د حج د لازم او فرض كېدو شرطونه
په هر مسلمان حج فرض نه دى بلكې ځينې ځانگړي شرطونه لري كه چيرته داشرطونه پوره وي بيا حج فرض دى اوكه نه وي بيا نه دى
فرض او هغه شرطونه دادي:
۱:اسلام : دحج لپار ه ترټولو لومړى شرط دا دى چې حج كونكې بايد مسلمان وي او داشرط دنوروعباداتو لكه لمونځ او روژه لپاره هم دى ځكه خوپه كافر حج فرض نه دى.
۲: بلوغ: (۲) پرنابالغ حج فرض نه دى كچيرته نابالغ بيا هم حج وكړي حج يي نفلي دى كله چې بالغ شي او دحج دحج ټول شرطونه ورته برابر شي بيا دى دوهم ځل حج وكړي .
۳: عقل: پر ليواني نه دى فرض كچيرته حج وكړي بيا هم حج نه دى شوى ([1]).
۴: حريت: پرغلام او وينځه باندې حج فرض نه دى .
۵: صحت: دبدن روغ والى دى په شل او گُډ اويا داسې نوريعنې زاړه باندې چې له سوارلئ پرته تللى نه شي حج فرض نه دى اوبعضى علماء وايي چې په دوئ هم فرض دى پر بل چادې وكړي وادستوي يعنى وكيل به نيسي
(مسئله) پام كې مو وي كچيرته د امذكور معذورين كسانو باندې يو ځل حج فرض شوى وي بيا دفرضيت نه روسته معذورشي يا ناجوړه شي اونه جوړيږي پرداسې كسانو باندې په اتفاق دټولو علماٴو حج فرض دى .
(۶) شتمني مالدادي : چې دحاجي سره دومره پانگه وي چې دى ترې تربيت الله شريف پورې تللى شي او هلته په كور كې دومره نفقه هم ولري چې كورنئ يي ترراتگه پورې پرې گذاره كولى شي حج پرې فرض دى .
(۷) دحج دمودې موندل : معنٰى داچې سړى دحج په مياشتو زمانه كې شتمن وي بيا حج پرې فرض وي او كچيرته دحج دوخت له رارسيدو دمخه ئې شتمني له منځه ولاړه اونيستمن شو او شتمنى يي له لاسه ووتله نو حج پرې فرض ند ى.
دحج موده : دشوال مياشت ذوالقعده اولس ورځې دذوالحجى دفرضيت او اداء مياشتې (د ذوالحجې دي).
[1] -معلم الحجاج .