قرآن اړوند

داعي او له قرآن سره مینه

نېکمرغه داعي

دعوتګر تل حریص وي چې ورسره شته خواږه په ښه توګه نورو ته ورسوي. کیدای شي په لومړیو کې یې هغوی په خوند پوه نه شی، یا ارزښت ورنه کړي، خو داعی پوهیږي چې راوړې نسخه یې د دوی لپاره څومره ګټوره ده، ځکه نو کله د مشفق پلار او مهربانې مور په شان، کله د لایق طبیب په څېر او کله د ریښتيني ملګري او نېک ناصح په جامه كې وروړاندې کیږي. هغه پدې لار كې ډېر سپكې سپورې اوري او راز راز ربړونه ګالي، خو كله هم له خپل كار څخه لاس نه اخلي.

خو لدې سره سره، كله نا کله ناهيلتوب ورته پيدا شي، ځينې وخت څوك نلري چې ډاډينه وركړي او كله حيران شي چې اوس څرنګه دریځ ونیسي. كله چې پرې تورونه لگول كيږي، زړه يې داغ داغ شي، عقل يې پدې بوخت وي چې څرنګه د هغوى لپاره كلك، كره، او قانع كوونكي ځوابونه ومومي، كله په كتاب ورمنډه كړي، کله په سوچونو کې ډوب شي او ‎كله عالم ته مخه كړي… خو ګورو چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم څومره نېکمرغه دعوتګر دى. هغه لدې ټولو څخه ډاډه دى.
کله چې پوښتنه ورته متوجه شي، الله تعالى ورته داسې پاخه دلايل راوړي چې مخاطب هك پك كړي: “ولې له پيغمبر سره پرښته نه راځي ترڅو خلك وويروي؟ ولې خزانې نه لري؟ ولې په بازار كې ګرځي؟ اصلا ولې دا قران ټول په يو ځال ندى پرې نازل شوى؟ ولې او ولې…” بل خوا تهمتونه پرې وریږي: “دا پيغمبر خو كوټګر دى، نه كاهن دى، اصلا پخوانى كيسې يې زده كړې، ليونى دى….” (نعوذ بالله)
خو الله جل جلاله‌ دې ټولو پوښتنو ته منطقي او کره ځوابونه وړاندې کوي، د تهمتونو په وړاندې یې سپیناوی کوي او د هغه صلی الله علیه وسلم د زړه تسل راوړي.

له قرآن سره مينه

له قرآنکريم سره مو د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د مينې او تاثر په اړه لوستي: كله به يې په يو ركعت كې د بقرې، آل عمران او نسا درى واړه سورتونه (پنځه سپارې) لوستل. ځينې وخت به يې له بيګا تر سهاره يو آيت تلاوت كاوه. كله به د عبدالله ابن مسعود له تلاوته دومره اغېزمن شو چې اوښكې به یې نه تم كېدلې. یو وخت به په بيړه له کوره راووت تر څو په كوڅه كې غلچكى د سالم مولا ابوحذيفه تلاوت ته غوږ كيږدي…
يا رسول الله! ته څه كوې؟ دا قران خو تا راوړى، نو اوس څرنګه د عبدالله او سالم له تلاوت نه دومره متاثره کېږې؟
سبحان الله! ولې به داسې نه وي. آخر پيغمبر خو له همدې كتاب سره ژوند وكړ. درويشت كاله عمر يې ورسره تير كړ، شپه او ورځ د هغه د ترلاسه كولو، بیانولو، خپرولو او پلي كولو په هڅه كې وو. هغه خو د دې له هر آيت څخه ځان ته خاطرې لري: د دې آيت په تلاوت سره د مكي د مشركينو اذيت ور په ياد شي، دا آيت ورته د بدر د جګړي تود ميدان انځوروي، دا آيت هغه وخت راغى چې په خپلو وينو كې لېت پېت د اویا تنو ملګرو د شهادت په وير ناست وو….
يا رسول الله! څومره به دا آيتونه درته زړه راښكونكي او خواږه ول، ته خو ملامت نه يې چې دومره يې تلاوت ته ودرېږې چې پښې دې وپړسيږي.
يا الله ته شاهد اوسه چې ستا له پيغمبر او ستا له كلام سره مينه لرو.

د پیغمبر ګیله

لدې ټولو سره سره، اوس نو څه ګومان كوى چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم به د قيامت په ورځ د رحمن، الله په وړاندې له مسلمانانو څه ګيله وكړي.
“پر مايې درود نه ويلو؟” “مسواك يې نه كارول،” “لمونځ يې نه كولو،” “زيارت ته مې نه راتلل،” “نوم مې ېې په نعتونو كې نه ستايلو…” او که بله کومه ګیله چې ستاسې په ذهن کې راځي….
خو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ګیله به له امت څخه بیخي بل څه وي: هغه به وايي: ” وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا ” (الفرقان ۳۰)
(اى ربه! زما قوم خو دا قرآن پريښودلی وو.)
هغه قران چې ما يې د رسولو لپاره د مكي له شگو، د طايف تر كوڅو، د مدينې تر خندقه او بالاخره د موتی تر بيديا پورې څومره ستړېاوې او تكليفونه وگالل او په زرګونو د لاس روزلي ياران مې پرې شهيدان شول

هدایت الله حمیدي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: