
پنځم لوست
موخه: دمخرج پېژندنه
دمخرج لغوي تعريف : مخرج په لغت کې د وتلو ځای ته وايي.
دمخرج اصطلاحي تعريف : مخرج په اصطلاح کې هغه ځای ته وايي چې توری ورځينې ادا کيږي.
دحرف د مخرج پېژندلو طريقه : که څوک وغواړي چې دکوم حرف مخرج ځان ته معلوم کړي نو هغه حرف دې ساکن کړي او ورڅخه مخکې دې بل متحرک حرف راوړي او تلفظ دې پرې وکړي؛ نو دهغه حرف مخرج به ورته معلوم شي. لکه د (با) مخرج چې ترې وړاندې همزه راوړل شي: أب إب أُب او داسې نور…
مخرج په پنځه ډوله دی :
۱- جوف (د خولې مينځ) ۲- حلق (ستونی) ۳- لسان (ژبه)
۴-شفتين(شونډي) ۵- خيشوم (د پزې وروستی خاليګا)
ټول مخرجونه اوولس دي: درې په حلق کې، لس په ژبه (لسان) کې، دوه په شونډو (شفتينو) کې، يو په جوف کې او يو هم په خيشوم کې
پوښتنې
۱- د يو حرف دمخرج پېژندلو طريقه څه ده؟
۲- مخرج په څو ډوله دی؟
۳- ټول مخرجونه څو دي؟