جلق یا موټک وهل یا استمنا

جرق وهل یا استمنا یا( masturbation) هغه عمل دی چې نارینه یا میرمن په خپله دځان دارضا کولو لټه وکړي له جنسي اړیکو سره ېې توپير په دې کې دی چې په جنسي اړیکه کې انسان عملاً له خپل مخالف لوري سره اړیکه ټینګوي او په سمه توګه ارضا کیږي خو په استمنا کې یوازې له دحسي حواسو په وسیله سړی ارضا کیږي اوهرڅه په تناسلي الې پورې محدودیږي چې دا مجازي ارګاسم دی په حقیقي جنسي اړیکه کې دبدن ټول غړي غږمله وي او ټول پنځه ګوني حواس یوځاي کار کوي او اړتیا نه شته چې په خپل ذهن کې یوخیالي جنسي چاپریال رامنځته کړو په دې معني کله چې په طبیعي توګه یو کس شهواني کیږي او په نتیجه کې خبره تر انزاله پورې رسیږي دبدن پنځه ګوني حواس سره په ګډه کار کوي چې دغه حالت رامنځته شي خو په استمننا کې یوازې دتناسلي الې حسي برخه فعاله وي او په دې ډول پرمازغو ډیر فشار راځي ترهغه چې شهواني چاپریال برابر اوانزال ترسره شي په جلق یا استمنا کې دبدن نور غړي لکه سترګې ،غوږونه ،او حتي دذایقې حواس فعالیت نه کوي کله چې دغه فشار پر مازغو راځي طبعاً یوه ستونزه پيدا کوي .اوانسان له روحي پلوه له سخت فشار سره مخامخ وي. دغه راز کله چې سړی پرې روږدی شي نو له حده زیات دغه کار کوي چې ډیره انرژي ورسره ضایع کیږي او تناسلي اله هم له کار لویدلی شي .
ددغه ناخوښ او پلیت عمل په پایلو کې دحافظې کمزورتیا ،داشتها خرابي ، دهضمولو ستونزې ، سالنډي ، خلق تنګي ، حسد او کینه ، مالیخولیا ، دوینې کمی ، انزوا او ګوشه ګیري ، دویښتانو تویدل ، دسترګو کمزورتیا ، ضعیفي ، دملا دردونه ، په تعادل کې ستونزه ، او ډیرې نورې ناخوالې یادولی شو دغه چاره په ډیرو ټولنو کې دود ده خو په هغو ټولنو کې چې ځوانان سپورټ او مطالعې ته هڅول کیږي او دغه زمینه ورته برابره وي جرق وهل یا استنما هم کمه ده خو زموږ په شان ټولنې چې یوازې انحراف او فساد پکې دودیږي او حکومت دځوانانو دسالمې روزنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري طبیعي خبره ده چې دغسې انحرافونه ډیر زیات دي .
په اروپايي ټولنو کې د استنما دتاوانونو په هکله ډیر څه نه دي لیکل شوي او د طب علم هم وايي که په کمه پيمانه او یا مثالاً په اونۍ کې یو ځل یو انسان دغه پلیت عمل ترسره کوي کم تاوان نه پیښوي خو داسلام په سپیڅلي دین کې استنما یا جرق حرام دی او کبیره ګناه بلل شوې ده له نورو تاوانونو ېې که ورتیرشو کله چې دا لویه ګناه ده باید له دغه پلید عادته ځان وساتئ
داستمنا یا( masturbation)ترټولومهم تاوان (البته که پکې دیر افراط وشي )وار مخکې انزال دی هغه کسان چې په دې پلیت عادت روږدي دي په وارمخکې انزال اخته کیږي اوپه ګډ ژوند کې خپله میرمن نه شي ارضا کولاي پردې سربیره پر مازغو ناوړه اغیز کوي او دسترګو نظر هم ورسره خرابیږي دغه راز هغه کسان چې په زوراو له حده زیات سپرم له بدنه بهر ته باسي ددې سبب کیږي چې دسپرم دالقاح کولو قدرت کم شي او په نتیجه کې ممکنه ده دغه کس هیڅکله اولاد پیدا نه کړي په لودیځو هیوادنو کې څولسیزې مخکې داسې نظریه پیدا شوه چې استمنا دځوانانو لپاره هیڅ تاوان نه لري بلکه له تناسلي او زهروي ناروغیوهم هغوي خوندي ساتي او په استمنا کې یوازې یوه اندازه ویټامین او مني له بدنه بهر ته ځي .
خو اوس معلومه شوې چې دغه ستونزه ممکنه ده په اعتیاد بدله شي او ښايي ځوانان له ډیرو نورو کارونو وغړوي دغه راز له وارمخکې انزال سره مرسته کوي البته په لودیځ کې دنجونو او هلکانو آزادیو او نورو کلتوري مسلو ته په پام سره په ځوانانو کې استمنا کمه ده خو دغه ستونزه ډیره په ختیځو هیوادونو کې دود ده البته که موږ په اسلامي اساساتو عمل وکړو او دخداي ویره تل راسره وي نو له دغه پلیت عادته ځان ژغورلی شو.
ترټولو مهمه خبره دا ده چې کله کوم ځوان په دې عادت روږدی شي په اسانه ېې نه شي کنټرولی او په اعتیاد بدلیږي هغه کسان چې کمزورې اراده لري هغوي تر نورو ډیر برې روږدي کیږي خو په وروسته پاتې ټولنو کې په ځوانانو کې دا یوه عام چاره ده او ډیری ځوانان پرې اخته وي البته پریښودل ېې آسانه کار دی او په تیره بیا دیو مسلمان لپاره داسلام دمبارک دین اساسات مرسته کوي چې له دغه پلیت عادته ځان وژغوري کبان چې کله له اوبو ونیسئ تازه وي هر وخت چې پریکړه وکړئ غوره ده خو باید له دې عادته ځان خلاص کړئ که په ژوند کې پرمختګ غواړئ هدفونه مو لوړ کړئ او وړو مسلو ته ارزښت نه ورکوۍ
له بده مرغه دنورو بدو عادتونو په شان استمناهم سمدستي نه شئ پریښودي خو که په یوځاي دغه سپارښتنې عملي کړئ سل په سلو کې له دې پلیت عادته ځان ژغورلی شئ دلته دڅولارو وړاندیزکیږي خو یادونه کوو چې ټولې لارې یوځاي عملي کړئ :
لومړنی ګام اولومړنۍ سپارښتنه :
ترټولو مهمه خبره دا ده چې دغه عادت ترک کولی شئ اوله ټولو هغو ناوړه اغیزو سره سره دعلاج وړ ده او ډاکټرانو ویلي دي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب