډول د پرهيزګارو خلګو پرېوزي او څوک چي د بدعملو خلګو سره اوسيږي نو د بدعملو خلګو اثر به خامخا پرده پرېوزي همدا وجه ده چي د بدو خلګو د ناستي څخه منعه پکار ده انسانان لا څه کوي بلکي د حيوانانو سره په اوسېدو لا اثر پرېوزي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: داوښانو او اسونو په مالکانو کي فخر او لويي وي او د بزو په مالکانو کي عاجزې وي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم  ارشاد دئ چي فرمايي: دنيک سړى سره ناسته د مشکو په څير ده که مشک ورونه رسيږي نو بوى به يې خامخا ورسيږي او د بد سړى سره ناسته د اور د کورې په څېر ده که د اور بڅرکي ور ونه رسيږي نو د دود (لوګي) څخه يې نه خلاصيږي. ([2])

مأخذ: د اصحابو قصي.

([1] ) احياء

([2] ) مجمع الفوائد

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب