فقهي او عقیدوي

دالله تعالى ذكر غوره دی که فرض؟

پوښتنه:  دصوفيانويوه ډله وايي چې دالله تعالى ذكر په اجتماعي  ډول له پنځولمونځونواوله نورو فرائضو څخه غوره دى اوكه په اذكارو باندې دبوختياپه سبب فرض ترې پاتې شي نوقضاء يي نشته اوګناه ګاريږي هم نه ،دوى دا آيت په دليل كې راوړي ( ان الصلوة تنهى عن الفحشاء والمنكرولذكرالله اكبر) آياددوى دا ويناصحيح ده اوكه نه ؟

ځواب: ددوى دا ويناباطله اوبې اساسه ده ځكه چې په صحيح حديث كې راغلي دي(وعن ابن مسعودt قال: سئلت النبى r اى الاعمال احب الى الله ؟قال: الصلوة لوقتها قلت ثم اى قال برالوالدين قلت ثم اى قال الجهادفى سبيل الله (3)) وقال الله تعالى (حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى (4)) لمونځ دټول امت په اتفاق سره فرض دى اودالله ج ذك رد مستحباتوڅخه دى اوپه دې هم متفق دي چې فرض له مستحبوڅخه غوره دى ،اودپورتنۍ آيت معنى داسې ده چې لمونځ  دنوروټولوعبادتونو څخه بهتر دى ځكه چې دالله ج ذكرپكې موجود دى (قال فى الكمالين فالصلوة لماكان كلها مشتملة بذكرالله تعالى تكون اكبر الخ (5)) . 


(3)  مشكوة كتاب الصلوة  فصل اول  ص ۵۸ . ظفير

(4)  سورة بقرة ركوع  ۳۲ . ظفير

(5)  د تفسيرجلالين حاشيه ص ۳۳۹ وفى عبارة ابى سعود رحمه الله ولذكر الله اكبر اى الصلوة اكبرمن سائرالطاعات ( ايضا  ص ۳۳۸ ) . ظفير

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: