
دبک اپ اخیستو وروسته که هرڅومره تغیرات وغواړئ دوینډوز سیستم په ریجسترۍ کي راوستلی سئ اوکه ریجستري کوم وخت د ستونزي سره مخامخ کېږي ، په ډېري آسانۍ سره کولای سئ چي اخیستل سوی بک اپ بیرته ورته راستون کړئ .
دبک اپ اخیستو لپاره ئې لاندي ګامونه اوچت کړئ:
۱:- سټارټ مېنو څخه د RUN کمانډ کلیک کړئ .
۲:- په متنځای کي د Regedit کلیمه ټایپ او د Ok تڼۍ دموږک په ذریعه کښېکاږئ .
۳:- کله چي ریجستري پروګرام (Registry) راخلاص سو ، د Computer برخه ئې انتخاب کړئ .
۴:- د Registry پروګرام فایل مېنوڅخه د Export کمانډ کښېکاږئ .
۵:- دپورتني کمانډ په وهلو سره د ذخیره کولو لپاره یوه کړکۍ راښکاره کیږي ، دذخیره کولو لپاره نوم او ځای انتخاب کړئ .