جلغوزي؛ د ذهني سکون خوندور درمل

 دغه تقویه کوونکې او مغذي میوه په طبیعي شکل په غرونو کې په پراخه پیمانه راشنه کېږي .

د جلغوزیو دنګې ونې خوشې نیسي ، چې د جلغوزیو دانې د همدې خوشو په منځ کې وي .

د جلغوزیو ونې ستن پاڼې دي لکه د صنوبر ونې .

جلغوزي ډېر پخوا پېژندل شوي او په لومړي ځل د امریکا بومي قبایلو پیژندلي او ګټه یې ترې اخستې ده او د وخت په تېرېدو سره په ټوله نړۍ کې وپېژندل شوه ، چې اوس مهال یوه ډېره ګټوره او قیمتي میوه ده .

زمونږ په هېواد کې د پکتیا ، کونړ ، لغمان تګاب او نورستان د دنګو غرونو په سر د جلغوزیو پراخ ځنګلونه شته ، چې هر وخت ترې اکثره بهرنیو هېوادونو ته صادریږي .

د جلغوزیو حاصل ورکونه او ترې ګټه اخستل

د جلغوزیو ځوانې ونې ژر غوزې تولیدوي .

دوه کاله وروسته یې غوزې حاصل ورکوي .

د جلغوزیو د میوې دپاسه غوشه لږه ، لږه پرانسته وي ، خو د میوې پوښ بیا په مکمل ډول پوښلی وي .

په لومړي سر کې د جلغوزیو میوه اوبلنه او نرمه وي ، خو د وخت په تېرېدو سره په بشپړ ډول په پخې میوې بدلیږي .

د جلغوزیو د میوې ټولولو په خا‌طر لومړی یو اوږد لرګی جوړیږي او بیا یې په څوکه کې د لور په شکل یوه تېره اوسپنه تړل کېږي او د همدې په ذریعه یې راشکوي .

کله ، چې دا خوشې را وشکول شي وروسته یې بیا د څو ورځو لپاره په یوه سړه خونه کې واچوي او وروسته یې د لمر په ذریعه دانې له خوشو بیلیږي .

د جلغوزیو ونې هېڅلکه هم نه کینول کېږي بلکې په ‌طبیعي ډول رازرغونیږي . باید وپوهیږو ، چې د خامو او بازاري جلغوزیو په خوند کې ډېر تفاوت وي ځکه ، چې د پلور لپاره جلغوزي په یوه لویه کاسه کې سره کېږي .

د جلغوزیو صحي ګټې

په جلغوزیو کې B1 , B2 , B3 , K , E ویټامینونه ډېر زیات دي همدرانګه د ویټامین A تولیدونکې ماده کروتین هم په کې شته .

دغه راز په جلغوزیو کې اوسپنه ، مس ، مګنیزیم ، کلسیم ، پوتاشیم ، او زینګ اسید هم پیدا کېږي ، چې د صحت لپاره ډېر زیات ګټور معدني توکي دي .

ـ ۲۵ ګرامه جلغوزي ۳ میلي ګرامه اوسپنه لري ، چې په بدن کې د انرژۍ او هموګلوبین اساسي تولیدونکې ماده ده .

ـ په جلغوزیو کې ډېر زیات مګنزیم شته ، چې د روحي فشارونو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي ، چې د عضلاتو د درد مخنیوی په اسانۍ سره کوي .

ـ په جلغوزیو کې د زیات پروتین شتون ، له بې درکه چاغېدو مخنیوی کوي او دغه راز د اشتها په زیاتوالي کې مرسته کوي . دغه مواد د ځانګړو هورمونونو په تولید کې هم ډېره مرسته کوي ، چې دغه هورمونونه بیا مغزو ته د معدې د ډکېدو خبر ورکوي او له بې اندازې خوړلو څخه مخنیوی کوي .

ـ جلغوزي د مشبوع شحم درلودونکي وي ، چې د اولیک اسید په نوم یادیږي .

دغه غوړ بیا د وجود لپاره ګټور دي او له ځیګر سره مرسته کوي ترڅو د وجود ګلسترول له منځه لاړ شي .

ـ جلغوزي اعصاب اراموي او د انسان طبیعت هم ښه کوي

ـ جلغوزي د وینې د کمښت مخه هم نیسي او وینه بهیدنه هم کنټرولوي .

د جلغوزيو ځیني تاوانونه

د جلغوزیو په خوړلو کې افراط مه کوﺉ او له زړو جلغوزیو ګټه وانخلﺉ .

د جلغوزیو په خوړلو کې افراط د ستونې درد او ناولي بخارونه راپیدا کوي .

دغه راز زاړي جلغوزي هم ځیني ناروغۍ پیدا کوي ، چې باید ونه خوړل شي .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب