حضرت عمر او حضرت ابوبكر رض د خیر کارو کې
د مدينې په يوه خوا كي يو كوچنى كور و، يوه سپين سرې ښځه چي په سترګو يې نه ليدو په كي اوسېده، هغې له يوې، وزې، د خورما د ونو څخه جوړ سوي پوزي ماسيوا نور په دنيا كي هيڅ نه درلودل، حضرت عمر (رض) به هره شپه د هغې د احوال لپاره كور ته ورتلى، هغې ته به يې اوبه راوړې ، ډېر وخت وروسته، يوه ورځ چي حضرت عمر (رض) د سپين سارې كور ته ورغلى، كه ګوري ټول شيان په ترتيب سره ايښودل سوي دي، دستي پوى سو چي تر ده مخته څوك راغلى دى، چي ټول كارونه يې كړي دي، له دې وروسته حضرت عمر (رض)، هر وخت چي به راتلى ، تر ده مخته به څوك راغلى و د كور ټول كارونه به يې كړي و،كور به يې پاك كړى و، آخېر يوه ورځ حضرت عمر (رض) د دې معلومولو لپاره چي تر ده مخته څوك راځي او د كور ټول كار كوي، كور ته نژدې په يو كونج كي پټ سو، يو سړى يې وليد چي كور ته ور روان دى، دروازه يې وټكوله كور ته ننوت، دا حضرت ابوبكر صديق (رض) و، چي په دې ورځو كي د مسلمانانو خليفه و، حضرت عمر(رض) له هغه پټ ځاى څخه راووت، حقيقت معلوم سو، له ځان سره يې د تعجب په ډول و ويل :