دصحابه وو ټوكې

عوف بن مالك اشجعي رضي الله عنه  وايي: دتبوك په غزاكې رسول الله صلی الله عليه وسلم  دڅرمنې په يوه وړه خيمه كې ناست و زه ورغلم سلام مې ورته وكړ رسول الله صلی الله عليه وسلم  دسلام ځواب راكړ ا وراته ويې ويل:  راځه! ماويل: ټول درشم؟ ويل: هو! ټول راشه! وليدبن عثمان بن ابو العاليه وايي: عوف رضي الله عنه  داخبره دخيمې دتنګوالي له امله كړې وه  (۱)

ابن ابي مُليكه رضي الله عنه  وايي: حضرت عائشې رضي الله عنها  رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره يوه ټوكه وكړه؛نودحضرت عائشې رضي الله عنها  موررسول الله صلی الله عليه وسلم  ته وويل: زموږ ځينې ټوكې دكنانه قبيلې ټوكې دي، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: داكورنۍ زمونږ دټوكو يوه برخه ده (۲)

ابوالهيثم  رحمه الله  ته يوصحابي كيسه كوله چې ماپخپله واوريدل چې ابوسفيان  رضي الله عنه  دخپلې لورام حبيبه رضي الله عنها  په كوركې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته په ټوكوكې وويل: ماچې جنګ درسره بسكړټولوعربوبس كړ،كه نه؛ نوستاله امله ښكرورو اوبې ښكرو،ټول يوله بل سره په جنګ اخته وو، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته مسكى شو او ويې ويل:ابوحنظله ! ته هم داخبرې كوې؟ (۳)

بكربن عبدالله رضي الله عنه  وايي:درسول الله صلی الله عليه وسلم  ملګروبه په ټوكوكې يوبل دخټكيوپه پوستكو ويشتل؛خوچې درښتياميدان به راغى بيا به هريودهرميدان زمرى و (۴)

[irp][irp][irp]

قره رحمه الله  وايي: له ابن سيرين رحمه الله  نه مې پوښتنه وكړه چې درسول الله صلی الله عليه وسلم  ملګروبه يوله بل سره ټوكې كولې؟ راته يې وويل: هو! خودعاموخلكوپه ډول ټوكې به يې نه كولې لكه ابن عمر رضي الله عنه  په ټوكوكې داشعرولوست ( يحب الخمرمن مال الندامي = ويكره ان تفارقه الفلوس ) اودملګروله مال څخه شراب خوړل غواړي؛خودانه خوښوي چې شتمني له لاسه ورکړي(۵)

ام سلمه رضي الله عنها  وايي: ابوبكرصديق  رضي الله عنه  له دوه بدري صحابه وو، نعيمان اوسويبط رضي الله عنهما  سره دتجارت په موخه دشام بصرې ښارته ولاړ، هلته يې سويبط  رضي الله عنه  دخوراكي شيانو مسؤل مقرركړ اونعيمان  رضي الله عنه  يې  همكارو،نعيمان رضي الله عنه  ډيرټوكي و،يوه ورځ يې سويبط  رضي الله عنه  ته وويل: نن خو څه راباندې وخوره !  هغه ورته وويل: ابوبكرصديق رضي الله عنه  بازارته تللى چې راشي بيابه يې درباندې وخورم، ددوى له ځاى سره نږدې خلكوڅاروي څرول، نعيمان رضي الله عنه  ورغى هغهخلکوته يې وويل: زمايوچوست اوتكړه عربي غلام دى كه يې اخلئ، هغوى ورته وويل: سمه ده اخلويې،نعيمان  رضي الله عنه  ورته وويل:هغه ډيرې خبرې كوي اوكيداى شي تاسوته داهم ووايي چې زه ازادسړى يم اوغلام نه يم؛خوكه بيايې راپريږدئ؛نوښه داده چې له اوس نه راته ووايآست چې نه يې اخلو، هغوى ورته وويل: نه! ته يې يوځل پرمونږ خرڅ كړه بياته خلاص يې؛نو دلسوتكړه اوښانوپه بدل كې يې خبره وكړه، نعيمان رضي الله عنه  اوښان راوستل اوخلك راغلل سويبط رضي الله عنه  يې له لاسه ونيو، هغه ورته وويل: نعيمان غلط وايي زه يوازادسړى يم غلام نه يم، هغوى ورته وويل: مونږ له وړاندې نه خبريو چې ته به همد اخبرېكوې؛خومونږ يې نه منو، په غاړه كې يې رسۍ ورواچوله اوپه زوره يې بوتلو، ابوبكرصديق رضي الله عنه  چې راغى نعيمان رضي الله عنه  له پيښې خبرکړ اوبيادواړه خلكوته ورغلل اوټوله كيسه يې ورته وكړه چې ماټوكې كولې اوښان يې بيرته وروسپارل اوسويبط رضي الله عنه  يې راوست، راوي وآيي: دوى چې بيرته مدينې منورې ته راغلل رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته يې كيسه وكړه؛ نورسول الله صلی الله عليه وسلم  اوصحابه ووچې به هروخت داپېښه يادوله؛ نوخندل به يې (۱)

ربيعه بن عثمان رضي الله عنه  وايي: يوكليوال سړى راغى دنبوي جومات مخ ته يې خپله اوښه كښينوله اورسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ورغى، نعيمان بن عمرو انصاري رضي الله عنه  ته ځينو صحابه وو وويل: نعيمانه! نن موغوښې ته ډيرزړه شوى دى كه دا اوښه راته حلال كړې ډيرخوندبه وكړي رسول الله صلی الله عليه وسلم  به يې بيا څښتن ته تاوان وركړي، نعيمان  رضي الله عنه  ورغى اوښه يې  حلال كړه؛نوچې څښتن يې له جوماته راووت او ويې وليده چيغې يې كړې: اى محمده! دې خلكو خوزما اوښه حلاله كړه! رسول الله صلی الله عليه وسلم  په منډه دباندې راووت وېل:داچا؟ صحابه وووويل: نعيمان! خوهغه نه و؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورپسې ورغى،نوموړى دضباعه بنت زبيربن عبدالمطلب رضي الله عنها  كوركې په يوه كنده كې پټ و او پرځان يې دكجوروپاڼې اوښاخونه را اچولي وو،يوسړي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته په لوړغږ ورنارې كړل:يارسول الله! مانه دى ليدلى؛خوپه ګوته يې اشاره ورته وكړه چې هالته پټ دى! رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورغى نوموړى يې له هغه ځايه راپورته کړ مخ يې دخاوروخځلوله امله تغيرخوړلى و، پوښتنه يې ترې وكړه چې ولې دې داسې وكړل؟ نعيمان رضي الله عنه  ورته وويل: يارسول الله! كوموخلكوچې زه دروښودلم همدغوراته ويلي وچې زمونږ غوښې ته زړه شوى رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته موسكى شومخ يې ورپاك كړاوبيايې داوښې څښتن ته تاوان وركړ (۱)

[irp][irp][irp]

عبدالله بن معصب رحمه الله  وايي: په مدينه منوره كې دمخرمه بن نوفل بن اُهيب زهري رضي الله عنه  په نامه يوبوډاصحابي و چې عمريې خواوشا يوسل اوپنځلس كاله و اوپه دواړو سترګوړوندو،يوه ورځ په جومات كې متيازوپه تنګ كړ؛ نونعيمان رضي الله عنه  ورغى له لاسه يې ونيودجومات يوكونج ته يې بوت اوورته ويې ويل: دغه ځاى دى،بوډايې هلته كښيناوه اودى ترې ولاړ؛خوچې هغه راولاړشوخلكو ورچيغې کړې: داخودې په جومات كې متيازې وكړي! بوډا وويل: زه چادلته راوستى وم؟ خلكوورته وويل: نعيمان، ويل: دى دې خداى داسې داسې كړي! كه ماته په لاس راغى په دې امسابه يې داسې ووهم چې بياهرڅه پرې وشول، راوي وايي: له دې پيښې ډيرې ورځې تيرې شوې اومخرمه رضي الله عنه  نه داخبره هيره شوه بله ورځ دجومات په كونج كې حضرت عثمان رضي الله عنه  په لمانځه ولاړو اودنوموړي داعادت و چې لمونځ به يې په ډيره توجه سرهكاوه اويوې اوبلې خواته به يې فكرنه كاوه، دغه وخت مخرمه رضي الله عنه  هم په جومات كې و؛ نو نعيمان  رضي الله عنه  ورغى ورته ويې ويل: نعيمان راغلى دى نه يې وهې؟ هغه ويل: کوم دى؟ ده ورته وويل: ته راځه چې ور دې ولم، له لاسه يې ونيواوسيده يې ور وست حضرت عثمان رضي الله عنه  ته يې ودراوه او ورو يې په غوږكې ورته وويل: همدغه دى وهه يې، مخرمه رضي الله عنه  په دواړولاسوامساپورته كړه اوحضرت عثمان  رضي الله عنه  يې دومره كلك وواهه چې زخمي شو،خلكوورنارې کړې: داخودې اميرالمؤمنين وواهه! دمخرمه رضي الله عنه  خپلوان چې خبرشول ټول راټول شول؛خوحضرت عثمان  رضي الله عنه  ورته وويل: نعيمان دې خداى ووهي! خوڅه ورته مه واياست ځكه چې بدري صحابي دى (۱)

۱ : اخرجه ابوداؤد كمافي البدايه  ۶/۳۶  اخرجه البخاري في الادب  ۴۱

۲ : اخرجه البخارى في الا دب  ۴۱

۳ : اخرجه الزبيربن بكاروابن عساكركذافي الكنز۴/۴۳

۴ : اخرجه البخارى في الادب ۴۱

۵ : ذكره الهيثمي  ۸/۸۹  هكذا  ذكره الهيثمي بلااسنادو سقط ذكرمخرجه

۱: اخرجه احمد واخرجه ابوداؤد والطيالسي والرديانى وقداخرجه ابن ماجه فقلبه جعل المازح سويبط والمبتاع نعيمان ورورى الزبيربن بكارفي كتاب الفكاهة هذالقصة من طريق اخرى عن ام سلمة الاانه سماه سليط بن حرملة واظنه تصحيفا وقدتعفبه ابن عبدالبروغيره كذافي الاصابة۲/۹۸وقداخرجه ابن عبدالبرفي الاستيعاب  ۲/۲۶ – ۳/۵۷۳  حديث ام سلمة من طرق

۱ :اخرجه ابن عبدالبرفي الا ستيعاب  ۳/۵۷۵  وهكذا ذكره في الا صابه  ۳/۵۷۰ عن الزبيربن بكارعن ربيعه بن عثمان >

۱ :اخرجه الزبيرعن عمه مصعب بن عبدالله عن جده كذافي الاستيعاب  ۳/۵۷۷  وهكذا ذكره في الاصابة  ۳/۵۷۰  زبيربن بكار

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب