دسجدي په اړه هيښوونكي معلومات

د انسان بدن هره ورځ خورا زيات كهروميكناتيسي شعاع جذب كوي او دا له بريښنايي ماشينونو نه او له هغه ګڼ شمير الاتو او وسائلو نه چي انسان خامخا په خپل ورځني ژوند كي ورسره مخ كيږي او له هغه بريښنايي رڼاو چي ټوله ورځ بلي وي نو ګواكي انساني جسم يوداسي ماشين ده چي هره ورځ خورازيات كهرو ميكناتيسي شعاع جذب كوي انسان له ځانه خبر نه وي خو له بريښنا نه په پوره توګه چارج شوي وي ،  په پايله كي يي انسان له سردرد او ډول ډول نارغيو سره مخامخ كيږي لكه دبدن سستي ګڼ شمير دردونه او تنګسيا . ايا ددي ستونزو له پاره سم حل شتون لري ؟؟

يوه لويديځوال  غيرمسلم  څيړونكي په دي اړه څيړني كړي دي او دي لاندي  پايلي ته رسيدلي دي : له دي بريښنايي چارج نه چي دګڼ شمير ناروغيو لامل دي د ځان خلاصولو ښه لاره  داده چي انسان بايد خامخا د ورځي څو ځله خپل تندي په ځمكه كيږدي ځكه ځمكه يوډول سلبي ځواك لري چي دا بريښنايي چارج له انسان نه ورجذبوي لكه په ځيني الاتو كي چي د ارت مزي په ځمكه كي ددي له پاره  لګول كيږي څو بريښنايي ځواك ځمكي ته ورسوي نود تندي په ځمكه كيښود لو سره له انسان نه هغه مضر بريښنايي چارج وزي او دا څيړونكي ليكي چي ښه به دا وي چي سړي خپل تندۍ په لغړه ځمكه كيږدي .

[irp][irp][irp]

د حيرانتيا خبره خو لا داده چي دي وايي دا كار به هلته ډير ګټور وي چي تندی په داسي حالت كي په ځمكه بايد كيښودل شي چي دانسان مخ دځمكي د مركز لورته وي !!
ځكه په داسي حالت كي انسان له هغه بريښنايي چارج نه ډيرښه پاكيدلي شي او دا خو لا پخوا ثابته شوي ده چي دځمكي مركز او محور بيت الله شريفه ده ، نو خبره سپينه شوه چي دسجدي حالت له دي مضر بريښنايي چارج نه د خلاصون غوره او بهترينه طريقه ده.

     سجده په اسلام كي ترټولو غوره عبادت بلل شوي دي  ځكه رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي : چي انسان دسجدي په حالت كي له نورو ټولو حالاتو نه خداي جل جلاله ته ډير نږدي وی . عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ الله عَنْهُ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: “أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ”. أخرجه مسلم (1/350 ، رقم 482) ، وأبو داود (1/231 ، رقم 875) ، والنسائي (2/226 ، رقم 1137) . وأخرجه أيضاً : أحمد (2/421 ، رقم 9442) ، وابن حبان (5/254 ، رقم 1928) ، والبيهقي (2/110 ، رقم 2517).

امام النووي رحمه الله وایې: یعني دسجدې په حالت کې انسان دالله رحم او فضل ته له نورو ټولو حالاتو نه ورنږدې وي، او ددهمدې حدیث پر اساس ځیني علماء وایې چې دلمانځه له نورو ټولو ارکانو سجده غوره ده بناء باید په سجده کې دعاوي هم ډیري وکړل شي.

 حامد افغان

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب