د انبیاوو لخوا خپل قوم ته د توحید بلنه

توحید د اسلام یو مهم بنسټ دی چې پرته له توحید څخه اسلام نه بشپړیږي او نه هم یوتن مسلمانېدای شي، توحید درسولانو لومړۍ بلنه، او داسلام لومړی منزل دی، توحیدلومړی هغه ځای دی چې مسلمان په کې الله جل جلاله ته ودرېږي، دالله هر استازی چې بندګانو ته راغلی دی؛ نو لومړی یې توحید ته بلنه ورکړې ده، له قران څخه دځینو انبیاوو توحید ته بلنه دبېلګې په توګه رااخلو :

نوح عليه السلام خپل قوم ته د توحيد بلنه

لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ إِنِّيَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ 59 الاعراف

ژباړه: په رښتیا نوح علیه السلام مو خپل قوم ته ولېږه؛ نو (نوح علیه السلام) وویل: ای زما قومه! دالله جل جلاله عبادت وکړئ، له هغه څخه پرته تاسو ته بل هیڅ څه دعبادت وړ نشته، بېشکه چې زه پرتاسو دلویې ورځې له عذاب څخه وېرېږم.

هود عليه السلام خپل قوم ته د توحيد بلنه

وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُوداً قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ أَفَلاَ تَتَّقُونَ 65الاعراف

ژباړه: اوعاد قوم ته مو دهغوی ورور هود علیه السلام ولېږه، ده (هود علیه السلام) وویل: ای زما قومه! یوازې دالله جل جلاله عبادت وکړئ، هغه څخه پرته تاسو ته هیڅ شی دعبادت وړنشته، ایا له الله جل جلاله څخه نه وېرېږئ؟.

صالح عليه السلام خپل قوم ته د توحيد بلنه

وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ ۷۳الاعراف

ژباړه: اوثمود قوم ته مو دهغوی ورور صالح علیه السلام ولېږه، ده (صالح علیه السلام) وویل: ای زما خلکو! دالله جل جلاله عبادت وکړئ، له هغه پرته تاسوته هیڅ څوک دعبادت وړ نشته.[irp][irp][irp]

شعيب عليه السلام خپل قوم ته د توحيد بلنه

وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُواْ اللّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـهٍ غَيْرُهُ ۸۵ الاعراف

ژباړه: او مدین ته مو شعیب علیه السلام واستاوه، ویې ویل: ای زما قومه! دالله عبادت وکړئ، له هغه څخه پرته تاسو ته هیڅ څه دعبادت وړ نشته.

توحيد ته د هرنبي بلنه

الله جل جلاله په نحل سورت کې دهرنبي خپل قوم ته بلنه نقل کړې ده وایي: وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ ۳۶ النحل

ژباړه: بېشکه موږ هر ولس ته یورسول لېږلی دی چې الله ولمانځي او له باطلو معبودانو څخه ځان وساتي.

بل ځای په انبیاءسورت کې الله جل جلاله فرمایي: وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلاَّ نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنَا فَاعْبُدُونِ 25الانبیاء

له تاڅخه پخوا مو هیڅ رسول نه دی لېږلی خو دا چې هغه ته به مو وحي کوله چې زما (الله جل جلاله) څخه پرته بل دعبادت وړ نشته؛ نو زما(دالله جل جلاله) عبادت وکړئ.

د محمد صلى الله عليه وسلم توحيد ته بلنه

عن أَبي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: أُمِرْتُ أَنْ أُقاتِلَ النَّاسَ حَتّى يَقُولُوا لا إِلهَ إِلاّ اللهُ، فَمَنْ قَالَ لا إِلهَ إِلاّ اللهُ فَقَدْ عَصَمَ مِنّي نَفْسَهُ وَمالَهُ إِلاَّ بِحَقِّهِ، وَحِسابُهُ عَلى اللهِ. اللؤلؤ والمرجان ۱۵ حدیث شمېره ۱۳

ژباړه: ابو هریرة رضي الله عنه روایت دی چې محمدصلى الله عليه وسلم وایي: ترهغه ماته دجهاد او جنګ امرشوی دی څو خلک ددې ګواهي ورکړي چې له الله څخه پرته دعبادت وړ معبودنشته، چاچې دا وویل چې له الله پرته دعبادت وړ معبود بل نشته، دهغه مال اوځان خوندي کړ خو په خپل حق سره او حساب به یې په الله جل جلاله وي.

دهمدې دلائلو په اساس علماء وایي چې توحید دانسان لومړی مکلفیت دی نوځکه څوک چې مسلمانیږي باید ترټولو مخکې دتوحید کلمه (اشهد ان لااله الاالله واشهد ان محمدا رسول الله) ووایي.

توحیدپه لغت کې دالله جل جلاله یووالي منلو ته ویل کیږي.

او په اصطلاح کې: په هغه څه کې دالله جل جلاله یووالۍ منل چې هغه سره ځانګړي دي اوپه هغه څه کې یې یووالۍ منل چې دهغه له کبله په موږ واجب دي.

۱-هغه څه چې الله جل جلاله سره ځانګړي دي: دا دي چې مسلمان باورولري چې الله جل جلاله په خپل ذات کې، نومونو، صفتونو او کړنو کې یوازې دی هیڅ شریک نه لري او نه هم څوک دهغه په شان دي.

لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمایي: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ 1 اللَّهُ الصَّمَدُ 2 لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ 3 وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ 4 داخلاص سورت.

ژباړه: ووایه : هغه الله جل جلاله یو دی (۱) الله جل جلاله هیچاته اړ نه دی (۲) نه یې څوک زېږولي او نه له چا زېږېدلی دی (۳) او دهغه هیڅ سیال نشته (۴).

۲-هغه څه چې دالله جل جلاله له کبله پر موږ واجب دي: هغه دالله جل جلاله توحید او په هغه ایمان راوړل دي، یوازې دهغه بندګي کول او یوازې دهغه خبره منل دي،دغه راز دبل چا له بندګي څخه ځان ژغورل دي.

لکه څرنګه چې الله جل جلاله په نحل سورت کې فرمایي: وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ 36.دنحل سورت

ژباړه: بېشکه موږ هر ولس ته یورسول لېږلی دی چې یوازې الله ولمانځي او له باطلو معبودانو څخه ځان وساتي، نوبیاهغو نه چاته الله جل جلاله سمه لاره وښوده او ځینې نور هغه و چې بې لارېتوب پرې ټینګ شو؛ نوپه ځمکه وګرځئ او وګورئ چې ددرواغ ګڼونکو پایله څنګه شوه؟

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب