اسلامي نړۍ او امت

دريمه ډله ضروري ده -سيد قطب

دا دښمنې ډلې موږ نه پريږدي چې ځانگړې ډله ولرو، حال دا چې موږ د یوه گډ تاریخ، عقیدې، اقتصاد او جغرافیې خاوندان یوو چې په ساده توگه زمونږ یو ځاي کیدل شوني كوي، خو دوى زموږ له یو ځای کیدو څخه ويره لري!

د ژباړن يادونه

د اصلاح انلاين گرانو لوستونكو! السلام علیکم ورحمة الله و بركاته

لاندې ژباړه د اسلامی نړی د نامتو مفکر، سید قطب لیکنه ده، هغه مهال یې لیکلی چې کمونيزم د نړۍ یوه پراخه برخه په خپله ولکه کې راوستې وه، خو کوم نظر چې سید قطب هغه مهال د کمونستي نظام په هکله په گوته کړی، اوس مهال یې موږ په سترگو وينو. په اسلامي نړۍ كې د كمونيزم داعيان د نابودۍ سره مخ شول او یا هم په اقلیت کې پاتې دي او خپل مذهب ته بلنه نه شي کولی، ځکه چې کمونستي نظام د ټولنې د اړتياوو په پوره کولو کې پاتې راغى نو ځکه د یوه نظام په شکل ژوندى پاتې نه شو. په لیکنه كې د كمونيزم څخه یادونه شوې چې اوس موږ ته زړه خبره ده، خو د دې تر څنګ پدې  لیکنه كې نور داسې مهم مفاهیم څیړل شوې چې هر مسلمان باید ورباندې غور وکړي. هیله ده ستاسی د پام وړ وگرځي.

زموږ نننى موقعيت

موږ په خپله نړیواله او بین المللي راکړه ورکړه او کردار كې مجبور کړاى شوي یو ترڅو يوازې یوه لاره خپله کړو، څوک چې پدې باور او اند دي چې موږ لره بيلا بيلې لارې د نړیوالې راکړه ورکړې لپاره شتون لري، او یا هم کولي شو چې له څو لارو څخه یوه لاره د خپل بین المللي کردار لپاره وټاکو،  په حقیقت كې دوي د نننی زمانې د منطق او ژبی او د حالاتو د څرنگوالي په هکله تیروتي دي.

موږ مجبور كړاى شوې یو ترڅو تر هغه بیرغ لاندې راټول شو، چې د نړۍ گڼ شمیر ملتونه یې تر سيوري لاندې راټول شوي دي، موږ لره واک او اختیار نشته چې په ځانگړې توگه په خپلو كې راټول شو، او یا خپله ډله جوړه کړو،  بعضې کسان ځايي او محلي وړو قومي ډلو ته بلنه کوي، او یا عربي محدود قومیت ته چې وخت يې تیر شوى دى او د تیرې پیړۍ د پاتې شوني څخه شمیرل کیږي.

په ریښتیا د ځایي قومیت پالنې وخت تیر شوې دى، همدارنگه د هغه قومیت وخت هم تیر شوى دى چې د نژاد په اساس ولاړ وي،  او دغو دواړو ته له تنگ نظره ذهنیتونو څخه پرته بل ځاى ندى پاتې شوی، هغه ذهنیتونه چې د زمانې له بهیر او غوښتنو څخه وروسته پاتې شوي دي.

دوه ګونې ډلې

نړۍ په دوه ښکاره ډلو ويشل شوې ده چې دریمه ډله د دغو دوو ډلو تر منځ د مصلحتونو په اساس یوې خوا او بلی خوا ته اوړي را اوړي، ځکه چې دا وروستۍ ډله په یوه سم طبیعی او سالم اساس نده ولاړه، او یا هم لدې سالم او سم اساس څخه ذهنیت لري خو سترگې ورنه پټوي، او یا هم دا اساس گوري خو بلې خوا ته مخه ترې اړوي! دا دوه ښکاره ډلې یو ختيځ او بل هم لويديځ بلاك دى:

لومړۍ ډله په مذهبي اساس باندې ولاړه ده، او دوهمه ډله له استعماري اساس څخه پرته کوم بل اساس نلري!  خو دا دواړه ډلې زمونږ د ښکارولو لپاره د یو بل سره همیش په اخ او ډب كې دي، دواړه ډلې زیار باسي تر څو موږ هضم کړي، او د دې هدف د تر سره کولو لپاره هڅه كوي تر څو موږ خپله مستقله ډله ونلرو، بلکه په وړو ملکونو او دولتونو ويشل شوې اوسیږو،  دا ښکاره ده چې دا واړه ملکونه له بې گټې  قومیت پالنی څخه پورته نورهیڅ هم نلري!

هغه څوک چې موږ د عربې قومیت خوا ته رابولي په حقیقت كې ختيځ یا لويديځ بلاك ته زمونږ له منځه وړل او هضمول شوني کوي.  خو موږ پدی هکله ځانگړی رایه لرو! موږ نه غواړو چا ته په دې هکله واک ورکړو،  له همدې ځایه دا تنگ نظره او سپکه بلنه ردوو،  کومه بلنه چې گمارل شويو او خرڅ شويو کسانو د لويديځ او ختيځ استعمار لپاره په لاره اچولې ده.

موږ پوهیږو چې زمونږ په وړاندي ډيرې لارې نشته، صرف یوه لاره لرو هغه دا چې موږ یوه ځانگړي ډله او بلاك جوړ کړو چې نه په غرب او نه هم شرق پورې تړلي وي،  ځکه چې شرق او غرب غواړي موږ یو په بل پسې تیر کړي!

کوم یو له موږ څخه په ډاگه ويلاى شي چې غواړي د ختيځ یا لويديځ بلاك تر څنگ په هغه اخ او ډب كې ودریږو چې هغوې یې په موږ راولي؟

او کوم یو له موږ په ډاگه ويلاى شي چې غواړی یو بلاك پیاوړی کړې او ورسره مرسته وکړي تر څو بریالی شي او بیا موږ ته مخ راواړوي؟ آیا دا به دیره احمقانه تگلاره نه وي!

راځی چې دا  دواړه  ډلې په ځانگړې توگه وپیژنو:

لويديځ بلاك

آیا کوم یو له موږ څخه کولی شي چې په مصر یا کوم بل عربی یا اسلامي هيواد كې، موږ په استعماري ډلې پورې وتړي؟  هغه ډله چې له ستم څخه يې خلک ځوریږي، او خلک په مصر، لیبيا، تونس، مراکش، الجزایر، صومال، اریتریا، سنیگال، فلسطین، سوریه، لبنان، عراق، اردن یمن او نور ټولو اسلامی هیوادونو كې د دي ډلې تر پښو لاندی كيږي، او له ټولو څخه لويديځ ظالم استعمار خپله گټه پورته كوي، هغه استعمار چې زموږ په وړاندې له یو بل سره یو ځای كيږي او یو له بل سره مرسته كوي. کله چې د کوم استعماري هیواد په وړاندې ټولنېزه مبارزه پیاوړې شي او استعمار له گواښ سره مخ شي، نو نور استعماری ملکونه د دی ټولنېزی مبارزی په وړاندې ورسره یو ځای كيږي، او مرسته يې كوي.

انگلستان، فرانسه ایټالیا، هالند په یواځی توگه نشی کولای د اسلامی نړۍ د خپلواكۍ د خوځښت په وړاندې ودریږی او مقاومت وکړي، بلکه دا مقاومت د امریکا د ډالرو، توپونو او طیارو او نړیوال نفوذ په مرسته ترسره كيږي، دا هغه حقیقت دى چې كه يې امريكا هر څومره د پټولو هڅه وكړي، موږ پرې پوهیږو.

دا څه احماقه نظر دي چې موږ خپل په زرګونو ځوانان د ختيځ او لويديځ په خپلمنځی جگړه كې د سون موادو په توگه ورته وړاندې کړو چې  دواړه ډلی د برلاسي هڅه پکښي كوي، تر څو خپله استعماری قبضه او موټی په موږ باندی نور هم ټینگ کړی؟

هر هغه څوک چې دا راز هڅه وکړي خپله جزا به وگوري. استعمار نور د نومونو په بدلولو سره دا ملتونه نشي تیرویستلاي، په ځانګړې توګه وروسته لدې چې د کړاوونو، دردونو او قربانیو په گاللو سره زمونږ د خلكو پوهه پخه شوې ده.

هوکې. هیڅ څوک نشي کولی موږ د زور او قوت یا مال او دولت یا قناعت په بدل كې په لويديځ استعمار پورې وتړي، که هر څومره د استعمار زر خریده غلامان او گوډاګیان ډیر شي. ځكه دا ملتونه راویښ شوې دي، او څوك چې دا ملتونه ويده ګڼي تباه كيږي.

ختيځ بلاك

ځينې ويده او تیروتي خلک غواړي چې د لويديځ استعمار څخه د خلاصون لپاره ختيځ ډلې نه مرسته غوښتنه كوي.

خو موږ – مسلمانان او مسیحیان – د ځمکې د دې پراخې برخې میشت انسانان  دا تگلاره په کلکه  ردوو، موږ نه غواړو چې د خپلې خاورې خلاصون د خپلو ارواحو  د غلامۍ په بدل كې تر لاسه کړو، موږ نه غواړو خپلې عقیدی په سپکه بیه وپلورو، موږ د خلاصون لپاره نورې وسیلې لرو.

د ځمکې پر مخ به داسې مسلمان یا مسیحۍ نه وي چې د كمونيزم حکومت ورته د منلو وړ وي، ځکه چې کمونستی نظام د دغو دواړو اديانو پيروان په یو څیر حلالوي، چې  په روسیه او چین كې نړۍ د  دې حالاتو ننداره کړې ده، چې د مثال په توگه په ختيځ او لويديځ ترکستان كې د مسمانانو او مسیحیانو حلالول په گوته کولی شو.

زموږ په پاکه خاوره كې كمونيزم ته دعوت کونکې په اقلیت كې دی، او همداسی به په اقلیت كې پاتی وي، که هر څومره زیار وباسي، او د كمونيزم د خپرولو لپاره کمکونه تر لاسه کړی، ځکه چې زموږ لپاره كمونيزم یو پردی مذهب دی او په سالم اساس ندی ولاړ، او زموږ تربیت دې ته لاره نه هواروې چې كمونيزم خپل کړو، موږ ورته ضرورت هم نلرو، ځکه چې موږ د یوه بل داسې اجتماعی نظام خاوندان یو چې لدې لارې څخه ډیر پرمخ تللی اوعادل دی، او له كمونيزم څخه بشریت ته ډیر احترام قایلیږی، د انسانیت د اړتياوو په پوره کولو كې له كمونيزم څخه چې د مادیت په اساس ولاړ دی ډیر پیاوړی دی، نو ځکه به كمونيزم ته دعوت کونکي په اقلیت كې پاتې وي، چیرته چې دوی زموږ په چاپیریال كې یوه پردي او غیر طبیعی مذهب ته بلنه كوي، هغه مذهب چې موږ ورته ضرورت نلرو، او اجتماعی مذهبونه عادتا تر هغه وخته پوری ژوندی وي تر کومه وخته چې په چاپیریال كې ورته اړتیا وي .

دا سربیره پدې چې موږ مسلمانان او مسیحیان نه غواړو تر څو د كمونيزم په حلال ځایونو کې حلال شو، هغه حلال ځایونه چې د دینې عقیدې خاوندانو ته په کمونستي هیوادونو کی چمتو شوې دی، ځکه چې موږ ژوند غواړو، هغه ژوند چې د انسانیت د خدمت لپاره يې زموږ په غاړه درانده مسولیتونه اچولي دي، هوکی، موږ د كمونيزم په حلال ځایونو كې د ځان وژنې مینه وال نه یوو!

يوازينۍ لار – دريم بلاك جوړول

نو ځکه بله چاره نشته پرته لدې چې د ځان لپاره ډله جوړه نکړو.

موږ نشو کولی چې د بیرنگه قومیت پالنې او یا عربی محدود او تنگ نظره قومیت پالنې په چوکاټ كې په فردي شکل ژوند وکړو، او همدارنگه نشو کولی تر څو له هغو ډلو سره یو ځای شو چې په موږ باندی سره جگړه لري، هره ډله زیار باسی چې برلاسی شي او موږ هضم کړی، نو له دې ځايه د دريمې ډلي جوړول حتمي اوضروري دي. موږ ته پكارده چې هغه ځايي او عربي تنگ نظره قوميت ته شا كړو چې د تيرې پيړۍ خيال په سر كي پالي، او صرف هغه يوه لاره خپله كړو چې د دريمې ډلې جوړول پكې شوني وي.

ختيځ او لويديځ ډلې نه غواړي چې موږ په ځانگړي توگه تر خپل بيرغ لاندي راټول شو، له دې امله يې خپلې استخباراتي دستگاوې زموږ په منځ كې ځاى په ځاى كړي دي تر څو موږ د اسلامي نړي اوسيدونكي سره يو ځاي نه شو، موږ ته د ناپيلوو هيوادونو تر نامه لاندي يوه ډله جوړه شوې ده چې دوه لوى غړي يې پاكستان او هند په كشمير باندي سره جگړه لري، دا مساله  نه هواريږي. زه نه پوهيږم چې څنگه به موږ ځانته ډله ولرو حال دا چې دوه لوى غړي مو سره اخ او ډب لري.{ دلته دې يادونې وړ ده چې هغه صورت حال چې اوس مهال اسلامي نړۍ ورسره لاس او گريوان ده په گوته كړو، كه په لنډه توگه اسلامي نړي هيوادونه راواخلو فلسطين، عراق، افغانستان، پاكستان، صومال، سودان… ټول تر نظامي يرغل لاندې دي او پاتې نوراسلامي هيوادونه د استعماري فكري يرغل په ولكه كه ساتل شوي دي}

دا دښمنې ډلې موږ نه پريږدي چې ځانگړې ډله ولرو، حال دا چې موږ د یوه گډ تاریخ، عقیدې، اقتصاد او جغرافیې خاوندان یوو چې په ساده توگه زمونږ یو ځاي کیدل شوني كوي، خو دوى زموږ له یو ځای کیدو څخه ويره لري!

ولې په اسلامی نړۍ كې د ځانگړې ډلې د جوړیدو مخنیوی كوي؟  دلیل يوازې په اسلامی نړۍ كې د غیراسلامي اقلیتونو شتون په گوته كوي. عجیبه نده؟

داسې لکه چې دا اقلیتونه همدا اوس را شنه شوې وي، او دا څوارلس پیړۍ يې د اسلامی وطن په غیږ كې پتمن او ډاډمن ژوند نه وي کړی، په نړۍ كې  بل داسې وطن نشته چې د اقلیتونو داسې ساتنه او روزنه وکړې لکه چې اسلامی وطن  يې كوي. خو دا هسی فتنه ده چې دوی يې په اسلامي وطن كې راپاروی، هغه وطن چې اسلامی شریعت په كې حاکم وي، او د تاریخ په اوږدو كې يې رټل شوى تعصب نه وي منلي،  کوم عدالت چې د اسلامی شریعت د تنفیذ له کبله په اسلامی وطن كې قایميږی د نړی په نورو وطنونو كې يې ساری نه دی لیدل شوی.

دا هسي بیځایه بانه ده چې د زمانی د غوښتنو او د تاریخ د منطق په وړاندې نشی دریدلی، موږ لره یواځی یوه لاره ده چې باید ورباندی ولاړشوو، او نور خپل وخت د زمانې د منطق په ضد په ناکامه کوښښونو کې ضایع نکړو، او یوه مستقیمه تگلاره خپله کړو. دا يوازينۍ لاره د يوه بيل اسلامي بلاك جوړول دي چې ټول اسلامي هيوادونه سره يو كړي او نړۍ ته د امن، سولې او ډاډ ژوند ورپه برخه كړي.

لیکنه :  سید قطب

ژباړه: عبدالرحمن فرقانی/ اصلاح انلاین


شهيد سيد قطب د اوسني عصر ستر  مفكر دي چې په لسګونو تاليفات لري، هغه په كال ۱۹۵۲ كې د اخوان المسلمين له جماعت سره يو ځا شو او په كال ۱۹۶۵ كې په شهادت ورسيد، د هغه ستر اثر ( في ظلال القرآن) دى
عبدالرحمن فرقاني

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: