داسې کڅوړې چې د خوراکي توکو عمر زیاتوي

د ترکیې سابانجي پوهنتون څیړونکو داسې کڅوړې جوړې کړي چې د خوراکي توکو عمر زیاتوي او له ورستیدلو یې ژغوري.

څیړونکو خپل دغه نوي کار واشنګټن کې “د امریکا ملي کیمیایي ټولنې” په ملي غونډه کې رامخې ته کړ.

سابانجي پوهنتون کې د نانو ټکنالوژۍ کارونې او څیړنې مرکز څیړونکې خیریة اونال د هغه څیړنیزه ډلې مشري کوله چې د TÜBİTAK ARDEB 1003  په نوم څیړنه یې ترسره کوله.

طریقه

دا کڅوړې غوښو کې د شته میکروبونو د نمو د مخنیوي، او د سبزیجاتو او میوو د له حده زیاتو پخیدلو مخنیوي له لارې د غذایي توکو عمر زیاتوي.

your ads

خیریة اونال وایي” د نویو کڅوړو په مټ، کولی شو د غذایي امنیت چارې لا ښې کړو او د خوسا کیدونکي خوراک له کبله پیښیدونکي اقتصادي زیانونه کم کړو”، خیریة زیاتوي چې د مناسب نرخ له کبله دا کڅوړې زیاتره خوراکي توکو لپاره کاریدلی شي.

د پوهنتون لخوا په نویو کڅوړو د آزموینو لړ کې ولیدل شول چې د څو ورځو تیریدلو سره سره لا هم پکې ساتل شويو خوراکونو خپل پوخوالی همغسې ساتلی دی، مثلا له شپږ ورځې تیریدلو وروسته ولیدل شول چې پکې ساتل شوې کیلې د نورو هغه کیلو په پرتله چې عادي کڅوړو کې ساتل شوې وې ډیرې تازه او رنګونه یې ډیر روښانه ول، همداراز، پکې ساتل شویو چرګ غوښو کې هم میکروبونه له هغو غوښو بیخي کم شوي وه چې په عادي ګول ساتل شوې وې.

اونال وایي په رنګارنګ خوراکي توکو دا کڅوړې څیړل کیږي ترڅو وکتل شي چې منفي اغیز خو به نه پیښوي، لدې ازموینو بریالی وتلو وروسته به بازار ته وړاندې شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب