لمونځ‌

دجُمعې دلمانځه طریقه

د جمعې د لمانځه طریقه:

د جمعې لمونځ 2 رکعته دی
او فرض عین دی ،
اول 4 رکعته سنت مؤکد کیږي ،
که په کور کي وسي
او که په مسجد کي ،
خو تر خطبې به مخکي ادا کیږي ،
بیا 2 رکعته فرض په امام پسي کیږي.
نیت :
نیت کوم د زړه د اخلاصه لمونځ کوم 2 رکعته فرض د جمعې په دا حاضر وخت د ماپښین اقتدا مي ده په دا حاضر امام پسي خاص خدای تعالی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شریفي الله اکبر.
چی دجمعی دوه رکعت یی وکړه
تر دې وروسته 4 رکعته سنت او بیا وروسته 2 رکعته سنت کیږي.
د خطبې په وخت ناروا کارونه :
څه وخت چي امام د خطبې لپاره ولاړ سي د هغه وخت څخه بیا د خطبې تر ختم کیدو خبري کول ، لمونځ کول ، تګ راتګ ، سلام اچول ، د سلام جواب ورکول ، تسبیح ویل ، یو چا ته مسئله ورښول دا ټول حرام دي.
د خطبې اوریدل پر حاضرینو د مسجد واجب دي که ئې اواز و غوږو ته رسیږي که نه رسیږي.
ضروري مسئلې :
1. د اول اذان تر اوریدو وروسته ټول کاروبار باید پرېښودل سي او د لمانځه لپاره تګ واجب دی رانیول خرڅول یا په بل کار اخته کیدل منع دي.
2. د دواړو خطبو په منځ کی د ناستي په وخت کي د امام او مقتدي لپاره د دعا لپاره لاس پورته کول مکروه تحریمي دي مګر بیله لاس پورته کولو څخه په زړه کي دعا غوښتلای سي نه په ژبه سره.
3. که څوک د سنت په ادا کولو اخته وي خطبه شروع سي نو هغه دي پوره کړي.
4. کله چي په خطبه کي د محمد (ص) نوم راسي اوریدونکي په زړه کي د ژبي ښورولو پرته درود شریف ویلای سي.
5. رسول الله (ص) فرمایلي دي هر څوک چي د جمعې په ورځ د خلګو تر اوږو پښې اړوي هغه د ځان لپاره د دوږخ پول جوړوي.
6. د جمعې په ورځ سورة کهف ویل ډیر ثواب لري ، رسول الله (ص) فرمایلي دي څوک چي د جمعې په ورځ سورة کهف ووائي د یوې جمعې څخه تر بلي جمعې پوري چي څومره کوچني ګناهونه د ده څخه سوي وي هغه ټول وربخښل کیږي.

شکلی

2017/11/02

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: