جاهليت څه ته وايي؟

لغوي څېړنه :

د جهل کلمې ماده په قران مجيد کې- ۲۴-  ځله راغلې([1]). جهل د علم نقيض دی . معنا يې سپکوالی او د علم و معرفت ضد دی. په قران مجيد کې د جهل اشتقاقات  په دې  ډول دي : تجهلون، یجهلون، جاهل، جاهلون، جهول، جهالة، جاهلية . دا هر يوه کلِمه ځانګړي بحث ته اړتيا لري، مګر دلته  به  يواځې  د جاهلية  کلمه و څېړل شي.

د جاهلية معنا:

له صرفي پلوه د جاهلية کلِمه  صناعي مصدر دی او صناعي مصدر دېته ويلی شي چې په مشدده(یا)ختم وي او ورپسې (ة) راغلې وي .  دا به ډېره ښه وي، چې لومړی  د جهل کلمې په اړه بحث وکړو.

الجاهلية : “ما کانت عليهاالعرب  قبل الاسلام من الجهالة  والضلالة .وفي اصطلاح  أهل الکلام، إعتقاد الشیء علی خلاف ما هو عليه”([2]) . هغه حالت چې عربو په کې له اسلامه مخکې ژوند کاوه او د علم کلام علماء وايي : چې د حقيقت  پر ضد، عقيده ساتلو ته ته جاهليت وايي.  لسان العرب کې وايي : “الجهل نقيض العلم، والجاهلية حالة کانت عليها العرب قبل الاسلام من الجهل بالله سبحانه وتعالی ورسوله وشرائع الدين والمفاخرة بالانساب والکبر والتجبر وغير ذالک”([3]) يعنې جهل د علم نقيض او ضد دی  او جاهليت  هغه حالت ته ويلی شي چې عربو پرې له اسلامه مخکې ژوندکاوه، چې هغه د الله تعالی د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم او شريعت په اړه ناپوهي وه او پر خپلو نسلونو، نسبونو فخر او کبر کول وو.

په مفردات القرآن کې يې  د جهل تقسيم  بندي  په  دې ډول کړې :

الجهل علی ثلاثة أضرب، الاول: وهو خلو النفس من العلم، هذا هو الأصل

الثاني: اعتقاد الشئ بخلاف ما هو عليه

الثالث  :  فعل الشئ  بخلاف ما حقه أن يفعل سواء اعتقد فيه إعتقادا صحيحا أو فاسدا([4]) ، جهل په درې قسمه دی، اول  چې نفس له علمه خالي وي. دويم  ديو شي  د اصل حقيقت پر خلاف عقيده لرل. دريم يو ناحقه کار کول؛ هغه  که عقيده يې صحيح وي او که فاسده

اوس  هغه  څوک چې په قران مجيد نه پوهيږي  يايې کومه علمي  قضيه او فقهي مسله يې نه وي زده، انسان په اوله معنا جاهل دی.او هغه  څوک  چې  له الله تعالی انکار کوي، بعث  بعد الموت  نه  مني،  پر جنت او دوزخ ايمان  نه  لري  يا  په دنيا کې د الله  رالېږل  شوي قوانين  نه  مني او د حاکميت  لپاره  دالله تعالی رالېږل  شوي نظام  پر خلاف د انسان  پر لاس جوړ شوي قانون ته  ژمن وي. دغه انسان په  دوهمه  معنا جاهل  دی. او هغه انسان چې لمونځ نه کوي، زکات نه ورکوي، د فرد او ټولنې  دژوند نظام  د الهي  حکم پر اساس نه جوړوي، سره له  دې  چې ايمان  هم  پرې لري، دغه  په  درېمه  معنا  جاهل  دی.

حسن حبشي د جاهليت تعريف داسې کوي : “الجاهلية هي الحالة التي تکون عليها الأمة قبل أن يجيئها الهدی والنبوة”([5])، داهغه حالت دی چې يو امت په کې له هدايت او نبوت پرته ژوند کوي . معنا سپک خويونه، بې پرواه  کارونه او د الله تعلالی له احکامو سرغړونې ته جاهليت ويلای شي . په لنډه توګه ويلای شو، چې جاهيلت داسې يو رواني حالت دی، چې کله انسان پرې اخته شي، نو د الله تعالی احکام نه مني او د شريعت له احکامو سرغړونه کوي، تل د باطل پيروي کوي، زندګي په خوشې کارونو او عادتونو تېروي، چې د انساني کرامت او معيار خلاف وي.

د اسلامی نړۍ  ستر مفکر استاد محمد قطب په  دې  اړه وايي :  موږ  په  پوره  ټينګار سره دا وايو، چې جاهليت د علم، معرفت او ثقافت مقابل نه دی،  په دې معنا چې دا به يواځې جاهل انسان ته ويل کيږي، چې علم او معرفت نه لري يا هغه وروسته پاتې  ټولنه چې اختراعات او صنعت ونه لري، دغه حالت ته جهل ويل کيږي، نه جاهليت. داسې ويل کيږي، چې دغه انسان جاهل دی يا دغه  ټولنه  جاهله ده. يعنې وروسته پاتې ټولنه ده، علم او صنعت نه لري او جاهليت د هدايت، ايمان،  استقامت، توازن، انضباط، تنظيم او تنسيق مقابل دی، نو هغه څوک په جاهليت موصوف کيږي چې دغه ايجابي صفات يې له لاسه ورکړي وي. که  هغه فرد وي يا ټولنه . جاهليت کله بيا له علم و معرفت سره يو ځای هم رامنځته کيږي او کله د صنعت و تکنالوژۍ سره هم وي. کله هغه انسان کې هم جاهليت وي چې له سترو پوهنتونو يې علمي درجې او اسناد ترلاسه کړي وي . داسې يوې ټولنې ته هم  جاهلي ټولنه ويلای شي چې په صنعت او تکنالوژۍ کې ان تر مريخه رسېدلې وي . په بله معنا جاهلي انسان کافر، ګناه ګار او چې د الله له امره پرته د بل چا پيروي کوي، د خپلو خواهشاتو بنده وي او د الله تعالی شريعت پر ځان و ټولنه نه عملي کوي او جاهلي ټولنه هغه ده، چې د الله تعالی احکام نه مني، خپل ژوند، کور او ادارې د الله تعالی پر منهج نه برابروي، په داسې حال کې چې له  صنعتي او تکنالوژيکي  پلوه به ډېره مخکې تللې وي، لکه  څنګه چې موږ او تاسو په يويشتمه  پېړۍ کې وينو.  کله له يو مسلمانه د جاهليت يو کار وشي، سره له دې چې زياتره ژوند يې د شريعت تابع وي. د نمونې په ډول کوم کار، چې له ابو ذرغفاري رضي الله عنه وشو، سره له دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې پر ايمان او صداقت شاهدي ويلې وه، پيغمبرعليه اسلام فرمايلي : ما أقلت الغبراء ولا أظلت الخضراء أصدق لهجة من أبي ذر، له ابو ذر څخه رښتينی انسان ځمکې ويده کړی نه دی او اسمان ورباندې سيوری نه دی کړی. سربېره پر دې بيا هم د خپل مسلمان ورور بلال حبشي رضي الله عنه په حق کې خطا شو ابو ذر رضي الله عنه فرمايي : “حصل بيني و بين بلال کلام فعيرته بأمه و قلت له ياابن السوداء!  فشکاني إلی رسول الله صلی الله عليه وسلم فقال لي النبي صلی الله عليه وسلم : أعيرته بأمه؟! إنک امروء فيک جاهلية” . فرمايي چې زما او بلال رضي الله عنه ترمنځ څه خبره ښکته پورته شوه، نو ما د مور پيغور ورکړ، چې اې د تورې بچيه!  نو بلال رضي الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته زما شکايت وروړ؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وفرمايل : تا ورته د مور پيغور ورکړ ؟ تا کې لا د جاهليت نښې شته! د سپينې مور زوي د تورې پر زوی هيڅ فوقيت او بهتري نه لري، مګر په تقوی. پيغمبرعليه السلام ورته وفرمايل تا کې د جاهليت څه اثر پاتې دی او داسې يې ورته ونه فرمايل چې ته جاهلي يې! نو  مطلب دا شو چې جاهليت تل کفر نه وي، بلکې هر چا چې ګناه وکړه، د خپلې ګناه په اندازه په کې جاهيلت شته دی . په لنډه توګه ويلای شو، هر کفر جاهيلت دی، مګر هر جاهليت کفر نه دی .

 په قران مجيد کې د جاهلية کلِمه څلور ځله راغلې ده او په څلور واړه ځايونو کې مضاف اليه  ده :

اول – ظن الجاهلية : په دې ايت کې الله تعالی د منافقينو حال بيانوي او بد يې يادوي، چې کوم ناروا کار دوی د احد په غزا کې وکړ، الله تعالی فرمايي : ﴿ثُمَّ أَنْزَلَ عَلَیْکُمْ مِنْ بَعْدِ الْغَمِّ أَمَنَةً نُعَاسًا یَغْشَى طَائِفَةً مِنْکُمْ وَطَائِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنْفُسُهُمْ یَظُنُّونَ بِاللَّهِ غَیْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِیَّةِ﴾.

الله تعالی پر صادقو مؤمنانو صحابه کرامو او مجاهدينو مهرباني او احسان وکړ، چې پرکالي پرې راغله، ډاډه شول غم او پرېشاني يې لرې شوه، منافقين ډېر غمژن او پرېشان وو، ځکه دوی داسې ګومان کاوه، چې الله تعالی به د مسلمانانو مرسته ونه کړي او دوی سره يواځې د خپل ځان غم و. دوی به ويل چې مسلمانان به دا جګړه وبايلي او همدغه شان ګومان ته “ظن الجاهلية” ويل شوی دی . ﴿ یَظُنُّونَ بِاللَّهِ غَیْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِیَّةِ ﴾ يو دا چې ناحقه او باطل ګومان دی او بل داچې دغه باطل ګومان له عقيدې سره تړاو لري او همدغه د عقيدې، ګومان، تصور او نظر جاهليت دی . د قران مجيد مفسرين د ظن الجاهلية په اړه داسې نظر لري  :

امام رازي رحمه الله  فرمايي : إن ‌ذلک الظن هو أنهم کانوا  ينکرون الله العالم بکل المعلومات القادر علی القدر  وينکرون النبوة فلا جرم ما و ثقوا بقول النبي صلی الله عليه وسلم  في أن الله يقو يهم و ينصرهم ([6])، معنا دا هغه ګومان دی، چې دوی له الله تعالی انکار کاوه، چې پر ټولو معلوماتو عالم دی او په هر څه قادر دی . همدرانګه له بعث بعد الموت نه يې هم انکار کاوه. دوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم په قول  باور ونه کړ، چې الله تعالی به دوی (مسلمانان) قوي کړي او مرسته به يې وکړي.

ابن عطية اندلسي وايي : “أهمتهم أنفسهم المکاشفة  و نبذ الدين وهذا قول من قال : قد قتل محمد فلنرجع الی ديننا الأول و نحو هذا من الاقوال يظنون بالله غيرالحق ظن الجاهلية. يظنون أن الاسلام ليس بحق و أن  أمر محمد صلی الله عليه وسلم يضمحل و يذهب و قوله ظن الجاهلية، ذهب جمهورالناس إلی أن المراد مدة الجاهلية القديمة قبل الإسلام, قال ابن عباس سمعت أبي في الجاهلية إسقنا کأسا دهاقا”([7])،  يعنې دوی ته خپل ځان ډېر اهميت لري . دوی پر الله تعالی ناحقه ګومان کوي، هغه  هم  د جاهليت ګومان، منافقين  داسې ګومان کوي، چې اسلام حق دين نه دی او د محمد صلی الله عليه وسلم کار په ختمېدو دی او د “ظن الجاهلية”  زياتره خلک وايي، چې له جاهليته مراد، له اسلامه مخکې زمانه ده. ابن عباس رضي الله تعالی عنهما فرمايي : چې په جاهليت کې مې له خپل پلاره اورېدلي؛ “إسقنا کأسا دهاقا” ډکې ډکې  پيالې راباندې وڅښه‎.

لنډه دا چې پر الله تعالی ناحقه ګومان، د جاهليت او باطل ګومان دی او عقيدې پورې تړاو لري، ځکه دا پر الله تعالی ناروا ګومان دی او هر ناروا ګومان جاهلي دی او هر باطل نظر جاهلي دی او هره باطله عقيده جاهليت دی. د ظن الجاهلية دغه قضيه تر منافقينو خاص نه ده، بلکې هر څوک چې د الله تعالی باره کې لږ  زره  هم  داسې ګومان کوي  چې  الله تعالی به  د مسلمانانو مرسته ونه کړي يا اسلام په اوسنۍ  زمانه  کې دتطبيق وړ نه دی يا له دې امله بچي نه  راوړي  چې رزق وررسول ستونزمن دي او دېته ورته نور داسې کارونه.  دغه  دجاهليت  او کفر عقيده ده، اګر که د يو ملتزم انسان  په بڼه  ځان  ښکاره کوي. دلته له جاهليته مراد د عقيدې، فکر او تصور جاهليت دی .

دوهم : حکم الجاهلية : ﴿ أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾([8]). دا ايت د هغو خلکو بدي  بيانوي، چې د الله تعالی له حکمه انکار کوي، چې د صحيح، عادل او ريښتيني حکم په مقابل کې د جاهليت حکم غوره کوي . مفسرين فرمايي ” أفحکم الجاهلية” کې همزه د انکاري استفهام لپاره ده. يعنې الله تعالی د جاهليت  حکم د تسلط لايق نه ګڼي او ورپسې فرمايي ﴿ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا﴾ دلته هم استفهام انکاري دی، يعنې هيڅوک هم له الله تعالی ښه حاکم نه دی. د همدې ايت لاندې ابن عطية وايي : “فکأنه قال، أفحکام الجاهلية يبغون؟ إشارة إلی الکهان الذين کانو يأخذون الحلوان و يحکمون بحسبه وبحسب الشهوات “([9]).

ابن کثير رحمه الله فرمايي : “ينكر – تعالى – على من خرج عن حكم اللَّه المحكم، المشتمل على كل خير، الناهي عن كل شر، وعدل إلى سواه من الآراء والأهواء والاصطلاحات التي وضعها الرجال، بلا مستند من شريعة اللَّه، كما كان أهل الجاهلية يحكمون من الضلالات والجهالات مما يضعونها بآرائهم وأهوائهم… قال – تعالى -: (أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ) أي يبتغون ويريدون، وعن حكم اللَّه يعدلون؟ (وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ) أي ومن أعدل من اللَّه، في حكمه، لمن عقل عن اللَّه شرعه، وآمن به، وأيقن، وعلم أن اللَّه أحكم الحاكمين، وأرحم بخلقه من الوالدة بولدها. فإنه – تعالى – هو العالم بكل شيء، القادر على كل شيء، العادل في كل شيء). وقال ابن أبي حاتم عن الحكم:(من حكم بغير حكم اللَّه، فحكم الجاهلية). وعن ابن عباس قال: قال رسول اللَّه – صلى الله عليه وسلم -: «أبغض الناس إلى اللَّه – عز وجل – من يبتغي في الإسلام سنّة الجاهلية”([10]). يعنې الله تعالی پر  هغه چا بد وايي، چې د الله تعالی  محکم  حکم  نه مني، چې پر  ټول خير مشتمل دی او له هر شره منع کوونکی دی. او هغه خلک چې د الله تعالی له احکامو سر غړونه کوي چې عبارت له شخصي رايو، خواهشاتو او د انسان په لاس جوړ شوي اصطلاحات دي؛ چې د الله تعالی په شريعت کې هيڅ سند نه لري، لکه څنګه چې د جاهليت د زمانې خلکو کول، چې خپل  ګمراه او بې لارې حکمونه او نظرونه به يې قايمول . الله تعالی فرمايي( أفحکم الجاهلية يبغون) يعنې دوی د الله له احکامو سر غړونه کوي . (و من أحسن من الله حکما لقوم يوقنون ) يعنې څوک په حکم کولو کې له الله تعالی  ښه عادل دی؟  څوک چې د الله تعالی په  شريعت  پوهيږي، عاقل وي او ايمان يې پرې راوړی وي، هغه پوهيږي  چې الله تعالی تر هر چا ښه حکم کوونکی دی، پر خپل مخلوق  له موره ډېر مهربانه دی، ځکه الله تعالی په هر څه عالم دی، په هر څه قادر دی او په هر څه کې عادل دی. ابن  ابي حاتم فرمايي : ( من حکم بغير ما أنزل الله فحکم الجاهلية) هر څوک چې د الله تعالی له  حکمه  پرته په  بل څه فيصله وکړي، دا د جاهليت فيصله ده او له ابن عباس رضي الله تعالی عنهما روايت دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :(أبغض الناس الی الله عزوجل من يبتغي في الاسلام سنة الجاهلية) دالله تعالی په نزد هغه کس ډېر بد دی، چې په اسلام کې د جاهليت طريقې  لټوي.

او امام بيضاوي رحمه الله فرمايي :” (أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ) الذي هو الميل والمداهنة في الحكم. والمراد بالجاهلية الملة الجاهلية، التي هي متابعة الهوى. (وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ) هذا الاستفهام لقومٍ يوقنون، فإنهم هم الذين يتدبرون الأمور، ويتحققون الأشياء بأنظارهم، فيعلمون أن لا أحسن حكماً من اللَّه”([11]). يعنې په حکم کې کجروي او چاپلوسي کوي  مداهنه له دهنه اخستل شوی دهن عربۍ کې تېلو ته وايي  پښتو کې هم  د چاپلوس باره کې ويل کيږي  چې تېل لګوي او له جاهليته مراد جاهلي ملت دی، چې هغه د خواهشاتو پيروي  ده . ومن أحسن من الله حکما لقوم يوقنون ، دا استفهام د هغه قوم لپاره دی، چې يقين کوي؛ ځکه  همدوی د الله تعالی په امرونو کې سوچ کوي او په خپلو نظرونو تحقيق کوي او دوی پوهيږي چې هيڅوک له الله تعالی ښه حکم نه شي کولای .

 شهيد استاد سيد قطب رحمه الله فرمايي :

“إن معنى الجاهلية يتحدد بهذا النص. فالجاهلية، كما يصفها اللَّه، ويحددها قرآنه، هي حكم البشر للبشر… و إن الجاهلية في هذا النص ليست فترةً من الزمن، ولكنها وضعٌ من الأوضاع. هذا الوضع يوجد بالأمس، ويوجد اليوم، ويوجد غداً، فيأخذ صفة الجاهلية المقابلة للإسلام، والمناقضة للإسلام… والناس، في أي زمان، وفي أي مكان، إما أنهم يحكمون بشريعة اللَّه، دون فتنة عن بعض منها، ويقبلونها، ويسلّمون بها تسليماً، فهم إذاً في دين الله، وإما أنهم يحكمون بشريعة من صنع البشر، في أي صورة من الصور، ويقبلونها، فهم إذاً في جاهلية… والذي لا يبتغي حكم اللَّه، يبتغي حكم الجاهلية، والذي يرفض شريعة اللَّه يقبل شريعة الجاهلية، ويعيش في الجاهلية، وهذا مفرق الطريق يقف الناس عليه، وهم بعد ذلك بالخيار”([12]).

د قران مجيد په دغه عبارت کې د جاهليت معنا معلوميږي، جاهليت لکه څنګه چې الله تعالی  يې بيانوي او قران يې تعريفوي؛ هغه دا دی چې د بشر لپاره د بشر حکم وچليږي او په دغه قراني نص کې جاهليت يوه زمانه، نه ده، بلکې پرون هم و، نن هم شته او سبا به هم وي . جاهليت د اسلام مقابل کې يو صفت دی او د اسلام نقيض دی . خلک به په هره زمانه کې او په هر ځای کې د الله تعالی په شريعت حکم کوي او مني به يې او قبلوي به يې، نو دوی دغه وخت  دالله تعالی پر دين  دي . يا به په هر صورت کې د انسان جوړ شوي قانون پيروي کوي او مني به يې، نو دوی په  دغه حالت کې په جاهليت کې دي . دوی دغه وخت  د هغه چا په دين دي،  چې د چا په شريعت او قانون حکم کوي او په هېڅ حال کې هم د الله تعالی پردين نه دي .  هغه څوک چې د الله تعالی حکم نه غواړي د جاهليت حکم غواړي او هغه څوک چې د شريعت له احکامو انکار کوي، د جاهليت قانون قبلوي او د جاهليت په زمانه کې ژوند کوي. په دغه ځای کې لارې سره جلا کيږي او ورپسې الله تعالی ترې د استفهام انکاري په صورت  پوښتنه کوي، ومن أحسن من الله حکما لقوم يوقنون؟

له پورتنيو ايتونو او اقوالو دا معلومولای شو، چې حکم دوه قسمه دی، درېم نه لري، يو د الله تعالی حکم او په مقابل کې يې د جاهليت حکم اوبس. څوک چې د الله حکم مني، هغه له دې صفته پاک دی او څوک چې د الله له حکمه يوه ذره هم د طاغوت پر لار درومي، هغه ته جاهلي انسان وايه شي! نن سبا “متمدن” انسان  خپل  فکر او سوچ  دالله تعالی پر حکم فوقيت ورکوي او سربېره پر دې  ځان مسلمان هم  بولي که څوک  يې خبره ماته کړي ژوند يې له خطر سره مخ  کيږي او زموږ په ټولنه کې نن سبا دا مسله ډېره عادي شوې ده. موږ بايد دې خبرې ته جدا متوجه شو چې د ژوند په هر قدم کې موږ الله  تعالی ته بيخي پام نه کوو چې د فردي او ټولنيز ژوند لپاره الله تعالی ځانکړي  اصول رالېږلي. او په همدې  قران کې  په بېلابېلو ځايونو کې فرمايلي دي، چې هرڅوک دالله تعالی له حکمه پرته په بل څه فيصله کوي مسلمان نه دی. موږ  په داسې يوه ټولنه کې ژوند کوو  چې قران مجيد دختمونو لپاره کاروو، د ناوې  پر سر  يې نيسو، سورة ياسين  ددې  لپاره ځان سره ګر ځوو، چې ځان  پرې وساتو، مګر کله  چې  د حاکميت موضوع راشي سترګې  پرې  پټوو. دغه ټول خويونه او کارونه دجاهليت دي

درېم : تبرج الجاهلية : د “تبرج الجاهلية” ډول، د هغو نصيحتونو په سلسله کې راغلی چې مسلمانې ښځې نېکو اوغورو کارونو ته رابولي، له بدو کارونو او خويونو يې منعه کوي، الله تعالی فرمايي ﴿ وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى﴾. امام قرطبي د تبرج  په تفسير کې وايي : “التبرج هو إظهار المراءة محاسن ذاتها و ثيابها و حليها بمرأی من الرجال. تبرج  مفعول مطلق، وهو في معنی الوصف الکاشف أريد به  تنفير التبرج، والمقصود من النهي الدوام علی الانکفاف عن التبرج وهن منهيات عنه. “الأولی وصف للتبرج، ووصفها بالأولی لأنها أولی قبل الاسلام،  وجاء الاسلام بعدها”([13]) . ښځه چې خپل حسن او جمال يا د جمال توکي سړيو ته ښکاره کوي، دې ته تبرج وايي. په ايت کې دوهم تبرج مفعول مطلق دی، د لوڅوونکي توصيف دی او مراد ترې د تبرج بد ښوول دي. په ايت کې نهي دا معنا لري  چې، ستر او پرده بايد همېشنۍ وي او دا نهي ښځو ته ده. دا چې تبرج  يې  په اولی موصوف کړی، په دې چې دا کارونه له اسلامه مخکې کېدل.

سيدقطب رحمه الله فرمايي : “ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولىذلك حين الاضطرار إلى الخروج، بعد الأمر بالقرار في البيوت. ولقد كانت المرأة في الجاهلية تتبرج. ولكن جميع الصور التي تروى عن تبرج الجاهلية الأولى تبدو ساذجة أو محتشمة حين تقاس إلى تبرج أيامنا هذه في جاهليتنا الحاضرة! قال مجاهد: كانت المرأة تخرج تمشي بين الرجال. فذلك تبرج الجاهلية!وقال قتادة : وكانت لهن مشية تكسر وتغنج. فنهى الله تعالى عن ذلك!

وقال مقاتل بن حيان : والتبرج أنها تلقي الخمار على رأسها ولا تشده فيداري قلائدها وقرطها وعنقها، ويبدو ذلك كله منها. و ذلك التبرج!وقال ابن كثير في تفسيره : كانت المرأة منهن تمر بين الرجال مسفحة بصدرها لا يواريه شيء؛ وربما أظهرت عنقها و ذوائب شعرها و أقرطة آذانها. فأمر الله المؤمنات أن يستترن في هيئاتهن وأحوالهن.
هذه هي صور التبرج في الجاهلية التي عالجها القرآن الكريم. ليطهر المجتمع الإسلامي من آثارها ويبعد عنه عوامل الفتنة، و دواعي الغواية؛ و يرفع أدابه وتصوراته ومشاعره وذوقه كذلك!ونقول : ويشير النص القرآني إلى تبرج الجاهلية، فيوحي بأن هذا التبرج من مخلفات الجاهلية، التي يرتفع عنها من تجاوز عصر الجاهلية، وارتفعت تصوراته ومثله ومشاعره عن تصورات الجاهلية ومثلها ومشاعرها.

والجاهلية ليست فترة معينة من الزمان. إنما هي حالة اجتماعية معينة، ذات تصورات معينة للحياة. ويمكن أن توجد هذه الحالة، وأن يوجد هذا التصور في أي زمان وفي أي مكان، فيكون دليلاً على الجاهلية حيث كان!

وبهذا المقياس نجد أننا نعيش الآن في فترة جاهلية عمياء، غليظة الحس، حيوانية التصور، هابطة في درك البشرية إلى حضيض مهين. وندرك أنه لا طهارة ولا زكاة ولا بركة في مجتمع يحيا هذه الحياة؛ ولا يأخذ بوسائل التطهر والنظافة التي جعلها الله سبيل البشرية إلى التطهر من الرجس، والتخلص من الجاهلية الأولى؛ وأخذ بها، أول من أخذ، أهل بيت النبي صلى الله عليه وسلم على طهارته ووضاءته ونظافته.والقرآن الكريم يوجه نساء النبي صلى الله عليه وسلم إلى تلك الوسائل”([14]).

دا هغه وخت چې کله ښځه له کوره وتلو ته مجبوره شي او ښځه به جاهليت کې له کوره لوڅ سر وتله، مګر که د اوس وخت له تبرج سره مقايسه شي، نو د هغه وخت تبرج  ډېر ساده و. مجاهد رحمه الله فرمايي: ښځه به د سړيو منځ کې روانه وه، دېته جاهلية الأولی ويل کيږي. مقاتل بن حيان فرمايي : تبرج دا دی چې ښځې به ټيکری په سراوه، مګر پلو په يې نه اچاوه، نو مرۍ او امېل به يې ښکارېده، دېته تبرج ويل کيږي. دا د جاهليت هغه مختلف حالتونه دي چې قران مجيد يې علاج کړی او جاهليت څه ځانګړی وخت نه دی، بلکې دا يو ټولنيز حالت دی چې د ژوند لپاره ځانګړي تصورات لري او کېدای شي دغه حالت پيدا شي اوپه هره زمانه او هر وخت کې دغه تصور رامنځته شي، نوکه هرځای دغه حالت وموندل شو، بس دېته جاهليت ويل کيږي. اوس که پر دغه حالت قياس وکړو، نو موږ په يو ړانده جاهليت کې اوسېږو، چې يو غليظ او حيواني تصور لري. موږ په دې خبره پوهېږو، چې په داسې ټولنه کې نه پاکوالی وي، نه برکت او دا ټولنه د پاکوالي او تزکيې هغه وسايل هم نه کاروي، چې الله تعالی د بشريت د پاکوالي او طهارت لپاره پیدا کړي، ترڅو ځانونه پرې له جاهليته خلاص کړي او چا چې اول دغه طهارت خپل کړی، هغه  د رسوالله صلی الله عليه وسلم خپله کورنۍ ده.

و قرن في بيوتکن : د مدينې اکثر او د کوفې ځينې قراء “قرن” په فتحې د قاف لولي “واقررن في بيوتکن” يعنې تاسو قرار ولرئ په خپلو کورنو کې! د بصرې او کوفې زياتره قاريان يې په کسرې د قاف لولي “وقرن” يعنې تاسو د وقار او عزت خاوندانې اوسئ په خپلو کورونو کې! له يعقوبه روايت دی هغه له ابن علية روايت کوي او هغه فرمايي، چې ما له ابن نجيح اورېدلي؛ د الله تعالی په دې قول کې يې داسې فرمايل چې “تبرج  تبختر ته وايي او ځينې وايي تبرج د ښځې زينت ښکاره کولو ته ويل کيږي او ښځه چې د ښکلا ځايونه ښکاره کوي”.([15])

په پخوانيو تاريخونو کې راغلي چې انسان به دجاهليت په زمانه کې لوڅ ګرځيده، کله چې لږ پوه شو نو خپل عورت يې پټ که، بيا چې ورو ورو پوهېده نور ځان يې هم پټاوه مګر اوسنی “متمدن”  انسان  بيا کوښښ کوي  چې څومره لوڅ وي ،دا ورته  کمال  ښکاري او په ځانګړي توګه  ښځې.  دافسو س ځای لا دادی  چې  دغه  جاهليت  ته خلک دپرمختګ او ترقي نوم ورکوي . زموږ  په  ټولنه کې اوس هم  خلک  نذر  نيسي چې که  فلانی کار مې وشي نو قران مجيد ته  به  يو پوښ جوړوم ، دې سره ماته د ښکېلاکګرو هغه خبر را ياده شي   چې وايي موږ تر  هغه  وخته په مسلمانانو نشو بريالي کېدای، ترڅو ددوی  دښځو له سرونو پړوني  لرې نه کړو او قران  پکې  ونه  نغاړو.  ډېر دافسوس ځای خو لا دادی  چې  دينداره او باحجابه  ښځې  دوی ته جاهلې او  روسته   پاتې ښکاري  له همدې امله ويلای  شو چې  اوسنی  جاهليت  له  پخواني جاهليته  ډېر بدتر  او  خطر ناک  دی

څلورم : حمية الجاهلية : حمية الجاهلية دا ايت داسې يوه مقايسه يادوي، چې کفار کوم تعصب او قوم پالنه د ځان عزت ګڼي او په مقابل کې چې مومنانو ته الله تعالی کوم سکون او اطمنان ورکړی، الله تعالی فرمايي ﴿إِذْ جَعَلَ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى وَكَانُوا أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴾[16].

کفارو ولې مسلمانان له عمرې کولو منع کړل سره له دې چې صحابه کرام د مکې مکرمې اصلي اوسېدونکي وو. د مکې مشرکينو چې دا کار وکړ، يواځينی لامل يې، چې قران ذکر کړی، هغه “حمية الجاهلية” و. “حمية” منع ته ويل کيږي. “حمی الشئ، فلانا حميا وحماية، منعه و دفعه. المريض حمية، منعه مايضره ويقال حمی المريض ما يضره”([17]).

شهيد سيد قطب فرمايي : “في قلوبهم الحمية حمية الجاهليه، حمية لا لعقيدة ولا لمنهج. انما هي حمية الکبر والفخر والبطر والتعنت، الحمية التي جعلتهم يقفون في وجه رسول الله صلی الله عليه وسلم ومن معه يمنعونهم من المسجد الحرام”([18]). يعنې په زړونو کې يې جاهلي تعصب دی، داسې يو تعصب چې  نه د عقيدې لپاره وي، نه د منهج لپاره، بلکې پر کبر، فخر او ظلم ولاړ تعصب دی، چې دوی يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخ ته ودرول او له  مسجد حرامه يې منعه کړل.

ابن عاشور فرمايي : “حمية الجاهلية أي تخلقو بالحمية، فهي دافعة بهم الی أفعالهم وإضافة الحمية الی الجاهلية لقصد تحقيرها وتشنيعها فإنها خلق أهل الجاهلية”([19])، د جاهليت حميت او تعصب يعنې دوی د تعصب اخلاق غوره کړل او دغه تعصب يې ددغو کارونو لامل شو او حمية د تحقير او سپک ګڼلو په خاطر جاهليت ته  مضاف دی، ځکه دا د جاهلي خلکو (له اسلامه وړاندې) خوی دی.

امام الوسي رحمه الله فرمايي : “قال الراغب عبر عن القوة الغضبية اذا ثارت وکثرت بالحمية، فقيل حميت عليه أي غضبت عليه، وقوله تعالی حمية الجاهلية بدل من الحمية أی حمية الملة الجاهلية او الحمية الناشئة من الجاهلية، لأ نها بغير حجة و في غير موضعها”([20]) يعنې راغب فرمايي، حميت؛ کله چې غوسه راوپاريږي، له غضبه يې تعبير په حمية وکړ. ويل کيږي چې حميت عليه يعنې په غوسه شوم ورته او حمية الجاهلية بدل دی له لومړني حمية څخه، يعنې د جاهلي ملت حمية او قوم پالنه يا هغه قوم پالنه چې له جاهليته  راپيدا شوې وي، ځکه چې بې دليله او بې ځايه وي.

په لنډه توګه ويلای شو، چې جاهليت په څلور ډوله دی. لومړی جاهليت د عقيدې او ګومان. دوهم جاهليت د حکم او تشريع. درېم جاهليت د تبرج، سلوک او اخلاقو. څلورم جاهليت د قوم پالنې او تعصب. څوک چې  له سالمې عقيدې پرته کومه نيمګړې او بې اساسه عقيدې پسې ځې، نو عقيده يې جاهلي ده او دا انسان د همدې جاهلي عقيدې پر بنسټ جاهلي انسان دی. دغسې چې څوک د الله له حکمه پرته د بل چا قوانين او لايحې پر ځان مني، دا کار هم جاهلي دی. په دې کې ټولې اوسنۍ وضعي فلسفې او قوانين شامل دي. ديموکراسي، کمونيستي، هندويزم، سېکولرزم، منحرف يهوديت، نصرانيت او ورته ټولې نظريې او عقيدې سره له خپلو ټولو اقتصادي، سياسي، اجتماعي او سلوکي ځانګړتياوو، جاهلي نظامونه دي، هغه څوک چې دا او ورته کوم يو نظام مني، هغه جاهلي نظام مني او دا منونکی يې پر بنسټ جاهلي انسان ګڼل کيږي. څوک چې په لباس، ناسته پاسته او تعاملي ادابو کې د الله د لارښوونو مخالف وي، هغه جاهلي دی، څوک چې متعصب وي، هغه جاهلي دی. هغه څوک چې په اسلامي ادابو،اخلاقو، خويونو او اسلامي شعايرو شرميږي،هغه جاهلي دی او که څوک له دې وجې له شرعي احکامو سرغړونه او مخالفت کوي چې ځان متمدن معرفي کړي، هغه مرکب جاهلي دی، په دې معنا چې يو خو دجاهليت کار کوي، دالله تعالی په احکامو شرميږي او سربېره پر دې ځان پرمخ تلل  او مترقي هم ګڼي!

اخذ لیکونه:

۱- المعجم المفهرس لألفاظ القران – محمد فؤاد عبدالباقي، صفحه ۱۸۴ ، ناصر خسرو- ايران چاپ.
۲- المعجم الوسيط – ابراهيم انيس او ملګري يې – اول ټوک – ۱۴۴ مخ – مجمع الغة العربية –چاپ ـالمکتبة الاسلامیة ترکيا استانبول
[3] –  لسان العرب ،  ابن منظور الافريقي،  ۱۱ ټوک، ۱۵۶ مخ، دار الکتب العلمية بيروت  اول  چاپ ۲۰۰۴م
[4] – مفردات الغرائب القران  : ۱۰۲ مخ –  ابوالقاسم الحسنين بن محمد المعروف بالراغب الاسفهاني وفات نيټه ۵۰۲ ه

تحقيق : محمد سيد ګيلاني.
[5] – البرهان في غرائب القران –  ۷۱مخ   – حسن بن صالح بن عمر الحبشي . مکتبة وهبة ۱۴ – شارع الجمهورية عابدين القاهرة .

[6] – التفسير الکبير للامام  فخرالدين الرازي. درېم جلد، ۱۵۴ مخ.
[7] – المحرر الوجيز في تفسير الکتاب العزيز، اول ټوک، ۵۲۸ مخ، للقاضي أبي محمد عبدالحق بن غالب بن عطية الأندلسي(  ۵۴۶)،تحقيق عبدالسلام عبدالشافي محمد، اول چاپ، دارالکتب العلمية بيروت لبنان ۲۰۰۱ ء.
[8] – سورة المائده : ۵۰.
[9] – المحرر الوجيز في تفسير الکتاب العزيز، ۲ ټوک،  ۲۰۴ مخ.

[10]  – تفسير القران العظيم،للامام أبي الفداء اسماعيل بن کثير القرشي الدمشقي المتوفی ۷۷۴ه،  ۲ ټوک، ۲۸۶ مخ.
[11] – تفسير البيضاوي المسمی بأنوار التنزيل وأسرار التأويل – امام المحققين القاضي ناصر الدين أبي سعيد عبدالله بن عمر  محمد الشيرازي البيضاوي المتوفی ۷۹۱ه اول  ټوک   ۲۷۰مخ، منشورات محمد علي بيضوي دارالکتب العلميه بيروت.

[12] – سيد قطب في ظلال القران،  ۲ ټوک، ۹۰۴ مخ،  دار الشروق ۱۵ م چاپ ۱۹۸۸.

[13] – الجامع لاحکام القران القرطبي،  ۱۴ ټوک، ۴۸۰ مخ.چاپ، احياء التاث العربي.

[14] – في ظلال القران، ۵ ټوک، ۲۸۶۰ مخ.

[15] – تفسير الطبري.الامام أبو جعفر محمد بن جرير الطبري- 12ټوک -۸۰۷ مخ.
[16] – سورة الفتح : ۲۶.
[17] – المعجم الوسيط، اول ټوک، ۴۱۸ مخ.
[18] – سيد قطب في ظلال القران  ۶ -ټوک ۳۳۲۹ مخ.
[19] – التحرير والتنوير، ۱۰ټوک. ۱۹۴مخ. الامام الشيخ محمدطاهر بن عاشور
[20] – روح المعاني في تفسير القران العظيم والسبع المثاني لخاتمة المحققين العلامة شهاب الدين السيد محمد الالوسي البغدادي، ۲۵ ټوک، ۳۸۶ مخ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب