د سيستم برخې System Units او CPU

د سيستم برخه System Unit

د قيمت او تکنالوژۍ له په پام کې نيولو سره د کمپيوټر مهمه برخه د سيستم برخه ده.ټولې چارې لکه د Data اخيستل ،د Data لېږدول،د Dataساتل،په Dataد منطقي او حسابي عملياتو سرته رسول او نور ،د هغو پرزه جاتو په مرسته چې په همدغه برخه کې دي، سرته رسوي .
البته ددې ټولو چارو اصلي کنترولوونکی او سرته رسوونکی CPU ده چې د پراسسر په نامه هم ياديږي.له همدې امله د سيستم ټوله برخه په بازار کې د CPU په نامه ياديږي چې دا اصطلاح د سيستم ټولو برخو ته سمه نه ده.
دکم پيوټر مهم پرزه جات هم په همدې برخه کې ځای په ځای شوي دي.او دا هم ويلای شو چې کمپيوټر اصلاً هم دا برخه ده.پاتې نورې پرزې لکه مانيتور،ليکمن ،موږک او نور د کمپيوټر اړخيز(جانبي) وسايل دي چې د هغوی دنده دData پراسس نه بلکې کمپيوټر ته يواځې د معلوماتو ننه کول او د پايلو ښودل دي.
د سيستم دبرخې د ننه پرزې ټول يو صندوق ته ورته څيز کې چې د شاسي په نامه ياديږي ځای پر ځای شوي دي دا پرزې په لاندې ډول دي:

د چارو سرته رسوونکې یاCentral Processing Unit CPU

دا د کمپيوټر مهمه برخه ده چې په کمپيوټر کې د يوه زړه په څېر کار کوي،د کنترول عمومي مرکز دی چې معلومات پراسس او هغه د پام وړ پايلو ته بدلوي.
CPU د پراسسر په نامه هم يا ديږي CPU او پراسسر ددې پرزو لپاره سم نومونه دي او په دې کتاب کې له دواړو نومونو څخه ګټه اخيستل شوې ده.
د لاندې دلايلو له مخې دې پرزې ته د CPU نوم ورکړل شوی دی:
 څرنګه چې دا برخه Data پراسس کوي نو CPU پراسسر دی.پراسس يعنې له يوې برخې څخه بلې برخې ته د ديتا ليږدول او په هغه د منطقي او حسابي چارو سرته رسول.
 CPU يوه برخه ده چې له ميلونونو ترانزستورونو څخه جوړه يوه ټوټه ده.
 CPU يوه مرکزي برخه ده  ځکه چې د چارو دسرته رسولو مرکز دی.
 د ورکړل شوو دستورونو سرته رسول هم د CPU دنده ده.
د نورو فرعي پراسسورونو په مرسته کولای شي چې د کمپيوټر د ټولو پرزو دندې کنترول او اداره کړي.CPUپه ح قيقت کې هغه څه چې ورته دننه کېږي هغه په پايلو اړوي او کمپيوټرونه د CPU د ډول له مخې پيژندل کېږي.
د اصلي دړې (Main Board) پر مخ معمولاً CPU په دوه ډوله ځای په ځای کیدای شي:

د ساکټ په ډول (Socket):

د ساکټ ډول هم د نوعو لرونکې ده .لکه ساکټ ۱ ،ساکټ ۲،ساکټ ۳،ساکټ ۷ او نور… هره شمیره په اصلي دړه کې د CPU د نصبیدلو ډول ښیي.هره لوړه شمیره د CPU نوی ډول ښيي.

د درځ په ډول (Slots):

هغه CPU ګانې چې د اصلي دړې د پاسه یې د درځ په ډول ځای نیوه ،په مارکیټ کې د لنډې مودې لپاره شته وو ولې اوس ترې ګټه نه اخیستل کیږي.
د CPUتاريخچه له 1971 کال څخه پيليږي په همدې کال د INTEL یا (Integrated Electronics)په نامه يوې نا مشهورې او کوچنۍ کمپنۍ په يوه چېپ یا ټوټه (Chip)کې څو ترانزستورونه (Transistors) يو ځای او هغه يې په CPU ونوموه.انتل دا چېپ (خپله لمړنۍ CPU)د Intel 404په نامه ياد کړ.نن ورځ انتل يواځنۍ کمپنۍ نه ده چې دا ډول چېپونه یا ټوټې جوړوي ولې ددې ډول چېپونو په جوړولو کې يوه مشهوره کم پنۍ ده.
د CPU کړنې یا عملیات د هغه له دوو ځانګړنو سره تړاو لري:

د کلمې اوږدوالی(Word Length):

يا د بيتونو هغه شميره چې پراسسر يې په هر ځل کې هغه پراسس کولای شي.د بيتونو دا شمېره کېدای شي چې16،32او يا 64 بيټه وي.
دCPU د ګړۍ چټکتيا:
CPUلاندې دندې سرته رسوي:
۱:ددستورونو تفسير او سرته رسول
۲:د م نطقي او حسابي چارو سرته رسول
۳:په غير مستقيم او د اصلي حافظې له لارې د کمپيوټر له نورو برخو سره اړيکې نيسي.

ننۍ عصري CPU ګانې د پيچلو سرکتونو ټولګه ده چې د سليکان د يوه Chip د پاسه ځای په ځای او د Microprocessor په نامه ياديږي.

۱:موافقت يا سازګاري(Compatibility):

هر پروګرام نشي کولای چې د هرېCPU په واسطه سرته ورسيږي.هره CPU د مخکې تهيه شوو دستورونو
Built in)) لرونکې وي چې هغه سرته رسولای شي.که څه هم نوي پراسسورونه کولای شي چې د مخکنيو پراسسورونو ټولې دندې سرته ورسوي.د بيلګې په ډول Pentium IV کمپيوټر کولای شي چې دPentium III, Pentium;l, Pentium Pro اوPentium ټولې چارې سرته ورسوي.
مګر Pentium IV پراسسر نشي کولای چې د Power PC پراسسر پروګرامونه چې په مکنتاش کمپيوټرونو کې وي سرته ورسوي.

۲: چټکتيا (Speed):

د CPU چټکتيا د هغې ګړۍ په واسطه ټاکل کېږي کومه چې د پراسسر د ننه ځای لري.
ګړۍ هغه وسيله ده چې د کمپيوټر چارې د اليکتريکي پلسونو(Pulses) پواسطه هم غږي (Synchronise)کوي.
CPUيا د کمپيوټر پراسسر د لاندې څلورو برخو څخه جوړه شوې:

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب