حجره – حجروي غشا – سایتوپلازم او هسته

حجرې پېژندنه:

حجره د سایتوپلازم او هستې یوه کتله ده،کومه چې د یوې غشا په واسطه احاطه شوې ده.حجره داسې یو مایکروسکوپیک جوړښت دی چې د ژوندیو موجوداتو جوړښتیز او دندیز واحد ګڼل کېږي.ډېری حجرې شونې ده چې یوازې یوه حجره ولري او یا له یوې څخه زیاتې حجرې ولري.دحجرې په تعریف کې د سایتوپلازم، هستې او حجروي غشا څخه یادونه شوې ده، دا هر یو یې په ترتیب سره درپېژنو:

حجروي غشا:

یوه بیولوژیکي غشا ده کوم چې د حجرې دنننۍ برخې د حجرې له چار چاپېر څخه بېلوي او په دې توګه حجره او محتویات یې د شاوخوا محیط څخه ژغورل کېږي .حجروي غشا د پلازمایې غشا او د سایتوپلازمیک غشا په نوم هم یادېږي،چې د شحمو له دوه پوړیو څخه جوړه شوې ده،په دې شحمو کې فاسفوليپیډونه او کولېسټرول شامل دي ،همدارنګه دا غشا د پروټینو لرونکې هم ده چې هم پکې integral protien او هم پکې perepheral protien شتون لري.حجروي غشا د موادو د نفوذ وړتیا لري چې د ځینو موادو په وړاندې نیمه نفوذیه وړتیا او د ځینو موادو په وړاندې انتخابي نفوذیه وړتیا لري.

سایتوپلازم:

د حجرې نیمه اوبلنه برخه ده چې د هستوي غشا څخه بهر او د پلازمایې غشا دننه واقع ده،سایتوپلازم په ایوکاریوټیک حجراتو کې د ټولو ارګانیلونو لرونکی دی.

هسته:

هسته د یو اورګانیل په توګه د ایوکاریوټیک حجرو داسې یو جوړښت دی چې په بشپړ ډول سره د هستوي غشا په واسطه پوښل شوی دی.هسته اکثراً دحجرې د ارثي موادو لرونکی وي چې دغه ارثي مواد د DNA د مالیکولونو په ډول ځانګړی کېږي.
وړانګه اکبر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب