تنهايي له چاغوالي ډېر خطرناکه ده

په يوه نوې طبي څېړنه کې ويل شوی چې، تنهايي له چاغوالي ډېره خطرناکه ده. د چاغوالي په پرتله يوازېتوب دوه چنده د مرګ خطر لري. ساينس پوهان پر پنځوس کلنو او د زيات عمر دوه زره کسانو باندې له څېړنې وروسته دې نتيجې ته رسيدلي چې، يوازېتوب د چاغوالي په پرتله دوه چنده خطرناک او د مرګ لامل دی.

په برتانيه کې د يوې څېړنې په نتيجه کې ويل شوي چې، هر پنځم انسان ځان يوازې ګڼي. کارپوهانو ويلي چې له دې خطره د ځان ژغورنې په موخه بايد له کورنۍ سره ژوند وشي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب