توبه! يا دګناهونواو تېروتنو ستر علاج

دا چې انسان دشهواني غرائزو او نفساني غوښتنو لرونكى موجود دى نو دملائكو په څېر پاك او سپېڅلى نه شي كېداى ، ددوى له ډلې څخه يواځې نبيانو ع . دعصمت لوړ مقام ګټلى دى . او په دايمي توګه دخداى ج څخه سركشي كول په ګناهونو كې غرق تلل دشيطان او دهغه دډلې كار دى . بنا پر دې انسان توبې ته اشد ضرورت لري  دهمدې ضرورت په وجه الله ج پر خپلو بنده ګانو رحم كړى دى ، دتوبې دروازه يې دانسان دوند تر پايه او ترهغه وخته پرانستې پرې ايښي  ده ترڅو لمر دمغرپ له لورې راختلى نه وي . ترڅو په دومره اوږد فرصت كې انسان دالله ج درحمت ښكار او دمعصيت له  لا رې دعذاب دپڼ له سر څخه دالله ج اطاعت ته راوګرځي .نفس توبه پښېمانتياده ، اصل دتوبې دايمان وړانګې دي چې دانسان په زړه كې  ځليږي او دهغو په رڼا كې خپله ګناه دغره په څير لويه وويني او خپل ځان دهلاك شويوبندګانو څخه وشميري نو سمدلاسه دنجات په لټه كې شي اوداسې ويره ورسره وي چې كه چېرې علاج ونه كړي نو خامخا بۀ هلاك شي ، دهغه چا په څير په ډار او دام كې وي چې زهر يې خوړلي وي . او دنجات له پاره دروغتون عاجل اتاق ته مراجعه  كوي .
او دتوبې فرج : دخپل ټول حالت بدلول  دمعصيت نه دالله ج اطاعت ته رجوع كول دي  دالله ج په ذكر سره دتېرو تيروتنو تدارك او تېرو كړنو ته دنه ورګرځېدو ټينګ تصميم نيول دي ،دغفلت او بې باكۍ دمجلسونو څخه دذكر اوفكر كړيو ته راګرځېدل دي ،دغافلو او بې باكه ملګرو پرېښودل  دصالحو او نېكانو  ملګرو سره دملګرتيا لا س وركول دي .او شهواني ظاهرې خوندونو ته په داسې كركه كتل دي لكه په شاتو كې د زهرو ګډېدل چې په ظاهره او سمدلاسه لږخوند كوي خو په حقيقت كې خوړونكى وژني .

نو داسې توبه كونكى داسې دى لكه هيڅ ګناه يې چې نوي كړي ، بښونكى الله دداسې توبه كوو نكي توبۀ قبلوي او ډيرورڅخه خوشاليږي ، همداسې توبۀ كوونكى دالله ج په خاصو بنده ګانو كې شامليږي  ، همداسې توبه دانسان دكاميابي لار ده ، الله ج څه ښه امر كړى . ترجمه :
اى مؤمنانو! ټول توبه اوباسۍ ، الله ج ته ددې له پاره رجوع وكړۍ چې كامياب شۍ .

الله ج  توبه كوونكى انسانان خوښوي او ورڅخه راضي كېږي . بښونكى او مهربان الله ج درحمت بلا كيف يد دشپې لخوا غزوي ترڅو  د ورځې ګنه كوونكى توبه اوبآسي او دورځې غزوي ترڅو دشپې ګناه ګاران توبه وباسي ، او الله ج هغوته بښنه وكړي نو كه ديوه سړي ګناه دغره په شان لويه هم وي مهربان الله ج يې دتوبه ايستلو په صورت كې قبلوي . او مسلمان بايد د الله ج درحمت څخه نااميده نه وي ځكه ناميدي په خپل ذات كې لويه ګناه او دكفر دخاصيتونو څخه يو خاصيت دى .
هو! په انسانانو كې ډير بد هغه څوك دى چې په غفلت  او سركشۍ كې غرق تللى وي  ، دحيواناتړ په  څير دناروا او ظاهري خوندونو څخه په بې باكانه توګه استفاده كوي ، روا او ناروا ورته يوشان ښكاري ، مرګ ، قيامت ، قبر ، حساب اوكتاب په خيال كې هم نه ورځي . او دى شوم عمل ته دژوندترپايه دوام  وركوي او هم ډير بدبخته انسان هغه څوك دى چې د اوږد ژوند اميد ورسره وي دتوبې وخت يې په خپل فكر كې دژوندانه وروستى شېبې ټاكلي وي خوپه ناببره توګه مرګ ورته راشي او بې له توبې ددنيا څخه ولا ړشي . او هم هغه انسان ډير بدبخته وي چې په بدو اعمالو بوخت وي دبخښنې اميد يې دومره زيات وي چې  دالله ج دعذاب څخه هيڅ ويره نه لري داسې كسان غوليدلي اودشيطان په  دوكه  دوكه شوى دى ، په داسې حال كې چې دمسلمان ژوند بآيد دخوف اورجا ترمنځ وي او داسلامي تعليماتوپه رڼا كې دژوند لا روټاكي .
نو دهغه چا له پاره توبه نشته چې په ټول ژوند  كې بد عملونه كوي اوبې له توبې اورجوع كولو مړ شي ، ځكه قبر دتوبې ځاى نه دى همدا دځمكې سر دښو او بدو عملونو ډګر دى ، دښه اوبد تخم شيندلو ځاى دى .
والسلام

غلام دروېش ابراهيمي دوردګو نه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب