صحابه کرامو سیرت

حضرت عائشه رضي الله عنها

پيژندنه:

د مومنانو مور او نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) دريمه ميرمن عائشه نوميږي چې لقب يې صديقه اوحميرا ،کنيت يې ام عبدالله د ابو بکر صديق ( رضی الله عنه ) لور او دمور نوم زينب چې په خپل کنيت ام رومان سره مشهوره وه او د غنم بن مالک په قبيله پورې تړاو لري د عائشې صديقې ( رضی الله عنها ) زوکړه د بعثت څخه څلور کاله وروسته د شوال په مياشت کې وشوه او دا دهغو مبارکو انسانانو له ډلې څخه ده چې غوږو يې هيڅکله هم د کفر او شرک آواز نه دی اوريدلی دا په خپله وايي : ما چې کله خپل مور او پلار وپيژندل نو داسلام په حالت کې وموندل .

عائشې صديقې (رضی الله عنها ) ته د وائل ښځې شيدې ورکړې دي ځکه خو به د وائل ورور افلح چې د عائشې ( رضی الله عنها ) رضاعي تره کيدلو کله نا کله د عائشې (رضی الله عنها ) کره راتللو او عائشې صديقې ( رضی الله عنها ) به د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم ) په اجازه سره د هغه سره د خپلو ی په موخه ناسته پاسته کوله ا وکله کله به يې د رضاعي ورور سره هم ليده کاته کول .

حليه يې :

عائشه صديقه ( رضی الله عنها) ډيره ښايسته او ګلالۍ وه او د رنګه سپينه وه چې لږ غوندې سور والی هم پکې تر سترګو کيدو چې داد ښايست هغه لوړه پوله شميرل کيږي.

نکاح يې :

له ټولو بي بي ګانو څخه يوازې عائشه صديقه ( رضی الله عنها )  د دې  ځانګړتيا اوشرف څښتنه ده چې دا د نبي کريم يوه باکره ميرمن ده نورې ټولې بي بي ګانې يې  ثيبې يعني يو ځلې د بل په نکاح شوې دي د دې د نکاح خبره لومړی د جبير بن مطعم له زوی سره وشوه خو جبير بن مطعم لدې ويرې څخه چې که عائشه د ده کورته ورغله نو د هغې ورتګ به د ده په کور کې د اسلام د راتلو لامل وګرځي نو ځکه يې د هغې سره د خپل زوی د نکاح خبره ونه منله خو کله چې خديجه ( رضی الله عنها ) وفات شوه نو خوله بنت حکيم ( رضی الله عنها) نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) ته وويل : چې اې د الله رسوله ته نکاح کول نه غواړې نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) ورته وويل : د چا سره ؟ هغې په جواب کې وويل چې څرنګه ښځه ته وغواړې پيغله او که کونډه ؟ بيا نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) پوښتنه ترې وکړه چې پيغله څوک ده او کونډه څوک ده ؟ دې په جواب کې ورته وويل : چې پيغله خو هغه دچا لور ده چې  د هغه سره ته تر ټولو انسانانو زياته مينه لرې يعني عائشه د ابوبکر ( رضی الله عنه ) لور او کونډه سوده (رض ) د زمعه لورده چې ايمان يې راوړی اوستا اتباع يې غوره کړيده .

نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) ورته وويل : چې ښه خبر ده دواړو ځايوته لاړه شه او زما د نکاح پيغام يوسه نو په همدې موخه خوله ( رض ) لومړی د ابو بکر ( رضی الله عنه ) کورته ورغله خو هغه مهال ابو بکر ( رضی الله عنه ) په کور کې نه وو نو د هغه ميرمنې ام رومان ته يې وويل : چې خبره يې چې الله (ج) ستاسو سره د کومې ښيګڼې او برکت اراده کړيده هغې وويل : چې هغه څه دي ؟ خوله ( رضی الله عنها) وويل : چې د نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) له لوري مې د عائشې ( رضی الله عنها) سره د نکاح پيغام راوړی دی .

ام رومان وويل : چې لږ غوندې د ابو بکر ( رضی الله عنه ) ته راتلو پورې تم شه هغه وو چې ابوبکر ( رضی الله عنه ) راغی او خوله ( رضی الله عنها ) هغه ته هم داسې وويل : چې اې ابو بکر خبريې چې الله (ج) ستاسو سره د کوم خير اوبرکت اراده کړيده ابوبکر ( رضی الله عنه ) پوښتنه ترې وکړه چې هغه څه دي؟ خوله ( رضی الله عنها) په جواب کې ورته وويل : چې د عائشې ( رضی الله عنها) سره مې د نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) د نکاح پيغام راوړی دی .

ابوبکر ( رضی الله عنه ) چې کله دا خبره واوريده نو  وې ويل چې عائشه خو د نبي کريم وريره کيږي ځګه زما او د نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) تر منځ ورور ګلوي ده نو آيا د نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) او عائشې تر منځ نکاح رواده ؟

ددې پوښتنې د جواب په موخه خوله ( رضی الله عنها) نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) ته راغله او د ابو بکر ( رضی الله عنه ) وينا يې ورته واوروله نو نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) ورته وويل : چې ابو بکر خو  يوازې زما ديني ورور دی او د هغه د لور سره زما نکاح کيدلای شي ځکه نکاح د هغه ورور د لور سره روا نه وي چې هغه د مور اوپلار دواړو له لوري وي يا يوازې د مور او يا هم يوازې د پلار له پلوه ورور وي چې هغه ته حقيقي ، خيفي او علاتي ورور ويل کيږي پاتې شو ديني ورور د هغه د لور سره نکاح رواده .

خوله ( رضی الله عنها) چې کله د نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) لخوا دا فتوا راوړله نو ابو بکر ( رضی الله عنه ) خپله ليوالتيا د عائشې ( رضی الله عنها ) دنکاح په اړه د نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) سره  ښکاره کړه او نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم ) ته يې خبر ورکړ او هغه راغی او د عائشې رضی الله عنها) سره يې په مکه مکرمه کې نکاح وتړل شوه او پدې وخت کې د عائشې ( رضی الله عنها ) عمر شپږ کاله وو خو واده کيدل يې بيا له هجرت وروسته په مدينه منوره کې دد ريو کالو په ځنډ سره وشول.

لدې وروسته خوله ( رضی الله عنها) بيا سودې ( رضی الله عنها ) ته ورغله او د سودې ( رضی الله عنها) په اشاره يې د هغې د پلار زمعه سره خبره وکړه او هغه هم ديته ليواله شو چې دا نکاح د ې وشي او په پايله کې دا نکاح هم وشوه چې پوره کيسه يې د سودې ( رضی الله عنها) په حالاتو کې تيره شوه …

هجرت يې

کله چې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) دخولې ( رضى الله عنها ) په مشوره او کوښښ سره دعائشې او سودې ( رضى الله عنهما ) سره نکاح وکړه پدې وخت کې د عائشې ( رضى الله عنها ) عمر ډير کم يوازې شپږ کاله وو نو ځکه يې وديدل وځنډيدل خو  سوده  ( رضى الله عنها ) په همغه شپو او ورځو کې واده هم شوه او دنبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) دکور مېرمن جوړ شوه لدې وروسته بيا دهجرت سلسله پيل شوه او صحابه وو د مدينې په لوري دهجرت لړۍ پيل کړه زيات شمېر صحابه کرام ( رضى الله عنهم ) مدينې ته راورسيدل په همدې لړ کې ابوبکر ( رضى الله عنه ) د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) څخه د هجرت کولو اجازه وغوښتله خو نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) په جواب کې ورته وويل : چې تلوار مه کوه کيدلاى شي چې الله ( ج ) ستا لپاره دسفر ملگرى پيدا کړي .

 نو ابوبکر ( رضى الله عنه ) ته هم دا هيله پيدا شوه چې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) به يې دلارې ملگرى شي نو دانتظار شېبې يې لنډولې هغه وو چې الله ( ج ) نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ته د هجرت حکم وکړ او نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ابوبکر ( رضى الله عنه ) د ځان ملگرى کړ او دواړه د مدينې په لوري روان شول او د خپلو کورنيو غړي يې په مکه مکرمه  کې پريښـودل  کله چې  مدينې منورې ته ورسيدل  نو زيد بن  حارثه  او ابو رافع ( رضى الله عنهما ) ته يې دوه اوښان  او پنځه سوه درهمه ورکړل تر څو مکې مکرمې ته لاړ شي اود  دواړو د کورنيو غړي راولي .

نو زيد بن حارثه او ابورافع ( رضى الله عنهما ) مکې ته روان شول او په لار کې يې درې اوښان هم واخيستل او مکې مکرمې ته چې را ورسيدل پدې وخت کې طلحه بن عبيدالله هم د هجرت اراده کړې وه او کله يې چې ددو ى سره وليدل نو ټول د مدينې په لور وخوځيدل چې پدې ډله کې د زيد بن حارثه زوى اسامه او ميرمن يې ام ايمن  او دنبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) دوې لورانې فاطمه او ام کلثوم او بي بي گانې عائشه او سوده همدا رنگه د عائشې ( رضى الله عنها ) مور  ام رومان خور يې اسماء بنت ابي بکر او  ورور يې عبدالله بن ابي بکر ( رضى الله عنهم ) موجود وو.

پدې سفر کې عائشه  او مور يې ( رضى الله عنهما ) دواړې په يوه کجاوه کې په اوښ سورې وې چې ناببره په لار کې اوښ وتريدلو او په منډو وهلو يې پيل وکړ ام رومان ( رضى الله عنها ) دعائشې ( رضى الله عنها ) په اړه ډيره و ويريدله او چيغې يې کړې  هاى زما لور! هاى زما ناوکى ! هغه وو چې د الله ( ج ) له لوري غيبي مرسته راغله او په فضا کې يو آواز وشو چې د اوښ پړى پريږده عائشه ( رضى الله عنها ) وايي : چې کله مې د اوښ پړى پريښودنو اوښ په آرامه سره ودريدلو او الله ( ج ) موږ صحيح  او سلامت وساتلو .

کله چې دا قافله مدينې منورې ته راورسيدله نبي کريم  ( صلى الله عليه وسلم ) د مسجد نبوي په شااوخوا کې د خپل  اهل  او عيال لپاره د حجرې په جوړولو لگيا وو  او بيا يې سوده ، فاطمه او ام کلثوم ( رضى الله عنهن ) په همدغو حجرو کې ځاى په ځاى کړې او عائشه ( رضى الله عنها ) د خپلې مور سره پاتې شوه .

ودېدل يې :

دعائشې ( رضى الله عنها ) واده له هجرت څخه يو څو مياشتې وروسته په مدينه منوره کې د شوال په مياشت کې وشو او پدې سره د عربو ديو ه ډير غلط رسم ترديد هم وشو ځکه عربو  په شوال کې واده کول بدگڼل او عائشه ( رضى الله عنها ) د دغه غلط رسم  دترديد په اړه وايي: چې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) زما سره د شوال په مياشت کې نکاح وکړه او د شوال په مياشت کې يې واده را سره وکړ نو اوس د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) کومه بي بي له ما څخه ډيره ورته گرانه ده او عائشې ( رضى الله عنها ) به تل غوښتل چې دښځو ودېدل دې په شوال کې وشي تر څو ددغه غلط رسم په بشپړه توگه ترديد وشي .

نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) يو ځلې عائشې  ( رضى الله عنها ) ته وويل : چې ما ته دوه ځلې  په خوب کې وليدلې چې يو کس په يوه ښايسته ريشمي  جامه کې يو څه  ماته وړاندې کړي   زه چې کله هغه خلاصه کړم گورم چې په منځ کې يې ته وې نو په خپل زړه کې مې  وويل : چې دا که د الله ( ج ) له لوري وي نو به يې تعبير هرو مرو پوره کيږي او په بل روايت کې راغلي دي چې پريښتې دانسان په شکل کې هغه په يوه ريشمي جامه کې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ته راوړه .

د وديدلو پوره حالت يې :

يو ځلې ابوبکر ( رضى الله عنه ) نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ته وويل : چې اې د الله ( ج ) رسوله ولې خپله بي بي خپل کورته نه رابولې ؟ نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ورته وويل : چې زه دمهر د اداکولو لپاره روپى نلرم ابوبکر ( رضى الله عنه ) ورته وويل : چې مهر به بيا وروسته اداکړې نو نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) هم دا وړانديز قبول کړ او خپله بي بي عائشه ( رضى الله عنها ) يې خپل کورته راوستله او مهر يې ووسته اداکړ.

مهر يې :

دنبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) د بي بي گانو مهر په عام ډول دوولس نيمې  اوقيې  ( پنځه سوه درهمه ) وو نو ځکه خو د ابوبکر غوندې معزز شخص د لور مهر د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) غوندې تر ټولو معزز شخص لپاره هم پنځه سوه درهمه  مقرر شو نو هغه مسلمانان دې پدې خبره ښه غوره وکړي چې آيا دنبي کريم ( صلى الله عليه وسلم  ) او د ابوبکر ( رضى الله عنه ) څخه  هم کوم معزز شخص دنيا ته راغلى او يا دا شونې ده چې را به شي نه هيڅکله نه نو بيا ولې د خپلو لورانو او خويندو کم مهر ټاکل د ځان لپاره عار او بدگڼي ولې په خپل اوښي او زوم باندې د هغه له وس څخه زيات بار اچوي ولې دخپلې لور او خور دزړه راز داره په کلونو کلونو مسافرى ته اړ باسي ولې دخپلې لور او خور دانتظار شېبې نه رالنډوي ولې دنبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) په پيروي کې د دنيا او آخرت نيکمرغي نه لټوي او په خپلو خپلوانو باندې زړه سوى نه کوي ولې د دنيا دغه ناوړه دودونو او رواجونوته د پاى ټکى نه ايږدي ؟؟؟؟

عائشه ( رضى الله عنها ) د خپل وديدلو کيسه داسې بيانوي : چې ما دخپلو همزولو سره په زنگو کې ټالونه وهل چې زما مور زه ور وغوښتلم او ماته هيڅ نه وو معلوم چې دڅه لپاره مې غواړي زه چې کله ورغلم نو زه يې ته لاس ونيولم او کورته يې بوتلم او دکور په دروازه کې يې ودرولم اود ناببره رابللو له کبله زما ساه زر زر راختله خو کله مې چې ساه په ځاى شوه نو دروازې  ته يې اوبه راوړې او زما مخ او سر يې را پريمينځل او بيا يې کورته د ننه کړم هغه وو چې په کور کې د انصارو ښځې وې هغو ى چې کله زه وليدم نو ويې ويل ( على الخير والبرکة وعلى خير طائر ) ستاراتگ دې په خير او برکت وي او نيک فال د وي . بيا زما مور زه دانصارو ښځو ته وسپارلم او هغوى بيا زه جوړه کړم خو وروسته  هغه ښځې يوې خواته شوې او  نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) راغلى او د غرمې مهال وو چې نبي کريم ( صلى الله دخپلې نوې مېرمنې سره ملاقات وشو .

نو مسلمانانو ته پد ې ټولو شيانو کې غور کول پکار دي چې څومره ساده واده ووچې نه ډول او ډومبک ، نه مخ ته د کتلو اهتمام ، نه ميخ ټکويل ، نه يو بل تر لاس نيول د خلکو تر مخ تيريدل ، نه کارتونه چاپول ، نه کورونه په روښنيو سره ښايسته کول ، نه د دنيا بل کوم داسې غلط دود او رواج وو او نه هم بل کوم داسې بې ځايه فضول خرڅي وه بلکې په بشپړه ساده ډول د واده ټول مراسم د ناوې په کور کې  تر سره شول .

عام حالات يې :

عائشې ( رضى الله عنها ) په ځينې غزواتو کې هم گډون کړى دى لکه په غزوه احد کې چې په صحيح بخاري کې راغلي ( عن انس قال لما کان يوم احد انهزم الناس عن النبي ( صلى الله عليه وسلم ) ولقد رايت عائشة بنت ابي بکر وام سليم وانهما لمشمرتان ارى خدم سوقهما تنقزان القرب وقال غيره تنقلان القرب على متونهما ثم تفرغانه في افواه القوم ثم ترجعان فتملآ نها ثم تجيئان فتفرغانه في افواه القوم ) (رواه البخاري )  کتاب الجهاد رقم الحديث ٢٨٨٠

ژباړه :له انس ( رضى الله عنه ) څخه روايت دى وايي :  داحد په ورځ چې کله خلک دنبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) څخه تيت شول ما عائشه او ام سليم ( رضى الله عنهما ) وليدلې چې پايڅې يې را بډ وهلې وې او د پښو پازيبونه يې ښکاريدل او داوبو ژي يې ډير په منډه منډه په خپلو شاوو راوړل او خلکو ته يې اوبه ورکولې بيا به تللې او هغه ژي به يې را ډکول او خلکوته به يې اوبه ورکولې .

يادونه :دلته دپښو دپازيبونو د ښکاريدو يادونه وشوه څرگنده د وي چې دا خو يادحجاب د حکم له راتلو څخه مخکې کيسه ده او يا هم دجنگ حالت وو په ناببره توگه سره کله نا کله  د پښو د پازيبونو ښکاريدل منځته راغلي دي

له دې حديث څخه څو خبرې څرگنديږ ي لومړى د عائشې ( رضى الله عنها ) په غزوه احد کې گډون کول دوهم دښځو په غزواتو کې دگډون نوعيت اوموخه هغه دا وه چې زخميانو ته به يې اوبه ورکولې او دهغوى درملنه به يې کوله او نور ې داسې چارې به يې په مخ بوولې چې د نارينه وو لپاره دمرستې او کومک ذريعه گرځيدله

همدارنگه يې په غزوه مصطلق چې په پنځم هجري کې رامنځته شوه گډون وکړ هغه وو چې د غاړې آمل يې ورک شو او ټوله قافله لدې کبله تم شوه او دلمانځه وخت راورسيدلو نو صحابه داوبو په لټه کې شول چې په پايله کې يې اوبه پيدا نه شوى کړلاى او ټول صحابه ډير خفه وو په همدې وخت کې د الله ( ج ) له لوري مسلمانانوته د تيمم اجازه ورکړل شوه او ټول مسلمانان ډير خوشحاله شول چې د مسلمانانو له ډلې څخه اسيد بن حضير ( رضى الله عنه ) وويل : اې د ابوبکر آله پداسې د برکت وي او په همدې غزوه کې دافک پيښه هم رامنځته شوه ( منافقينو په عائشه صديقه ( رضى الله عنها ) باندې يو تور ولگولو ) چې موږ به يې په راتلونکوکې په بشپړه توگه بيان کړو

ايلاء او تخيير پيښه

او په نهم هجري کې بيا د تحريم ، ايلاء او تخيير پيښه رامنځته شوه چې تفصيل يې په لاندې ډول دى

لکه څنگه چې تاسو هم پوهېږئ چې عائشه ( رضى الله عنها ) د ابوبکر ( رضى الله عنه ) لور وه اوحفصه ( رضى الله عنها ) دعمر ( رضى الله عنه ) لور وه اودوى  دواړې د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) سره په خپلوى کې هم څنگ په څنگ وې نوځکه  خو دوى دواړې دنورو  بيبيانو په مقابل کې تل سره په يوه خوله وې او په نهم هجري کې چې د تحريم پيښه رامنځته شوه هغه هم د دوى دواړو  د يوه اتفاق پايله وه چې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم به دخپلو ټولو بيبيانو سره په نوبت سره کښيناتلو او خبرې اترې به يې ور سره کولې خو څو ورځې پر له پسې دخپلې يوې  بي بي زينب ( رضى الله عنها ) سره يې له نورو بيبيانو څخه ډير وخت تيرولو او دهغه وجه دا وه چې زينب ( رضى الله عنها ) ته دکومې خوا شهد راغلي وو او هغې به نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ته د خوراک لپاره وړاندې کول او نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) به تر څو هغه شهد خوړل نو لږغوندې ځنډ به وتلو ځکه نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) شهد ډير خوښول

له همدې کبله عائشې ( رضى الله عنها ) ته خپل غيرت ودريدلو او حفصې ( رضى الله عنها ) ته يې وويل : چې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) کله  زما او ستا کره راشي نو  ورته وايو به چې ستا له خولې څخه د مغافيرو بوى راځي ( مغافير يو ډول بوټى دى چې د هغه په گلونو باندې د شهدو مچى کيني او د هغه دگل له زبيښلو څخه چې بيا کوم شهد پيدا کيږي نو هغه لږ غوندې  توند والى لري ) ځکه خو د دوى دواړو خبره پر  ځايه وه نو نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) لوړه وکړه چې بيا به شهد نه خوري هغه وو چې الله ( ج ) دا آيت رانازيل کړلو ( يآ ايهاالنبي لم تحرم مآ احل الله لک تبتغي مرضات ازواجک )

ژباړه : اې نبي ته ولې د خپلو ښځو د خوشحالى لپاره هغه څه په خپل ځان حراموې چې الله ( ج ) درته حلال کړي دي .

او دايلاء پيښه يې بيا پدې ډول وه :

دايلاء تعريف ( هو اليمين على ترک وطء  المنکوحة مدة مثل والله لا اجامعک اربعة اشهر )

ژباړه : ايلاء هغه لوړې ته ويل کيږي چې يو څوک د خپلې ښځې سره په نه يو ځاى کيدو سره د يو مدت لپاره لوړه وکړي چې دى به دخپلې ښځې سره تر څلورو مياشتو پورې نه يوځاى کيږي .

د نبي کريم ( صل‌ الله عليه وسلم ) ژوند ډير ساده او عاجزانه وو په ورځو او شپو به د ده کره اور نه بليدلو او ډير وخت به يې په لوږه کې تيرولو د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) بيبيانې که څه هم له ټولو ښځو څخه د ده د ملگرتيا په برکت  په هر څه کې ځانکړې وې خو بيا هم بشريت په بشپړه ډول له منځه نه وو تللى په ځانگړې توگه چې کله داسلام فتحې مخ په زياتېدو شوې او د هر لوري څخه دغنيمت مالونه په دومره اندازه سره په  راتلو شول چې د هغه ډيره لږغوندې برخه د دوى د آرام او راحت لپاره بسنه کوله نو دبشريت د تقاضا سره يې  سمه يو ځلې د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) څخه دخپلې نفقې د زياتوالي غوښتنه پداسې حال کې وکړه چې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ناست وو او دوى ټولې گردې په راټولې وې  نو په همدې وخت کې ابوبکر او عمر ( رضى الله عنهما ) راغلل او خپلو لورانو ته وگواښيدل چې بيا داسې غوښتنه ونه کړي .

خو نورې بيبيانې په خپله غوښتنه باندې ولاړې وې هغه وو چې دا کار د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) د زړه د سکون لپاره ښه ثابت نه شو او د خپلو بيبيانو څخه يې د يوې مياشتې لپاره د نه يو ځاى کيدو عهد وکړ او په همدې وخت کې د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) له آس څخه دلويدو له کبله  پنډۍ مبارکه هم  زخمي شوه اولوړ په يوه خونه کې يې کښيناستل غوره کړل خو لدې حالاتو څخه خلکو داسې اندازه ولگوله چې گواکې نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) خپلو بيبيانو ته طلاق ورچولى دى خو کله چې عمر ( رضى الله عنه ) له نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) څخه پدې اړه پوښتنه وکړه نو نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ورته وويل چې نه  نو عمر ( رضى الله عنه ) د الله اکبر په ويلوسره  پورته شو

کله چې دا يوه مياشت چې نه ويشت ورځې وه پوره شوه نو تر ټولو مخکې د عائشې ( رضى الله عنها ) کره راغى عائشه ( رضى الله عنها ) چې د دغه شېبو په انتظار وه او يوه يوه ورځ اوشپه  يې شمېرله نو ويې ويل چې اې د الله ( ج ) رسوله تا ديوې مياشتې لپاره دنه راتلو عهد کړى وو لاتر اوسه نه ويشتمه ورځ ده نو نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) ورته وويل چې مياشت کله د نه ويشتو ورځو هم  وي .

لدې پيښې وروسته بيا دتخيير ( داختيار ورکولو ) آيت رانازل شو او الله ( ج ) ورته داسې وويل ( يآ ايها النبي قل لازواجک ان کنتن تردن الحيوة الدنيا وزينتها فتعالين امتعکن واسرحکن سراحا جميلا(٢٨ )وان کنتن تردن الله ورسوله والدار الآخرة فان الله اعد للمحسنت منکن اجرا عظيما ( ٢٩ )( سورة الاحزاب )

ژباړه : اى رسوله خپلو بيبيانو ته ووايه ، که ددغه دنيا ژوند او ښکلا غواړئ نو راشئ زه به تاسې ته څه در کړم او تاسې به په ښه توگه خوشې کړم ( ٢٨ ) او که الله او دهغه رسول او دآخرت کور غواړئ نو الله په تاسې کې ښېگڼه کوونکوته ښه بدله چمتو کړې ده ( ٢٩ )

پدې آيتونو کې الله ( ج ) د نبي کريم ( صلى الله عليه وسلم ) بيبيانو ته دوې لارې وښوولې لومړى دا چې که دنيا غواړئ نو راشئ چې ښه په قدر او احترام سره د رخصتى جوړې درکړم او نور مو په مخه ښه شه دوهم دا چې که الله ( ج ) او دهغه رسول ( صلى الله عليه وسلم ) او د تل لپاره دآرام او راحت غوښتونکې وئ نوالله ( ج ) د نيک کارانو لپاره ډير لوى اجر او ثواب تيارکړى دى نو بيا دې لدې غوښتنو څخه لاس په سر شي .

عائشه صديقه ( رضى الله عنها ) لکه د تل غوندې پدې مسله کې هم له ټولو بيبيانو څخه وړاندې وړاندې وه او هغوى ټولې يې د الله  ( ج ) لدې پرېکړې څخه خبر ې کړې او او پدې هکله يې خپله پرېکړه هم ورته وښووله چې زه خو په هر څه باندې الله ( ج ) او دهغه رسول ( صلى الله عليه وسلم ) غوره کوم  اوله هر څخه تيريږم نو په پايله کې ټولو بيبيانو همدغه د عائشې غوندې پرېکړه غوره کړه .

ابن الاعرابي د عائشې صديقې ( رضى الله عنها ) داولاد په اړه وايي : چې دعائشې ( رضى الله عنها) يو نا تمام بچى پيداشو چې نوم يې عبدالله وو او له همدې کبله يې خپل کنيت ام عبد الله کښيښود خو ټول علماء په يوه خوله دي چې دا خبره په بشپړه توگه غلطه ده عائشې صديقې ( رضى الله عنها ) خپل کنيت ام عبدالله د خپل خوريږ عبدالله بن زبير ( رضى الله عنه ) له کبله چې د دې ( متبنى ) نومولى زوى وو ايښى وو .

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: