تي لرونکي حيوانات(Mammalia)

تي لرونکي حيوانات(Mammalia)

تې لرونکي حیوانات د فقاریه حیواناتو یوه پر مختللې ډله ده. ددې حیواناتو مونث جنس تیونه لري او خپلو بچو ته شېدې ورکوی. دا حیوانات لاندې ځانګړتیاوې لري.

  • دا حيوانات د ملاتير او داخلي سکليټ لري
  • تي لري او ښځينه جنس يې خپلو بچيانو ته شيدې ورکوي
  • ويښتان او يا پت لري
  • د بوټو خوړونکي د بوټو د خوراک او غوښه خوړونکي د غوښې د خوراک لپاره ځانګړي غاښونه لري.
  • توده وينه لري ـ له خوراک څخه د اخيستل شوې انرژۍ په مرسته بدن ته له دننه تودوخه ورکوي.
  • بيلګې يې ـ انسانان، بيزوګانې، کوالا او داسې نور دي.
  • د مغزي اعصابو شمیر یی دولس (۱۲) جوړی دې.
  • په اطراحیه سیستم کي مثانه لري
  • د وینی تړلی دوران لري او زړه یی څلور جوفه لري
  • تنفس د سږو په وسیله کوي

د تې لرونکو حیواناتو ډلبندي

تې لرونکې حیوانات د بچو او غذا د لاسته راوړلو له مخې په لاندې ډلو ویشو.

  1. د غذا له مخې تې لرونکې حیوانات په درې ډلو ویشل کېږي.
  • واښه خوړونکې (Herbivorous) لکه غوا، اوزه او داسې نور
  • غوښه خوړونکې (Carnivorous) لکه زمری، پړانګ او داسې نور
  • هرشې خوړونکې (Omnivorous) لکه انسان او پیشو
  1. تې لرونکې حیوانات د بچو اچولو له مخې په دوه ډوله دي.
  • هګۍ اچوونکي(oviparous)
  • بچې اچوونکي (Viviparous)

هګۍ اچوونکي تي لرونکي حیوانات

دا حیوانات هګۍ اچوي کله چې له هګیو څخه یې بچیان راووځي، د مور د تیونو شیدې روې. دا حیوانات په استرلیا او نیوګیني کې پيدا کېږي. بیلګې یې میږي خور اغزي لرونکی یا شیژګی او ډک بیل پلاتي پس دي.

بچي اچوونکي حیوانات

بچې اچوونکي حیوانات په دوه ډوله دي. کڅوړه لرونکي او پریوان لرونکي.

کڅوړه لرونکي حیوانات

ددې حیواناتو د ښځینه جنس د نس په لاندینۍ برخه کې له وروستیو پښو سره کڅوړې ته ورته جوړښت وجود لري. د تیونو سرونه یې په کڅوړه کې دننه دي. نوي زیږیدلي بچي یې نړوکي او کمزوري وي. مور یې کڅوړې ته ننباسي، هلته غذا ورکوي او ساتنه یې کوي. بچي تر ډیره وخته پورې په کڅوړه کې وي . دا حیوانات په استرالیا  او جنوبي امریکا کې ډیر پیدا کیږي، بیلګې یې کانګرو، اوپوسم او کوالا بیر دي.

پریوان لرونکي حیوانات

ددې حیواناتو بچیان تر ډیره وخته پورې د مور په رحم کې وي، تر څو ښه وده وکړي. د مور په رحم کې پریوان (پلاسنټا) منځ ته راځي. پریوان د رحم له دیوال سره نښتی وي. بچی د همدې لارې خوراک او اکسیجن اخلي، نو له دې کبله ورته پلاسنټا لرونکي حیوانات وايي. بچی له زیږیدنې څخه وروسته د مور شیدې روي.

پریوان لرونکي حیوانات د ځینو ځانګړتیاوو لکه د شکل، جوړښت او د غذا د لاسته راوړلو له مخې په لاندې ډولونو دي.

  1. حشره خوړونکي تي لرونکي

دا حیوانات حشرې خوري. د شپې له خوا راوځي او په خوړو پسې ګرځي. بیلګې یې هیج هاک شریو او مول دي. د هیج هاک بدن اغزو به په ورته جوړښتونو باندې پټ وي.

  1. میږي خور تې لرونکي

دا حیوانات مخکیني غښونه نه لري یا ډیر واړه وي. د اوږدو پنجو په واسطه ځمکه کندې کوي. میږیان د خپلې اوږدې ژبې په واسطه نیسي او خوري یې. مثالونه پنګولین او ارمادیلو دي.

  1. کرپوونکي حیوانات

ددې حیواناتو مخکیني غاښونه ډیر تېره دي. شیان په آسانۍ پرې کولی شي. بېلګې یې شکوڼ، سویان او موږکان دي.

  1. الوتونکي تي لرونکي حیوانات

ددې حیواناتو د مخکینیو او وروستنیو پښو تر منځ وزرونو ته ورته پردې وجود لري، چې حیوان پرې الوتلای شي. بېلګه یې ماښام څکالی دی. ماښام څکالی د شپې فعال حیوان دی. ماښام څکالی د یو ځانګړي اواز موج تولیدوي او انسان فکر کوي چې دا حیوان زما تر مخ ډیر نږدي تیریږي. دا ددې حیوان ځانګړې طریقه ده. کله چې د اواز موج له کوم شي سره ټګر شي، بیرته انعکاس کوي او دغه حیوان یې اوري. په دې طریقه حیوان خپل لوری بدلوي. د هوايي ډګرونو رادار هم ددې اصولو پر بنسټ جوړ شوی دی.

  1. عالي دماغ لرونکي حیوانات

ددې حیواناتو مغزو ډیره وده کړې ده. دبیلګې په توګه د بیزو، ګوریلا او شمپانزۍ دماغ نسبت نورو حیواناتو ته ښه وده کړې ده.

  1. غوښه خوړونکې تي لرونکي حیوانات

دا حیوانات غوښه خوري. څیرونکي یا نیش غاښونه یې ډیر تیره او مضبوط دي. پنجې یې قوي او تیرې دي، چې ښکار په آسانۍ ونیسي. بیلګه یې پیشو، سپی، زمری، لېوه، ګیدړ وغیره.

  1. سم لرونکي تي لرونکي حیوانات (Hoofed)

ددې حیواناتو پښې سم (نوکان) لري. د سم لرلو له مخې په دوه ډوله دي. یو سمه لکه آس، خر او نور. دوه سمه لکه غوا، وزه، پسه، هوسۍ، زرافه او نور. ټول واښه خوړونکي حیوانات دي. واښه په معده کې ټولوي او په آرام وخت کې پرې شخوند وهي. له ښه میده کولو څخه وروسته یې بیرته معدې ته استوي.

  1. خلتم لرونکي تي لرونکي

واښه خوړونکی غټ حیوان دی، په ځنګلونو کې اوسیږي. په مخکینۍ برخه کې اوږد خلتم لري لکه فیل.

  1. کبانو ته ورته تي لرونکي

دا حیوانات په سمندرونو کې ژوند کوي. د اوبو له ټولو حیواناتو څخه غټ حیوانات دي. نهنګ یا وهیل تر سلو فوټو پورې اوږدوالی او ۱۵۰ ټنو پورې وزن لري. په دې حیواناتو کې ډالفین ذهین حیوان دی چې له انسانانو سره مینه کوي.

تمرین

لاندې تش ځایونه به مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. وهیل تر ……………. ټنو پورې وزن لري.
  2. ماښام څکالی …………. لرونکې حیوان دی.
  3. …………… کڅوړه لرونکی حیوان دی.
  4. د غذا له مخې تې لرونکي حیوانات په ………….. ډلو ویشل شوې دي.
  5. بچې اچوونکي حیوانات په ………….. ډوله دي.

حل

  1. ۱۵۰
  2. تي
  3. کنګرو
  4. درې
  5. دوه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب