
واجبات دحج شپږدي:
(۱) دسعې كول دصفا او مروه ترمينځه
(۲) په مزدلفة وقوف
(۳) دجمرو ويشتل درې ورځې
(۴) قرباني كول {د م شکر}
(۵) دسر دويښتانو خرئيل (حلق) يا كمول
(۶) طواف الصدر(وداع) يعنى دخداى پاماني طواف .
ځينې فقهاٴ اته (۸) واجبات وائي:
(۷) تړل داحرام دي له يوميقات څخه
(۸) وقوف دعرفې دى دغروب تروخته پورې .
اوځينو فقهاؤ (۲۷) اووه ويشت واجبات بيان كړي خو هغه ملحقات داحرام اوعرفى دي ددې ټولو واجباتو په ترك سره دم لازميږي (واجب ده )
(مسئله) كه له يو حاجي څخه سهواً واجبات ترك شي دم پرې واجب ده خو گنهگارنه ده او كه قصداً يي ترك كړي علم هم ورته وؤ نو دم هم پرې واجب شو او گنهگار هم شو ( دم څخه دلته مراد پسه ده ).